افغانستانخبرونه

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د درغلۍ په اړه نور اسناد خپاره کړل

نن ټکی آسیا: د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز ټيم د درغلۍ په اړه نور اسناد خپاره کړي چې په کې ادعا شوې د پکتیکا والي او د دغه ولایت د ټاکنو د کمېسون رییس درغلۍ کړي.
ددغه ټيم له لورې په خپور شوي غږیز کلیپ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دار الانشاء پخوانی رییس ضیاء الحق امرخیل، د پکتیکا والي محب الله صمیم، آدم خان سیرت او د پکتیکا ولایت د ټاکنو د کمېسون رییس تر منځ د درغلیو په اړه خبرې شوي.

تر دې دمخه هم د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دوه غږیز کلیپونه نشر ته سپارلي و. په لومړي کلیپ کې، ددوی په وینا  ضیاء الحق امرخیل ځينو کسانو سره د درغلۍ په اړه خبرې کوي.

په دوهم غږیز کلیپ کې د میدان وردګ ولایت د والي عبدالمجید خوګیاڼي د پوځ د یو افسر  سره د درغلیو د نه مخنیوي په اړه خبرې کوي.
امرخیل ددغه غږیز کلیپ تر خپريدو وروسته استعفا ورکړه، خو ده دا په کلکه رد کړه چې دا خبرې دده نه دی؛ بلکې ده پسې تړل شوي او جوړې شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی په عبدالمجید خوګیاڼي لګېدلي تورونه رد کړل او ويې ویل چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم  د خوګیاڼي ټولې خبرې نه دي نشر کړي، د والي خبرې یې اړولي او تحریف کړي دي.

د اصلاحاتو  او همپالنې ټیم وايي چې د دوی سیال ته  تر میلیون زیاتې رايې په درغلۍ اچول شوي، چې ورته د منلو نه دي، دوی وايي،  د درغلیو په اړه به نور اسناد هم خپاره کړي.

هغه تلیفوني خبرې  چې د پکتیکا والي محب الله صمیم، امرخیل او په پکتیکا ولایت کې د ټاکنو کمېسون رییس ته منسبویږي،  د درغلیو په اړه  د رسنیو د راپورونو د مخنیوي په اړه شويدي.

د عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی نصر الله بریالی وايي چې امنیتي ځواکونو هغه صندقونه نیولي چې ددوی سیال ته په درغلۍ ډک شوي وه.

بریالی ادعا کوي چې ددوی له لوري خپرې شوې تلیفوني خبرې د ټاکنو څخه یوه ورځ مخکې شوي، چې د پکتیکا والي او د ټاکنو کمیسون رییس د امرخیل سره په تلیفون غږیږي.

امرخیل په دغو خبرو کې د پکتیکا والي ته وايي چې ستونزه ډيره جدي ده، دی یې ډیر نارامه کړی…

د پکتیکا والي، امرخیل ته  اطمینان ورکوي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد د ټاکنو کمېسون کسان شاهدي ورکوي. دی وايي چې په کمېسون کې دده خپل کسان دي.

په دغه غږیز کلیپ کې د پکتیکا ولایت د ټاکنو کمېسون رییس، امرخیل ته وايي چې “قومندان صاحب هم ناست دی، د قول اردو له قومندان سره هم وغږیدم، ورته مې وویل څومره پیسې چې غواړې درکوم يې، خو هغه يې نه مني”.

امرخیل  د کمېسون په رییس ټینګار کوي، چې که څوک د درغلیو په اړه شکایت وکړي، نو کمېسون دې ورته ووايي چې درغلۍ د قول اردو قومندان په زور کړي.

د عبدالله ټاکنیز ټیم وايي چې په پکتیکا کې د قول اردو قومندان ۲۰ د رایو صندقونه چې د درغلیزو رایو څخه ډک شوي وو،  نیولي.

درغلیزې ټاکنې او لاریونونه

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکتر عبدالله ادعا کوي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې په پراخه کچه درغلۍ شوي، نوموړی زیاتوي تر هغې چې درغلیزې رایې له پاکو رایو بېلې نشي، پایلې ورته د منلو وړ نه دي. عبدالله زیاتوي چې دده سیال ټیم ته تر میلیون زیاتې درغلیزې رایې اچول شوي. دی وايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون خورا کم و. د نوموړي په وینا د ۷ میلیونو رایو د اچونې اعلان ددې شاهدي ورکوي چې په ټاکنو په پراخه کچه درغلي شوې.

د عبدالله عبدالله ټیم  او پلویان د تېرو څو ورځو راهیسې لاریونونو کوي، دوی که څه هم د سوله ییز لاریون ادعا کوي، خو په کابل کې د نن ټکی آسیا همکار وايي چې ولسي وګړو شتمنیو ته يې په دغو لاریونونو کې زیان رسولی.

د جمعې په ورځ  هم په ټاکنو کې د درغلیو  پر ضد لاریون کې  د عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو برخه اخیستې وه، او د «مرګ پر تقلب» شعارونه يې ورکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx