افغانستان

ولسي جرګه: اشرف غني په پرلپسې ډول اساسي قانون تر پښو لاندې کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګه وایي، اشرف غني د خپلې واکمنۍ د دواړو دورو په مهال په ځلونو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او لسګونه مادې یې نقض کړې.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې د تقنیني کمېسیون غړي “منور شاه بهادري” د خپل هغه راپور د وړاندې کولو په مهال وکړې، چې له اساسي قانون څخه د اشرف غني د سرغړونو په تړاو یې د څو میاشتو په دوران کې چمتو کړی و.

نوموړي وویل، چې د خپلو څېړنو په مهال یې موندلې چې اشرف غني د “ملي وحت حکومت” او خپلې دوهمې دورې واکمنۍ په دوام کې اساسي قانون لسګونه ځله نقض او وضع شوې مادې یې تر پښو لاندې کړې.

د بهادري په خبره، غني په بیا، بیا اساسي قانون له نظره غورځولی او داسې فرمانونه یې صادر کړي چې له اساسي قانون لوړ او ورسره په ټکر کې وو.

نوموړي د بیلګې په ډول یاده کړه، چې اشرف غني د ملي وحت حکومت له پیله تر پایه ګڼ وزارتونه په سرپرستانو اداره کړل، خو د اساسي قانون له مخې، سرپرست تر دوو میاشتو زیات د وزارت په راس کې پاتېدای نشي.

له یوه اداري واحد څخه بل ته د بودیجې انتقال، د عدلي او قضایي ارګانونو په چارو کې مداخله، د زندانونو د ادارې جوړول، د اداري واحدونو لغوه او ادغام او ځیني نور ټکي هغه څه وو، چې بهادري له  اساسي قانون څخه د غني د سرغړونې بېلګې بللې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس “میر رحمان رحماني” د تقنیني کمېسیون له غړو وغوښتل، چې له قانون څخه د اشرف غني د سرغړونو بحث ته د راتلونکو ناستو په اجنډا کې ځای ورکړي.

اشرف غني داسې مهال د اساسي قانون په پرلپسې ماتولو تورنېږي، چې نوموړی د سولې په بحث کې اساسي قانون  خپله سره کرښه  بولي او ګواښ کوي، چې د مذاکراتو په مهال له اساسي قانون نه تېرېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد صافی

ددی صفحی د چلونکی نه هيله کيږی چی د لیکنو اداب په نظر کی ونيسی

جميل

د دی چيغاری مريض غلام کوم کار څه وخت په قانون برابر و چی اوس يي قانون تر پښو لاندی کړ ؟؟؟
د ده شاوخواته وګوری چی څوک دی ، مچان به خامخا پر مرداريو راټوليږی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close