شعـــــرونه

د رازونو تسلسل/ صابر جان محصل

صابر جان محصل

د هجر په زندان کې د کلونو تسلسل دى
په پښو کې زولنې د اميدونو تسلسل دى

تعبير به راته راکړي ها د حسن لوى امام
يوسف سره يو ځاى يم د خوبونو تسلسل دى

د ټول ژوند اعتکاف ته له خوني جهانه لرې
د عشق په لاره تګ دى د بابونو تسلسل دى

په څوکو د ازغيو اوږد سفر د يار ترکلي
په ژوند کې د بورا د ارمانونو تسلسل دى

د زړه په غوږو باندې داودي نغمې چې اورم
جهان ترې ناخبر دى د رازونو تسلسل دى

د عشق په سمندر کې يم څپو په مخه کړى
لعلونه لټوومه د موجونو تسلسل دى

د زړه هره خبره په حکمت وړمه تر زړونو
صابر دى او قلم بل د شعرونو تسلسل دى

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close