نن ټکی اسیا

سهیل شاهین: د «مولوي محمد ایاز نیازي» قاتلین دې هیوادوالو ته ښکاره کړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، د دیني عالم او خطیب «مولوي محمد ایاز نیازي» د مرګ پېښه دې په بې طرفه توګه وڅېړل شي او عاملین دې يې هیوادوالو ته ښکاره کړل شي.

ډاکټر ایاز نیازی چې تېره شپه ماښام وخت د کابل په تر ټولو با امنه سیمه «وزیر اکبر خان» کې  په مسجد کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو، د حکومت او بهرنیانو منتقد پاتې شوی و.

که څه هم تر دې دمه د نوموړي د وژلو مسئولیت چا  په غاړه نه دی اخستی او حکومت د پېښې د څېړلو لپاره د یوه پلاوي د تشکیل خبر هم ورکوي؛ خو څه موده وړاندې د نامسئوله وسله والو یو قوماندان «حسیب قوای مرکز» په یوه ويډیويي پيغام کې ادعا وکړه، چې د کابل حکومت ملي امنیت ورته د ایاز نیازي په شمول ځینو دیني عالمانو د وژلو په سر پیسې ورته ومنلې ، او کله چې ده له دې کاره انکار وکړ، ملي امنیت ورسره دښمني راواخسته.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د نوموړي وژنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي «دپټو کړیو له خوا دډاکتر صاحب نیازي شهادت یو جنایت دی او مونږ یې په کلکو ټکو غندو. باید ددې پیښې اصلي طراحان او مرتکبین هیوادوالو ته ښکاره شي او پدې هکله بیطرفانه څیړنه وشي.»

د کابل په یوه نسبتا امن سیمه کې، چې امنیتي مرکزونه پکې شتون لري، د ډاکټر ایاز نیازي وژلو پراخ غبرګونونه راپارولي.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي پر حکومت او بهرنیانو نیوکې د نیازي د مرګ لامل بولي، او د نوموړي هغه ویناوې لاس په لاس کوي، چې نوموړی پکې پر حکومت او بهرنیانو نیوکې کوي.