نظــر

د کابل ښار شکمن بریدونه او معلوم اهداف

د کابل ښار شکمن بریدونه او معلوم اهداف

لیکوال: محمدنعمان

افغانستان چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د پردیو تپل شوو جګړو د بیې په توګه نیږدې هره ورځ لسګونه جنازې خاورو ته سپاري، ملي او دیني ارزښتونه یې تالا ترغه، ځمکنی او هوايي حریم یې نقض او داسې بدمرغي به نه وي چې افغانان دې ورڅخه نه کړیږي، مګر په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې داسې هیلې پيدا کړي، چې ګواکې دا مړ ژواندی ملت نور له دغو بدبختیو څخه د نجات ساحل ته ووزي او ګوندې یوه ورځ یې د سولې په ټغر ستړیاوې رفع شي.

ولې دې ته مو باید پام وي!

سوله دومره ارزانه متاع نه ده چې په آسانۍ یې ترلاسه کړو، لکه څرنګه چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپل دین او هېواد په ننګه قربانۍ ورکړي، کړاوونه یې ګاللي همدا شان اړتیا لیدل کیږي چې د سولې راوستو لپاره هم بې دریغه قربانۍ ورکړي، د سولې دښمنانو او جګړه خوښو عناصرو په وړاندې په ټینګه مقاومت وکړي، ترڅو ترلاسه شوی دغه طلايي چانس څخه اعظمي استفاده وشي او راتلونکو نسلونو ته هم د سوله ییز افغانستان په بڼه قیمتي میراث پرېښودل شي.

خبره نه اوږدوم اصل مطلب ته راګرځم، چې په کابل ښار کې په پرلپسې توګه ولې د سولې فعالین، سیاسي شنونکي، قومي مشران، دیني عالمان، آزاد خبریالان، د اپوزیسیون غړي او د حکومت سیاسي منتقدین بندي، تهدید، اختطاف، ترور او وژل کیږي؟

له تیرو څو وختونو راهیسې که نظر وکړو چې کله هم د سولې خبرې برخلیک ټاکونکې مرحلې ته نیږدې شي، د کابل ښار په زړه او د ارګ کې خامخا د سولې یو فعال او مخور کس تر برید لاندې راغلی وي، د بیلګې په ټوګه:

۱ـ  د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشتې کې د سیاسي شناند نظر محمد مطمئن څو ساعته بندي کېدل او د ۲۰۱۷م کال جولای میاشت کې دویم ځلې بیا بندي کېدل.

سیاسي شنونکی او د سولې د هڅو فعال انجینر نظر محمد مطمئن

۲ـ د همدې کال (۲۰۱۷) ډیسمبر میاشت کې د ملي امنیت لخوا د افغانستان د نړیوال اتصال او تحلیل د مؤسسې مشر او سیاسي فعال انتظار خادم(دامهال د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سولې د چارو مسئول دی) بندي کېدل.

۳ـ د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت کې د کابل پوهنتون پر استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند د برید ناکامه هڅه.

 

۴ـ او له هغه یوه اونۍ وروسته د سولې بل فعال او د خوځښت مدني ټولنې مشر خیرالله شینواري باندې قاتلانه برید.

خیر الله شینواری له برید وروسته په روغتون کې
خیر الله شینواری له برید وروسته په روغتون کې

۵ـ  د ۲۰۱۹م کال ستمبر میاشت کې پر سیاسي شناند او  د سولې فعال نظرمحمد مطمئن د برید ناکامه هڅه، چې بریدګر څخه یوه توپنګچه هم ونیول شوه.

۶ـ دغه راز له نن څخه کابو اووه میاشتې مخکې (۲۰۱۹کال اکتوبر میاشت کې) د سولې فعال او سیاسي شناند محمدحسن حقیار د آریانا تلویزیون دفتر مخکې د برید هدف وګرځول شو.

۷ـ ورپسې  د همدغه کال (۲۰۱۹) په نومبر میاشت کې د سولې بل فعال او د افغانستان په کچه پيژندل شوی سیاسي شناند او لیکوال ډاکټر وحید مژده د کابل ښار په زړه کې په شهادت رسولو په شمول ډیرې پېښې دي، چې په لیکلو یې زمونږ موضوع طولاني کیږي.

وحید مژده، نویسنده و تحلیلگر مسایل سیاسی

ددې ترڅنګ یوازې د تیرې روژې په میاشت کې کابل ښار د قومي مشرانو او دیني عالمانو  د ترور او اختطاف د ۵ پېښو پرلپسې پېښو شاهد ؤ، که د پروان ولایت د اتحاد المدارس ټولنې ولایتي رئیس مولوي فضل الربي ترور او که د میدان وردګو ولایت د دوه قومي مشرانو ډاکټر ضیاء الدین کمال او حاجي ابراهیم اختطاف او بیا وروسته وژلو او تیره ورځ د کابل ښار په تر ټول امن سیمه وزیر اکبرخان کې د جومات دننه د هېواد د منلي دیني عالم او سولې پروسې ملاتړي ډاکټر محمدایاز نیازي مرموز شهادت دا په ډاګه کوي، چې د هېواد د خپلواکۍ او سولې دښمنان مو نور په آرام نه پریږدي، بلکې د مرموزو وژنو، ګواښونو، اختطافونو او بندي کولو له لارې غواړي د افغانستان په آزادۍ او سولې مین ولسونه وترهوي او د یوې بلې جګړې اور ته ورټیل وهي.

د پورته ټولو پېښو نه وروسته د امنیتي مسئولینو یو واضح جواب دی، هغه داچې «تروریستي» برید ؤ او د پېښې عاملینو د نیولو هڅې روانې دي؛ خو تراوسه یې د یوې پېښې عامل نه ونیولو او نه یې هم څارنوالۍ ته سپارلی دی، ځکه زمونږ امنیتي مسئولینو په څوکیو ناست کسان خو د سمسارې(تمساح) په شان هم مو وژني او هم راباندې اوښکې تویوي.

د کابل ښار هدفي بریدونه که څه هم د نامعلومو وسله والو او شکمنو بریدونو په نوم د حکومت لخوا په رسنیو کې اعلانیږي، لیکن یوه خبره چې ټولو ته واضحه ده هغه داچې ددې بریدونو اهداف معلوم دي: د سولې فعالین، د اشغال او حکومت سیاسي مخالفین، قومي مخور او مصلح دیني عالمان دي، ځکه دې نامعلومو وسله والو یوه ورځ هم چیرته کوم فاحشه خانه او دوه پاسپورټ لرونکي ملي خاینان په نښه نه کړل.

نو آیاپه کابل ښار کې دا دومره هدفي وژنې، ترورو او اختطاف رښتیا هم نامعلوم وسله وال ترسره کوي او بیا دا نامعلوم وسله وال څوک دي؟ له شک پرته چې په کابل ښار کې ددغو ټولو جنایتکارو پېښو مسئول معلوم او نامعلوم وسله وال ټول د ملي امنیت ادارې اړوند کسان او اجرتي قاتلان دي او دا یوازې ادعا نه ده بلکې په دې اړه اسناد او مدارک موجود دي.

که د پخوانیو پېښو له اسنادو او شواهدو څخه تیر شو، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډاکټر وحید مژده د شهادت په غبرګون کې د یو خبري کانفرانس له لارې په امنیتي ادارو غږ کړی ؤ، چې د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي، یا داچې د حسیب قوای مرکز پنجشیري په نوم د ملي امنیت پخواني اجرتي قاتل په یو ویډیوپیغام کې د ګڼو نورو پېښو ترڅنګ په ښکاره اعتراف وکړ، چې ملي امنیت ورته د پیسو په بدل کې د وزیر اکبرخان جامع جومات د خطیب ډاکټر محمدنیازي د شهادت پلان ورکړی ؤ.

د ملي امنیت اجرتي قاتل حسیب قوای مرکز
د ملي امنیت اجرتي قاتل حسیب قوای مرکز

لیکن رابه شو د وزیر اکبرخان جامع جومات د تیرې ورځې غمجنې پېښې ته چې دولتي ویاندویانو څرنګه د عامه افکارو ګډوډلو لپاره د پېښې په هکله ضد متضادې څرګندونې کولې، یوځل یې د «ځانمرګي برید» نوم ورکړ، بیا یې د برید ځای د جومات د اودسونو ځای وښوده؛ په داسې حال کې چې چاودیدونکي توکي د شهید ډاکټر محمدایاز د بوټونو صندوق لاندې ورته ځای پرځای او له لرې څخه کنټرولیدونکي ریموټ باندې ورته انفجار ورکړل شوی دی.

د وزیر اکبرخان په دیپلوماتیکه سیمه کې چې ډیر کلک امنیتي تدابیر یې نیول شوي، څرنګه نامعلوم وسله وال د جامع جومات د خطیب د بوټونو صندوق لاندې چاودیدونکي مواد ځای پرځای کوي او بیا د ریموټ په واسطه ورته انفجار ورکوي؟

مهمه یې لا داچې امنیتي ارګانونه چې ټوله سیمه یې په تلاشۍ پوستو، امنیتي کامرو او حتی د تیلیفوني مکالمو د کشف په دستګاوو ډکه کړې، څرنګه نه شي کولای یو داسې بریدګر ونه نیسي چې ترشا یې لسګونه نښانونه پرېښي دي؟!!

که څه هم د طالبانو او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون وروسته په لویو ښارونو کې د طالبانو ستر بریدونه په مکمله توګه بند شوي او د کوچني اختر نه وروسته په ټول هېواد کې نا اعلان شوی اورکم نافذ دی، د کومې له امله چې د جګړو او تاوتریخوالي کچه کې د پام وړ کموالی راغلی؛ خو د امریکا ځیره خواره او د سي آی اې کرایه شوي قاتلان داهم نه شي زغملای چې افغان خاوره دې د لږ وخت لپاره د سولې کور وګرځي، ځکه یې د کابل په ګډون د هېواد په زیاتره لویو ښارونو کې دولتي تروریزم ته لاس اچولی، په رڼا ورځ او د امنیتي پوستو په څو مترۍ کې خپل سیاسي مخالفین، قومي مخور او د سولې فعالان ترور کړي او پړه یې هم په نامعلومو وسله والو واچوي!!

ترټولو بده یې لا داچې د حکومت مشران بیا د په نښه شوو کسانو جنازو او پوښتنو ته هم راځي، د سمسارې اوښکې تویوي او د قاتلانو؟! د نیولو غولوونکې ژمنې هم کوي.

اوس وخت ددې رارسیدلی چې د افغانستان ټول ويښ ځوانان، روڼ آندي، علماء، روحانیون، اکادیمسیون، قومي مخور او عام ولس ددې پرديپالو دولتي ترورستانو د مهارولو لپاره په یو غږ او یوه ناره راپورته شي، ددوی د خپلسریو او مغرضو کړنو مخه ډب کړي، د سولې خبرو ته چانس ورکړي او ددې پروسې د کامیابۍ لپاره له رامنځ ته شوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع څخه په ګټه اخیستنې د مؤثرو بین الافغاني مذاکراتو له لارې افغان کشاله حل او هېواد کې یوه ملي او اسلامي اداره رامنځ ته کړي، کنه الله مه کړه ددې څو تنو پردیپالو او د سي آی اې د اجرتي قاتلانو له لاسه مو هېواد او ولس د نوي یمو کلونو غمیزې څخه په بدترې مذهبي او قومي لانجې کې راښکیل او بیا به د خلاصون لاره راڅخه ورکه وي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ولی مو د مولوی صیب ریحان عکس دلته ندی یښی؟ هغه هم په جومات کی بیا د روژی په مبارکه میاشت کی شهید شو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close