شعـــــرونه

جنګ خو دلته ډزې د جومات پر مناره کوي/ کاروان

پير محمد کاروان

جنګ خو دلته ډزې د جومات پر مناره کوي
سوله توړۍ ناسته ده له لرې ننداره کوي

وګورئ د اور سمندر واخیستو افغان وطن
نورو د اوبو جامې اغوستې کناره کوي

نه شته څه ایمان په ګاونډیو کې، زه ویر کوم
دوی راپورې خاندي د ژړا مې قواره کوي

نه منم د ډېرو لافې شافې غورې پرې نور
هر څو که قسم راته په هره سیپاره کوي

ژوند مېرنۍ مور ده ترخه مرچ یې پر تندي باندې
څه ترخې نادودې پر یتیم پر آواره کوي

دلته سپاره راشي زمونږ پلي تر پښو لاندې کړي
ځینې غلامان یې د آسونو خرخره کوي

تږی دی د مینې او د امن د اوبو تږی
ستا کاروان به څو پورې په اوښکو ګوزاره کوي

۱۴ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close