نړۍ

نيو يارک ټايمز: ايران او امريکا په ګډه عراق کې د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد جنګيږي

نن ټکی اسيا: نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې امريکا او ايران په ګډه عراق کې د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد جنګيږي.
ورځپاڼه زياتوي، چې ايران بغداد ته خپلې بې پيلوټه څارګرې الوتکې ليږلي او د اسلامي دولت د ځواکونو څارنه کوي.

امريکا او ايران دواړو د عراقي حکومت د مرستې لپاره سلګونه پوځي او استخباراتي سلاکاران بغداد ته لېږلي، چې، د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې امريکا او ايران هم عراق کې د يو بل کړنې او فعاليتونه څاري.

بل پلو له څو ورځو را په دې خوا شامي جيټ الوتکو عراق کې د اسلامي دولت پر ځواکونو بمبار پيل کړی دی.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله ليکي، چې دوی کره معلومات نه لري، چې دا بمبار د عراقي حکومت په سلا، که د بشارالاسد رژيم يې په خپل سر کوي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د “رأی اليوم” ويبپاڼې مسؤول مدير استاد عبدالباري عطوان وايي، چې ايران او سعودي عربستان د امريکا تر چتر لاندې د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد د عراقي حکومت مرسته کوي.

استاد عطوان زياتوي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ګڼو عربي هېوادونو د سفر په ترڅ کې د سعودي ټولواک شاه عبدالله سره د عراقي حکومت د کشالې په اړه پر يو شمېر خبرو سلا شوی دی.

لومړی: د سعودي عربستان ټولواک له جان کيري غوښتي، چې بايد د عراق لومړی وزير نوري المالکي له خپلې دندې لرې کړای شي او دا خبره يې تقريبا منل شوې ده.

دوهم: د سوریې د ازادۍ جنګيالي “الجيش الحر” دې په اربکيانو بدل شي او دغه اربکيان به د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد جنګيږي.

الجيش الحر اربکيان به خپله جګړه د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد د عراق له ځمکې پيلوي او ورپسې به سوريې ته رسيږي.
د امريکا له لوري د سوريې د ازادۍ جنګياليو لپاره د پنځه سوه ميليونه ډالرو منل د همدې خبرې لومړی دليل دی.

درېيم: د اسلامي دولت پر ځواکونو د امريکايي الوتکو بمباري، د موصل او الانبار او ګڼ نور ښارونه له دوی څخه نيول د امريکايي چارواکو له لومړيتوبونو څخه دی.

د سوريې او عراق د کشالې لوبغاړي په ډېرو خبرو سره اختلاف لري، مګر د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره يې لاسونه سره يو کړي دي.

دوی فکر کوي، اسلامي دولت د سعودي او ايران په ګډون د سيمې ټولو هېوادنو لپاره ستر ګواښ دی او بايد مخکې له مخکې له منځه ولاړ شي.

د عراق او سوريې د کشالې لوبغاړو څخه زموږ موخه سعودي عربستان، ايران، متحده عربي امارات، اردن او اسراييل دي.

اسراييلو هم وړمه ورځ عربي هېوادونو ته وړانديز کړی و، چې د اسلامي دولت پر ضد هر رنګه مرستې ته تيار دي.

دغه هېوادونه په ډېر خبرو او موضوعات کې سره اختلاف لري، خو د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره يې په دې اتفاق کړی، چې بايد له منځه يې يوسي.

استاد عطوان وايي، چې دې ګردو ايتلافي هېوادونو ته به دا ډېره ستونزمنه وي، چې د اسلامي دولت ځواکونه له منځه يوسي، ځکه، چې يو خو نوموړي ځواکونه له ځايه ډېر قوي دي، بله دا، چې د اسلامي دولت ځواکونه د ولسي خلکو تر منځ کښته پورته کيږي او له همدې امله د دوی پر خلاف هوايي بريدونه هم ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x