نن ټکی اسیا

روغتیا وزارت وایي د حکیم الکوزي په درملو کې زیاته برخه نشه یي توکي ګډ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له څيړنو وروسته د حکیم الکوزي په لاس جوړ شوي د کرونا ضد درملو ترکیب معلوم کړ.

د روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی په خپل مرکزي لابراتوار کې د حکیم الکوزي محصول څیړنه ترسره کړه چې زیات مواد په کې نشه یي توکي «مورفین او تاریاک» ګډ شوي دي.

مجروح زیاته کړه، که څه هم دغه محصول کې له ځينو طبي بوټو لکه بادیان یا زیرې څخه هم ګټه پورته شوې خو په وینا یې د مخدره موادو ترکیب په کې زیات دی چې زیانونکی دی.

د نوموړي په وینا د حکیم لخوا جوړ شوي دا واکسین او درمل د طبي معیارونو پر اساس نه دي جوړ او هیڅ یوه طبي لارښوونه په کې نه ده عملي شوې، پایله دا شوه چې دغه محصول د کرونا ویروس درملنې په برخه کې ګټه نه لري.

هغه وویل چې یاد درمل داسې مواد لري چې په انسان لنډمهاله عمل کوي خو ممکن د اعتیاد لامل هم شي. وحید مجروح زیاتوي د روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار پایلې به ډير ژر له خلکو سره شریکې شي.

د عامې روغتیا وزارت وروسته له هغه په کابل ښار کې د السبحان په نوم کلینیک وتړه چې حکیم الکوزي د کرونا ضد درملو جوړولو ادعا وکړه او وروسته یې خلکو ته په وړیا ډول ورکوله.

د حکیم دغه درمل په چټک ډول خپاره شول چې زیاتره خلکو یې د ساینس له نظره د نه استعمال غوښتنه وکړه خو ځینو هغو کسانو چې ناروغان یې ورسره د محدودې مودې لپاره ښه شوي وو د یادو درملو د استعمال سپارښتنه کوله.