افغانستان

روسیه، چین، امریکا او پاکستان د بندیانو د تبادلې پروسې د چټکتیا هڅې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې په تړاو تیره ورځ د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو د یو ګډ ویډیو کانفرانس له لارې خبرې اترې کړي او څلور واړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د بندیانو د تبادلې پروسه کې پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

ټاس روسي خبري آژانس خبر ورکړی، چې دغه ګډ ویډیو کانفرانس پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، چینايي او امریکايي ځانګړو استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون ترسره شوی ؤ.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ددې مشورتي کانفرانس په هکله ویلي، چې د خبرو او مشورو پایله کې پرېکړه وشوه چې د بندیانو د تبادلې پروسې د چټکتیا لپاره ټولې خواوې په ګډه کار کوي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم د بندیانو د تبادلې بهیر لا تراوسه هم روان دی؛ خو په هغه اندازه تیز نه دی څومره چې تمه کېده، لیکن اوس ددې  اړتیا ده چې نور ګامونه واخیستل شي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو، د کوم له مخې چې به د مارچ میاشتې تر لسمې نیټې دمخه ۵۰۰۰ طالب بندیان د باور فضاء رامنځ ته کولو لپاره آزادېدل او ورپسې به بین الافغاني مذاکرات پيلېدل؛ خو دغه پروسه د یو شمېر خنډونو له کبله تراوسه نه ده تکمیل شوې.

ددې تړون مطابق تراوسه ۲۲۸۴ طالب بندیان له حکومتي بندخونو آزاد شوي او ۴۲۰ تنه دولتي بندیان د طالبانو له زندانونو څخه آزاد شوي او تمه ده چې دا پروسه د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې تکمیل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close