ورزش

د برازیلي ستوري له نظره د فوټبال په نړۍ کې پنځه غوره لوبغاړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د برازیل فوټبال لوبډلې تکړه ستوري «رونالډو نازاریو» پنځه هغه لوبغاړي په ډاګه کړل چې په لوبغالي کې يې له لوبې خوند اخلي.

د «The Sun» ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال رونالډو وویل، «میسي د فوټبال په نړۍ کې په لومړي مقام دی او په دې کې هیڅ شک نشته چې دده په څېر بل لوبغاړي راتلو ته چې له لوبې یې خوند واخیستل شي او دده په څېر وړتیا ولري ۲۰ یا ۳۰ کاله انتظار وباسو».

رونالډو دغه راز څرګنده کړه چې د نیمار له لوبې کتلو هم خوند اخلي، برازیلی نیمار اوسمهال د پاریس سان جرمان د لوبډلې لخوا لوبیږي خو غواړي په راتلونکې کې برسلونا ته راستون شي.

رونالډو مصری لوبغاړی محمد صلاح هم یاد کړ چې د ریال مدرید لوبډلې بیلجیمی لوبغاړی ایډن هازارډ سربېره یې په لوبې کتلو خپل ذوق پوره کوي.

هغه وایي، «زه محمد صلاح، هازارډ او نیمار خوښوم، غواړم ددوی لوبې وګورم، خو ځوان فرانسوی لوبغاړی کیلیان امپابی هم غوره وړتیا لري».

هغه خبرو ته ادامه ورکړه، «ډیری خلک وایي چې امپابی زما په څېر دی، هغه چټک دی او ډير سرعت لري، په ګول ځانګړې حملې کوي او په ښه ډول حرکت کوي، او په دواړو پښو تادیه کوي، خو زه نه غواړم د لوبغاړو ترمنځ پرتله وکړم».

دغه بریتانوۍ ورځپاڼۍ په ګوته کوي چې رونالډو په خپل ځانګړي پنځه کسیز لیست کې پرتګالی کریستیانو رونالډو له پامه غورځولی دی، کوم چې په نړۍ کې یو له غوره لوبغاړو څخه شمېرل کیږي.

باید وویل شي چې رونالډو نزاریو په ۲۰۰۲م کال کې د برازیل لوبډلې په ګټه د جرمني لوبډلې پر وړاندې د نړیوال جام پایلوبه کې دوه ځانګړي ګولونه ووهل او لوبډلې ته یې نړیوال جام وګاټه.

د رونالډو نزاریو هغه دوه ګولونه چې د جرمني لوبډلې پر وړاندې یې په ۲۰۰۲م کال نړیوال جام پایلوبه کې ووهل، دغه نړیوال جام په کوریا او جاپان کې ترسره شوی و:

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close