ادبي لیکني

څو لنډکۍ ژباړې/ بصيرالحق عادل

بصيرالحق عادل

ليکل کول

هڅه وکړئ هره ورځ لیکل وکړئ او هر څه وليکئ، وروسته يې يو ځای پرېږدئ.

خپله زندګي لیک – لیک کړئ، د کاغذ او پلان له مخې زندګي وکړئ

دغه راز هره ورځ لیکل وکړئ او هره شپه خپلې اشتباوې په نښه کړئ.

لیکل هم عجب کار دی.

خدای ج په قلم او لیکنه قسم کړی دی، تاسو هم لومړی لیکل خپل هدف وګرځوئ او بیا خپل هدف ته د رسېدو لپاره پلټنه وکړئ.

ـــــ

مرسته

کله – کله يوه کوچنی او عادي څه د دې لامل شي، چې هم ځان وژغوري او هم نور.

هغه خبره ده چې هم خرما او هم ثواب.

ـــــ

باور

ژوند باید د ماشومانو له خندا زده شي. هیڅ ماشوم تر ژمنې وروسته نه مایوسه کېږي، فقط د خپلې مور پر مهربانۍ باور لري.

اې کاش!!!!

موږ هم پر خدای ج داسې باور لرلی، لکه څنګه چې يې یو ماشوم پر خپلې مور لري.

ــــ

فرصت

موږ دوه ډوله زندګي لرو، خو کله چې دوهم وخت شروع شي، بیا وپوهېږو چې لومړۍ زندګي مو له لاسه وتلې.

نو باید له هغې زندګۍ خوند واخلو چې لاس کې مو ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close