افغانستان

بلخ کې یو څلویښت دولتي کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د بلخ ولایت په پنځو ولسوالیو کې لسګونه دولتي کارکوونکي ورسره یو ځای شوي.

طالب ویاند “ذبیح الله مجاهد” په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي “‏‎د بلخ ولایت چهاربولک، کشنده، زارع، البرز، خاص بلخ، شولګر او چمتال ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۴۱ تنه عسکر او پولیس د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.”

د مجاهد په خبره، د جلب او جذب مسئولینو د راغلو کسانو هرکلی کړی.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک او مخالفینو ته د طالبانو د مشر له لوري د عامې بښنې له اعلان وروسته له طالبانو سره د یو ځای کیدونکو دولتي منسوبینو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی.

هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان طالبانو ته له وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای تسلیمېږي، چې د هغوی له لوري يې دروند هرکلی کېږي او د خوندیتوب ضمانت یې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close