افغانستان

چارواکي: که مرکزي حکومت همکاري ونکړي، سرپل به سقوط وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي او په زیاتره سیمو کې فعال حضور لري، نو که مرکزي حکومت همکاري ونکړي، لرې نده، چې سرپل به د طالبانو په لاس سقوط شي.

«اوا» خبري اژانس د سرپل ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسئول «نور اغا فیضي» له قوله لیکلي « په سرپل ولایت کې امنیتي وضعیت لا هم د تېر په څېر دی، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ هره ورځ جګړه نښلي، او اوس خلګو ته یو عادي خبره ګرځېدلې.»

نوموړي زیاته کړې «په قریو،  د ولسوالیو په اطرافو او د مرکز په څنډو کې طالبان پراخ حضور لري، او وخت ناوخته د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.»

د سرپل د والي ویاند «ذبیح الله اماني» هم د خراب امنیتي وضعیت په اړه د خلګو اندېښنې تائیدوي او ټینګار کوي، که د سرپل د امنیت موضوع ته پام ونشي،  د اندېښنې وړ پایلې به له ځانه سره ولري.

د نوموړي په قول، که چېرې دایمي اوربند یا سوله رانشي، ددې ولایت وضعیت به ورځ تر بلې خراب او له جدي ګواښ او بحران سره به مخ شي.

اماني اعتراف کوي، چې طالبان د سوزمه قلعه، سنچارک، صیاد، ګوسفندې، او د سرپل په مرکزي نقاطو کې حضور لري، او کوهستانات ولسوالۍ خو له تېرو څو کلونو راپدېخوا د هغوی په لاس کې ده.

د اماني په خبره، امنیتي ځواکونه د طالبانو د مقابلې لپاره کافي امنیتي امکانات او مهمات نلري او که مرکزي حکومت له ولایت سره همکاري ونکړي، او د طالبانو په ضد پراخ عملیات پیل نکړي، سرپل به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close