نظــر

سا نه شم اخیستی

حفيظ الدين پيرزاده

( د قدرمن جلیلي کامه وال صیب پر ھڅونې )

دا جمله د ھغه تور پوټکي دہ چې څه مودہ وړ‎اندې یو سپین پوستي امریکایي پولیس یې په ستوني زنگون ایښی و او ھغه چیغې وھلې: سا نه شم اخیستی!

له تیرو شلو کلونو ھمدا زنگون زموږ‎ د ولس پر ستوني ھم ایښودل شوی. موږ‎ په اجتماعي توگه د ازادۍ او استقلال له سا اخیستنې محروم شوي یو.

سا نه شم اخیستی اوس مازې یوہ جمله نه دہ بلکې دا د ظالم او انسان خوړ‎ونکي کپیتالیزم په مقابل کې د مجبور او مقھور انسان د مظلومیت آواز دی!

خو آیا دا آواز د ھماغه تورپوستي دی؟!
زہ فکر نه کوم، ماته دا آواز د بل چا ښکاري! دا جمله ھم!
له نن څخه شل کاله وړ‎اندې، د افغانستان په یوہ دشته کې په زرونو ځوانان د غدر او فریب په جال کې ونښتل او تسلیم شول!

دوستم د امریکې د ھغه مھال دفاع وزیر رمز فیلډ په حکم په بندو کانتنرونو کې واچول.

ھر اسیر د بشر د حقوقو د مدافعینو په موجودیت کې ھمدا یوہ جمله تکراروله؛ سا نه شم اخیستی، آکسیجن نشته.

شاعر وایي:
ټوله نړ‎یواله ورورولی ھلته موجودہ وہ
چیغې کړې بندیانو کانتنر کې چې ھوا نشته

سا نه شم اخیستی د ھماغو مظلومو شھیدانو جمله دہ چې الله عزوجل شل کاله پس د یوہ بل مظلوم له خولې را و ایسته‎!

دې جملې طوفان جوړ‎ کړ‎، د کپیټلیزم زړ‎ہ یې ولړ‎زوہ!

شل کاله وړ‎اندې اجرتي قاتل دوستم د بشر ضد جنایت پټولو لپارہ د رمز فیلډ په ھدایت د ھغو شھیدانو جسدونه وسوځول، نن چې په واشنگټن، نیویارک او د امریکا په نورو ښارونو کې اورونه لگیدلي، دا د ھماغه اور سپرغکی دي!

زہ باوري یم چې دوستم به ھم الله عزوجل په داسې فضیح شکل مرداروي چې ھلاکت به یې ھر قاتل جنایت کار ( لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ) ته د عبرت نښه وي!
د سا نه شم اخیستی جملې پیل زموږ‎ د تنکیو ځوانو شھیدانو لخوا، د افغانستان په یوہ دشته کې شوی و او انجام به یې د قاتلې امریکې د تکبر او غرور ماڼۍ په دشته بدلوي!

مظلومه ستا فریاد او آہ تر عرشه رسیدلی
د اوښکو سمندر کې دې فرعون په ډوبیدو دی

و ما ذلک علی الله بعزیز

حفیظ الدین پیرزادہ
د جون دریم/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I enjoyed your writing. It was extremely painful, probably due to the facts and truths that you had explained.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close