افغانستان

د ملي امنیت شورا: د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ به دوام مومي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د طالبانو د بندیانو چارو تخنیکي ټیم لاهم په کابل دي او ټاکل شوې ده، چې د طالب بندیانو د خلاصون پروسه به دوام پيدا کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل آزادي راډیو ته ویلي، د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی چې تیره اونۍ کابل ته راغلی ؤ، لاهم په کابل دی ترڅو د طالب بندیانو د خلاصون د پروسې څخه نظارت او په د بندیانو پيژندلو کې لازم تسهیلات رامنځ ته کړي.

نوموړی زیاتوي، له پلان سره سم به د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ دوام پیدا کړي، ترڅو د خلاصوو شوو طالب بندیانو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسیږي؛ خو داچې دا شمېر به کله پوره کیږي او پاتې نور ۲۰۰۰ طالب بندیان به کله آزادیږي، په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له مخې ټاکل شوې ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل مخکې۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، چې دا پروسه د ځینو خنډونو له امله تراوسه نه ده تکمیل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو هم د یو مشترک  ویډیو کانفرانس له لارې پر افغان سولې له بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې د سولې پروسې د پرمختګ لباره باید د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close