نظــر

څنګه عصري ټیکنالوژي د جګړو د ګټلو لامل کیږي؟

احمد جاويد شکیب

آیا عصري ټیکنالوژي پرمټ وسلې د دایمې سولې او امنیت باعث ګرځیدی شي؟

Bayraktar TB2 د ترکي هيواد د هغو بي پیلوټه الوتکو نوم دی چې قیمت يې له ۶ میلیونه ډالرو لږ او د لیبیا په جګړه کې يې د ملګرو ملتونو لخوا په رسميت پيژندل شوي د طرابلس حکومت د جنګسالار خلیفه حفتر په لاس له سقوط څخه وژغوره.

II Wing Loong بیا هغه چینايي بي پيلوټه الوتکې دي چې قیمت يې له ۱ څخه تر ۲ میلیونه امریکايي ډالرو پورې رسیږي او د عربي متحده اماراتو هېواد له چین څخه د خلیفه حفتر لپاره خریداري کړې دي. حفتر د همدې الوتکو په مټ وشو کولای، چې د لیبیا ختیځه برخه د خپل کنترول لاندې راولي حتی د طرابلس ښار هم محاصره کړي.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه په يوې مرکې کې وویل چې د لیبیا روانه جګړه د نړۍ په کچې د بی پيلوټه الوتکو تر ټولو لویه جګړه ده. زه نه پوهیږم، چې تر کومه پورې به د ښاغلي غسان سلامه خبره صحیح وي. خو زه له ۲۰۱۴ کال څخه د منځني ختیځ په ځانګړې ډول د عراق او سوريې د جګړو حالات د نړیوالو رسنیو او ټویټر د بیلابیلو اکونټونو له لارې تعقیبوم. زما په اند په منځنې ختیځ او د نړۍ د نورو برخو اوسنۍ روانۍ جګړې د هغو جګړو څخه چې د تاریخ په کتابونو کې ذکر شوي دي خورا توپير لري. د توپير تر ټولو لوی علت يې، په ۲۱ پيړۍ کې په جګړې کې د عصري ټیکنالوژي استعمال دی.

د لیبیا په جګړه کې، یوې خواته د طرابلس حکومت د ترکیه، ایټالیه او قطر او بل طرف ته د خلیفه حفتر د طبروق حکومت بیا فرانسې، روسیې، عربي متحده اماراتو، مصر او سعودي عربستان لخوا حمایه کیږي. دواړه اړخونو د خپلو ګټو لپاره د لیبیا جګړه ګرمه ساتلې ده. که څوک وايي، چې د لیبیا په جګړې کې ښکیل هېوادونه دې د لیبیا د خلکو د دفاع او حقوقو له امله پر بي پيلوټه طیارو سرمایه ګذاري کوي، نو دا به زما په نظر تر ټولو لوی ساده توب وي.

یوازې لیبیا نه بلکه د منځني ختیځ په ټولو جګړو کې برلاسي ډلې ، نه د جګړې د مشروعیت لپاره منطقي جواز لري، نه قوي مورال او نه هم د سیمې د اکثره خلګو ملاتړ؛ خو بیا هم په جګړو کې د مهارت، او عصري ټیکنالوژي درلودلو له کبله برلاسه دي.

دا چې ښاغلی غسان سلامه د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی، ځکه یوازې يې په لیبیا کې د ټیکنالوژي په مټ د جګړې یادونه کړې ده. زما استدلال بیا دا دی، چې یوازې لیبیا نه بلکه د منځني ختیځ په ټولو جګړو کې عصري ټیکنالوژي لرونکي ډلې لږ تر لږه د لنډ مهاله لپاره په جګړه کې برلاسه دي. د خپل استدلال ثبوت لپاره غواړم د نمونې په ډول د ۲۰۱۵ کال د عراق د تکریت ښار د جګړې په ګټلو کې د عصري ټیکنالوژي د ونډې یادونه وکړم.

په ۲۰۱۴ کال کې داعش په نامه سني ډلې په سرعت سره د عراق د سني میشتو ښارونو نیول پیل کړل. لومړی يې د عراق د النبار په ولایت کې د فلوجي او رمادي ښارونه ونیول. ‍بیا يې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې ‍‍‍‍‍ د عراق دویم لوی ښار موصل ونیو. بیا څه موده وروسته د صدام حسین د زیږیدو ښار تکریت هم د داعش په لاس سقوط وخوړ. همدارنګه په سوریه کې يې د الرقه، دیره زور، پالمیرا ښارونه يې هم ونیول. په عراق او سوریه کې د دجلی او فرات د سیندونو شاوخوا ښارونه ټول د داعش تر ولکې لاندې راغلل.
داعش په سرعت سره د بغداد لورې ته د حرکت په حال کې و. په عراق کې د نوري المالکي شیعه حکومت د سقوط له کواښ سره مخامخ وو. ایران هم داعش په عراق کې ایراني منافعو لپاره یو ستر ګواښ ګاڼه. ځکه داعش نه یوازې په عراق کې دغرب پلوه شیعه حکومت حاکمیت نه منل بلکه دې ډلې په شیعه ګانو د کفر اطلاق کول. اروپا، امریکا او عربي نړۍ ته هم د داعش پرمختګ د انديښني وړ و.

عراق، ایران، غربي او عربي هېوادونو په مشترکه د داعش د کواښ په وړاندې متحد شول او جګړې ته يې را ودانګل. د داعش سره جګړه د صدام حسین سره تر جګړې ډیره ستونزمنه وه. نو ځکه د دې ډلې په وړاندې د ۸۰ هېوادونو یو ائتلاف چمتو شو. د عراق په سیاسي برخه کې هم اصلاحات رامنځته شول نوري المالکي په ځای حیدر العبادي د عرآق صدراعظم شو.

عراقي سرتیري، ایران پلوه د حشید الشعابي په نامه شیعه ملیشي، د جنرال قاسم سلیماني په مشرۍ د سپاه قدس او د تکریت د سیمې سني قبائل سره منسجم شول تر څو له داعش څخه بیرته د عراق ښارونو ونیسي. شیعه ملیشو د خپلو مذهبي مشرانو څخه د داعش په وړاندې د جګړې فتوا هم ترلاسه کړه. داعش ته د ماتي ورکولو پلان چمتو شو. پلان دا وه، چې لومړی باید په ۲۰۱۵ کال د فبروري په میاشت کې د تکریت ښار له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې داعش جنګیالوي څخه بیرته ونیول شي.

د جګړې لپاره له ۲۰۰۰۰ شل زرو څخه تر ۳۰۰۰۰ دیرش زرو پورې شیعه ملیشه له ۳۰۰۰ درې زروڅخه تر ۴۰۰۰ څلور زرو پورې عراقي سرتیري له ۵۰۰ پنځه سوه څخه تر ۱۰۰۰ یو زر پورې عراقي سني قبائل او ۴۰ تنه سپاه قدس غړي شامل و.

دې ستر لښکر د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د تکریت ښار محاصره کړ، څو داعش ته ماتي ورکړي. د تکریت په بیرته نیولو کې یوازې د عراقي الوتکو مرسته کوله، ځکه شیعه ملیشو له مذهبي پلوه د امریکا متحده ایالاتو څخه هوايی مرسته نه غوښته. بل پلو د امریکامتحده ایالاتو اعلان وکړ. که چیرته عراقي حکومت له امریکا د هوايی مرستو غوښتنه وکړي نو امریکا مرستو ته چمتو ده.

جګړه پيل شوه، خو د داعش نښه ویشتونکو پرینښودل چې د حشید الشعابي دیرش زره کسیز لښکر دې د تکریت ښار ته ننوځي. محاصره تر یوې میاشتي پورې اوږده شوه؛ خو د جګړې د ګټلو څرک نه لیدل کیده. د حشید الشعابي ملیشه له درانده ځاني او مالي تلفاتو سره مخامخ شوه. د ځینو منابعو په حواله د جګړې په لومړيو کې حشید الشعابي د ملیشو ۵ فیصده (۱۰۰۰) سرتیري ووژل شول.

بلاخره تقریباً د یوې میاشتې جګړې وروسته د عراق حکومت مجبوره شو، چې د امریکا څخه د هوايي عملیاتو غوښتنه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو ویره درولوده، چې که چیرته د جګړې وروسته شیعه ملېشې تکریت ښار ته دننه شي نو کیدای شي، چې د سنيانو په وړاندې انتقامي ډله اییزې وژنې وکړي او د تکریت ښار لوټ کړي. نو ځکه فیصله په دې وشوه، چې د تکریت د بیرته نیولو وروسته به شیعه ملیشه د تکریت ښار کې نه پاتې کیږي. له دې سره د امریکا متحده ایالات، فرانسې او برطانيې د تکریت د بیرته نیولو په موخه هوايي عملیات پیل کړل، چې په څو ورځو کې يې د داعش ۳۵۰ نښه ویشتونکي له منځه یوړل او تکریت ښار بیرته ونیول شو، حشید الشعابي د تکریت ښار ویجاړ او لوټ کړ.

د تکریت د جګړې اصلي ګټونکی د ائتلافي ځواکونو عصري ټیکنالوژي وه، ځکه حشید الشعابي شیعه ملیشو د ۳۰ زره اییز قوت، مذهبی فتوی او مورال سره سره بیا هم په جګړه کې تر ۵۰۰۰ پنځه زره پورې سرتیرې له لاسه ورکړ ل، او ويې نه شوی کولای چې جګړه وګټي.

بیا وروسته له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د عراق او سوریه په نورو جګړو کې هم د ائتلافي ځواکونو عصري الوتکو د جګړې موزانه بدله کړه. داسي اټکل کیږي، چې که چیرته د ائتلافي ځواکونو هوايي ملاتړ شتون نه درولودی، نو په عراق او سوریه کې له داعش څخه د موصل ، فلوجه، رمادي، تلفار، الرقه، دیره زور او …

ښارونو بیرته نیول نا شونی و. د ائیر ورز airwars.org په اساس له ۲۰۱۴ کال د اکسټ له میاشتي څخه بیا د سپټمبر میاشتي د ۲۰۱۸ کال پورې ائتلافي ځواکونو په سوریه کې ۱۷۲۰۳ او په عراق کې ۱۳۵۹۸ هوايي بریدونه کړي دي. په د عراق او د سوريې جګړو اصل ګټوونکي د ائتلافي ځواکونو عصري طیاري دي.

همدارنګه کیدای شي، په افغانستان کې د طالبانو په لاس د ولایاتو د نه سقوط یو لوی علت هم د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو هوايي حمایه وي، ځکه د نیویارک ټایمز د یوه رپوټ په اساس له ۲۰۱۳ کال څه راوروسته پر افغانستان تر ۲۷۰۰۰ اوویشت زرو پورې بمونه اورول شوي دي، چې دا احصائیه د عراق او سوريې څخه ډیره ده.

که څه هم عصري ټیکنالوژي جګړه ګټلی شي؛ خو د جګړې وروسته حالات نشي کرارولی. د عراق او افغانستان د جګړو تجربو وښوده، چې د سیمې د خلګو د واقعي ملاتړ پرته دوامداره سوله نشي راتلی. د امریکا د متحده ایالاتو پخواني د د دفاع وزیر رابرټ کیټس په خپل کتاب ډیوټي کې لیکلي دی، چې د عراق او افغانستان جګړو کې موږ د دویمې نړيولۍ جګړې په څیر چې په جرمني او جاپان کې مو بریا ترلاسه کړه، کامیابي نه شوی ترلاسه کولی. ځکه په جاپان او جرمني کې د هېوادنو رهبري تسلیم شوه او خلګ هم تسلیم شول. په افغانستان او عراق کې خلګ له موږ سره جنګیدل، نو ځکه ما په جګړه کې د success او victory کلېمې چې سیاسي کلمې وې نه کارولې بلکه د mission accomplished خپل هدف ته ورسیدو کلمه کاروله.

د تل پاتې سولې لپاره د خلګو رضایت او د خلګو د خوښې مطابق نظام اړین دی. تر کومه پورې چې په تیوري کې د غربي نړۍ لخوا په دريمې نړۍ کې د دیموکراسي د ملاتړ شعارونه دی. زما په نظر دا شعارونه یوازې د د عامه ذهیت د مغشوش کولو پرته بل څه نه دي. د دیموکراسي او ولسواکي د شعار تر نامه لاندې خلک غولول کیږي. دا د دې معنا نه لري، چې د دوي ( غربي) هېوادونه دې ډیموکرات نه وي. دوی دیموکرات دي خو دریمه نړۍ وورته هغه وخت ډیموکرات او ولسواک ښکاري، چې د دوي ګټې پکې خوندي وي. کله چې د دوی ګټې غوندې شي نو بیا که یو حکومت په اصل کې غیر ډیموکرات وي، بیا هم دوی ته دیموکرات او ولسواک دی.

که غرب د خلکو رایو ته په واقعي معنا احترام درولودی نو د ویتنام د جګړې څخه مخکې به يې په ویتنام کې د انتخاباتو مخالفت نه کول، یا به يې په لاتیني امریکا کې د لسګونو دیموکراتیک سوشلیستي حکومتونه په وړاند نظامي کودتاګانو نه پارولې. په اسلامي نړۍ کې په الجزائر کې به يې د ۱۹۹۰ لسیزې کې د انتخاباتو په پایله کې رامنځته شوی ملکي حکومت په وړاندې د پوځ ملاتړ نه کول. یا په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین د شفافو او عادلانه ټاکنو په نتیجه کې رامنځته شوی حکومت به يې ترهګری نه بلل. همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د مصر د منتخب حکومت د چپه کیدو ملاتړ به يې نه کول او اوس په لیبیا کې هغه حکومت چې همدوی په رسمیت هم پيژندی دی او د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی د طرابلس حکومت هم ورته وايي ملاتړ نه کوي. منافقت دې درجې ته رسیدلی، چې د دې حکومت په وړاندې د جنګسالار خلیفه حفتر ملاتړ کیږي. بل پلو ترکیه هم داسي نه ده، چې دا ځینې يې په اړه فکر کوي، چې کواکۍ د مشروعیت ملاتړ کوي.

د ترکيې لپاره د طرابلس د حکومت بقاء په مدیتراني سمندر کې د ترکيې د پراخ نفوس او ګټو تضمین دی.

د پيو ریسرچ د یوې سروې په ساس اکثره اسلامي هېوادونو کې له ۷۰ بیا تر ۸۰ فیصده پورې خلک اسلامي شریعت څخه د هېواد د رسمي قانون په توګه ملاتړ کوي. افغانستان کې دا فیصدې ۹۹، پاکستان کې ۸۴، په بنګلدیش کې ۸۲ ، مالیزیا کې ۸۶، اندونیزیا کې ۷۲ ، فلسطین کې ۸۹، عراق کې ۹۱، مراکش کې ۸۳، مصر کې ۷۴ ، نایجر کې ۸۶، نایجریا کې ۷۱ اردن کې ۷۱، تونس کې ۵۶ او لبنان کې ۲۹ فیصده ته رسیږي. خو غربي نړۍ بیا د خلګو د غوښتنو په وړاندې د ځینو غربي فیلسوفانو لخوا رامنځته شویو نظریو په اساس د حکومت سیستمونه او نظامونه د زور او يا فشار په مټ ترویجوي، حال دا چې دا ډول فلسفي نظریو ډیر دمخه په اسلامي نړۍ کې ناچله ثابتي شوې دي.

زما له انده دریمې نړۍ هېوادونو کې له واقعي ډیموکراسي څخه د امریکا او اروپا ملاتړ په اصل کې یو سراب دی، چې ډیر یا خپله پرې غولیدلي او یا نور پرې تیر باسي. تر څو چې په جګړه ځپلو سیمو کې د سیمې اختیار خپله خلک ترلاسه نه کړي نو که څه هم د یوې مودې لپاره به عصري ټیکنالوژی لرونکي قوتونه برلاسه وي. خو بیګانه قوتونه هیڅکله هم یوه هېواد او سیمې ته دایمې او تلپاتی امن او سوله نه شي راوړی.

د پایلې په توګه ویلی شو، چې یوازې لیبیا نه بلکه د نړۍ په ټولو جګړو کې عصري ټیکنالوژي ځانګړی رول لري. ۲۱ پيړۍ د ۱۹، ۱۸ او نورو مخکینیو پيړيو څخه ډیر توپير لري. په مخکینيو پيړو کې د یرغل څخه د ځان ساتني لاره د چین دیوال په څیر دیوالونه او د لویو کلاګاني جوړول کافي و؛ خو اوس د علم په اساس عصري ټیکنالوژي خپلول اهمیت لري. که څه هم د عصري ټیکنالوژي ته د جګړې ګټل آسانه دي، خو دا عصري ټیکنالوژي پرمټ وسلې بیا سوله، امن او پرمختګ نه شي راوستلی. هر هغه څوک او ډله چې د پردیو په الوتکو ټانګونو او توپونو کې د خپل نظام بقاء او د هېواد پرمختګ او خوشحالي ګوري که هغه په لیبیا کې د خلیفه حفتر ډله ده او یا د طرابلس حکومت او یا هم د نړۍ په بل هر هېواد او سیمه کې هر څوک وي، نو ډیر سخت سهوه شوي دي. یوه هېواد ته امن او پرمختګ یوازې هغه وخت راتلی شي، چې د هېواد خلګ خپل سرنوشت په خپله وټاکي او په خپلو منځونو کې خپل هېوادول وزغمي.

په درنښت

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close