نړۍ

کراچي: په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۱ کسان ووژل شول

karachi_violenceنن ټکی آسیا: په کراچي کي د متحده قومي مومنټ د حکومت څخه د جلاکېدو وروسته د مرګ بازار ګرم سوی، یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۱ خلک د ښځو او کوچنیانو په ګډون ووژل شول، چي اکثره يې عام او مزدوره خلک دي.

په ځینو سیمو کي داسي هم سوې، چي وسلوال خلک د خلکو په کورونو ننوتلې، او هلته يې په کور کي پر موجودو کسانو ډزي کړي.

که څه هم تیره ورځ د ښار ټوله سرکونه ویران وه، او هیڅ امد ورفت نه تر سترګو کیدی، خو په دومره زیات شمېر باندي وژني حکومت حیران کړی دی.

تیره شپه د حکومت له خوا په عملیاتو کي د حکومت په وینا ۱۵۷ کسان ونیول شول، او ورسره ۳ کلاشنکوفونو، ۳۸ توفنګچې هم نیول شوي دي.

د سنده ایالت د پولیسو مشر واجد دراني ویلي چي ددغو کسانو څخه پلټني رواني دي.

د بلي خوا نن سهار په هغو سیمو کی چي تر ټولو زیات په کښي امنیتي وضعه خرابه ده، خلک د پولیسو او رینجرزو تر نګرانۍ لاندي د کورونو څخه و ایستل سول، د قصبه کالوني، کټي پهاړ د سیمو څخه په خاصه توګه د ایمبولیسونو په ذریعه په کورونو کي د ۳ او ۴ ورځو راهیسي بند کسان را وایستل سول.

که څه هم تیره شپه او ورځ په کراچي امنیتي وضعه ډیره خرابه وه، خو نن حالات لږ سم دي، او ټرافیک هم چلیږي، او همداسي په نسبتا ارامو سیمو کي دکانونو خلاص شوی دي.

د یادوني وړده چي څو ورځي مخکي د هندوستان د مهاجرو تر ټولو غټ ګوند متحده قومي مومنټ د حکومت څخه استعفاء ورکړې وه، او سمدستي ورسره د کراچي امنیت ورسره کړکیچن سو، شنونکي وايي که د حکومت او متحده قومي مومنټ تر منځ دا شخړه همداسي دوام ولري، نو تمه نه کيږي چي دکراچي امنیتي وضعه دي ښه سي.

د بلي خوا ځیني داسي راپورونه هم خپاره شوي چي په کښي ویل سوي، چي حکومت نه غواړي د متحده قومي مومنټ سره دا ځل روغه جوړه وکړي، او په حکومت کي بیرته ځای ورکړي، او د همدې لپاره کوشش کوي چي متحده قومي مومنټ زاړه دښمنان مهاجر قومي مومنټ د کوم چي مشر په بندي خانه کي دي، بیرته مسلح کړي، او هغوی ته د خپلو مخالفینو د وژلو او بی وسله کولو پوره لایسنس ورکړي.

د همدې ویري څخه متحده قومي مومنټ چي مشري يي په لندن کي الطاف حسین کوي، خپل چمتوالی نیولی چي په خپل مرکزي ښار کراچي کي د یوې خوا د پيپلز پارټي سره ښکر وجنګوي، او له بلي خوا د زړو دښمنانو مهاجر قومي مومنټ او ای این پي سره خپل رقابتونو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x