نظــر

د کرونا په اړه د ختیځ فورم د مشر ډاکتر وضاح خنفر په زړه پورې وینا

ژباړه: حمید محمدشاه

دمنتدى الشرق/ ختیځ فورم مشر ډاکتر وضاح خنفر د (کرونا په هره برخه کې واقعیت بدلوي: ایا موږ به د نوې نړۍ د زیږیدو شاهدان اوسو؟ ) تر سرلیک لاندې وینا درلوده، په لسګونو پوهانو په کې ونډه درلوده، ډاکتر وضاح خنفر په وینا کې د کروناپه اړه ډیرې نوې خبرې دلته لوستلې شئ.

السلام عليكم:

همدا شیبه نړۍ له سخت او اغیزناک وضعیت سره مخ ده، دا له تاریخي اړخه د بنسټیز بدلون پیلامه ده، د نوومخبیلګو لپاره بنسټ برابروي، او هغه ، چې وار له مخه  په ټولنپوهنه، اقتصاد او سیاست کې شته لا پسې پیاوړې کوي.

د وخت په تیریدو به د کرونا ویروس روغتیايي اغېز له منځه ولاړ شي، د پخوانیو ناروغیو، طاعون او جګړو په څېر به بشریت  له دې ګواښ هم خلاص شي، خو هغه اغېز، چې ددې ویروس پر ضد له نړیوالو کړنو/ اجرااتو څخه رامنځته کیږي، تر ډېره پاتې وي، د انسانانو په ژوند کې به یې اغیز تر ډېره څرګند وي.

نن ورځ ، چې نړۍ د اړیکو له اړخه په کوم وضعیت کې ده پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی، هېوادونه، انسانان یو پر بل ډېره تکیه دي، نړیوال اقتصاد، نړیواله ټیکنالوژي، چې ټوله نړۍ یې سره نښلولې ده داسې یو وضعیت رامنځته کړی، چې بشریت یې پخوا بېلګه نه وه لیدلې.

نړیوالتوب، له کومې ورځې، چې پخوانی انسان له زرګونو کلونو او له کرنیز انقلاب راوروسته بشري ټولنه رامنځته کړې ده نړۍ په دې حجم او ځواک داسې بېساری پدیده نه ده لیدلې، خو کرونا نن د نړیوالتوب په زړه کې راڅرګند شوی دی او بنسټونه یې زبیښي تر پرونه بشریت داسې انګیرله، چې دا به ډېره سخته او ګرانه وي دا بنسټونه دې ولړزیږي.

کرونا نړۍ ته د عاجزۍ/ خاکسارۍ درس ورکوي!

دوه کاله وړاندې د(ENLIGHTNMET NOW) په نوم کتاب خپور شو، بیل ګیټس یې خلکو ته دلوستو سپارښتنه وکړه، لیکوال یې Steven Pinker ډېر خوشاله او خوشباوره و، نوموړي ویل:  بشریت نن ورځ په ډېر ښه وضعیت کې دی، لامل یې دادی، چې موږ توانیدلي یو، چې پر ډېرو ناروغیو او لوږو لاسبري شوو، انسان د پوهې، اړیکو، سوکالۍ، پرمختللي انساني وضعیت هغې درجې ته رسیدلې دی، چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی، کېدای شي دا به په ډېرو اړخو کې سمه خبره وي، خو په مطلقه توګه سمه نه ده!

کرونا ویروس د نړۍ نا اټکله ناتواني، چې له دې وباء سره پر جګړه اخته ده رابرسیره کړه، بشریت ګومان کاوه، چې پردې چاره برلاسي شوی دی، ځکه موږ ټولو څو لسیزې پخوا دا لمانځلې وه، چې انسان کامیاب شو، کولای شي، چې ناروغیو، وباء او طاعون ته ماتې ورکړي او برید ورته وټاکي او له قاموس یې حذف کړي، خو د نړیوالې وباء فکر، چې نن ورځ بشریت ورسره لاس وګریوان دی   د بیل ګیټس  په څېر ځینو یې یوازې په اړه وړاندوینه کړې وه.

یو خوشباوره بهیر شته، چې پردې د باور تر کچې ویاړي، چې نن د علم او ټیکنالوژۍ نړۍ ده، خو څرګنده شوه، چې بیولوژیک بېرته راوګرځید، چې زموږ کمزوري او عاجزي ثابته کړي او انسان، چې الله پاک وايي کمزوری پیدا شوی دی، نن ورځ د هغه ویروس پر وړاندې عاجز ولاړ دی، چې پر سترګو نه لیدل کیږي.

موږ د بشري کائناتو په توګه ژوند کوو، نه د خدایانو، پردې نه پوهیږو، چې تقدیر  به زموږ پر حال څه کوي او زموږ د پايښت  توازن به څنګه بدلوي، همدا بشري عاجزۍ لپاره ستر درس دی، چې تر پرونه یې ګومان کاوه، چې اوس خو له ډېرو هغو ناخوالو خلاص دی، چې پخواني ورسره لاس وګریوان وو.

دلته اړینه ده، چې دې وضعیت ته یو څه تم شو، ددې لپاره نه، چې خپل  ذات وځورو، بلکې ددې لپاره، چې هره ستره پېښه دانسان لپاره ستر عبرت وي، حجم او ژورتیا یې د پېښې او ازماېښت د ارزښت په کچه وي.

د نن ورځې  واقعیت ډېر مهم او اړین درس دی، که چیرې یې په اړه ژور فکر ونه کړو، نو موږ به  له تمدني اړخه سرګردانه شو، چې هېڅ عاقل انسان ته نه ښايي، چې په دې ګرداب کې راګیر شي.دلته باید دآیت شریف را په زړه کړو، چې تل موږ ته ځان را په یادوي، موږ یې تلاوت کوو، خو د پېښیدو پر بڼه یې نه پوهیږو، کله چې زموږ د سترګو پر وړاندې واقع شي بیا پرې پوهیږو لکه د نن ورځې پېښه :  (حَتَّىٰ إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ) [الزخرف:24]

په تېرو کلونو کې انسان ګومان کاوه، چې پر ځمکه ځواکمن مخلوق دی، په لاس کې یې نیولې ده، یووال هاراري په دې اړه وړاندوینه کړې وه: « نوې انسان ( هوموډیان) یو معبود دی، ځکه هغه ددې وړتیا درلوده، چې د ضعف او کمزورتیا ټول هغه قواعد مات کړي، چې بشریت یې محاصره کړی دی او د پخوا په پرتله  اوس دیته ډیر نږدې دی، چې دایمي شي، خو لږ وخت نه و تېر شوی، چې د غربي پوهانو لخوا رامنځته شوی باور  له ( اسطورې) پرته بل څه نه و، د انسان کمزوري یو وجودي حقیقت دی، چې دده په خټه کې اغږل شوې دی.

څه، چې پېښ شوي دي ټول یې باید یو فرصت وګڼي، چې ګټه ورڅخه پورته کړي ځکه الله عزوجل مطلق شر نه دی پنځولې، له هرې سختې وروسته اساني وي. موږ باید خپله کمزوري ومنو او پر الله عزوجل تکیه وکړو او خپل ژوند ته د انساني مخلوق په توګه دوام ورکړو.

د هغو نړیوالو افتونو/ وباء شمېر محدود دی، چې انسانیت یې ځپلی دی، عامه وباء هغه ده، چې ګرده نړۍ یا د ځمکې د کرې ډېره برخه ونیسي، او ګڼمیشتو سیمو ته ورسیږي او د ژوند مختلف اړخونه اغیزمن کړي، دا یوازې روغتیايي اړخ نه وي، بلکې ټولنیز، اقتصادي، دیني او فکري هغه ورسره اغیزمنوي.

دا نړیواله وباء، چې نن ورسره مخ یو باید د هغو نورو نړیوالو وباګانو په ترڅ کې حساب شي، ځکه نړۍ له ډېر پخوا راهسې له وباء څخه ځوریږي.

انطوني وباء او د نوي حقیقت لټه !

لومړنۍ وباء، چې پخوانیو تاریخپوهانو په خپلو کتابونو کې ثبت کړې ده د 165 ز کال وه، چې په روم، ایټالیه  او ډیری روماني هېوادونو کې رامنځته شوې وه، هغه مهال رومیانو پر سپین سمندر، شمالي افریقا، سویلي اروپا، هسپانیه او پر شام واکمني درلوده، په همدې کال دا ستره امپراتوري وباء او طاعون داسې وځپله، چې له پښو یې وغورځوله، چې وروسته بیا پر انطوني وباء مشهوره شوه او تر ډېره وه.

همدې وباء  غربي رومي دولت لومړی کمزوری او بیا له ړنګ کړ، ځکه جرماني قبایلو پرې بریدونه وکړل، وباء رومي لښکر کمزوری کړ او په شمال کې یې د جرماني قبایلو د جنګیالیو مخه ونه شوه نیولې، له کوم مقاومت پرته یې ورته سیمې پرېښودې، په شپږمه پیړۍ کې ټوله امپراتوري له منځه ولاړه.

ټولو وباګانو او طاعون، چې نړۍ ځپلې ده دا د یو عصر پای او دبل نوي هغه پیل دی، د هر پخواني زوړ څیز پای او د نوي زیږیدل دي،دا یې له وسه پوره نه وه، چې سر راپورته کړي نو اړتیا وه، چې داسې یو څه پېښ شي، چې هر څه ورسره وخوځیږي، چې دېته لار هواره شي.

وباء/ طاعون یوازې د رومي دولت نظامي بنسټ ونه نړوه، بلکې رومي ادیان یې هم له منځه یوړل، همدا لامل دی، چې د رومي دولت په ډیری برخو کې مسیحیت سر راپورته کړ. ان، چې امپراتور قسطنطین د څلورمې میلادي پیړۍ 315 -333 په پیل کې مسیحي دین قبول کړ او د همدې دین بنسټونه یې پیاوړي کړل. له دې وروسته مسیحي دین د امپراتور رسمي دین شو.

روماني ادیان، چې د خدایانو پر ډېر شمیر باوري وو، پردې نه وو توانیدلي، چې هغو سترو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي، چې خلکو له سترې غمیزې وروسته رابرسېره کړې وې، خپل ځوابونه یې په مسیحي دین کې وموندل.

جستنیان طاعون یوازې بشر له منځه نه وړي!

دویم طاعون، چې مسلمانانو ته له تاریخي اړخه ارزښت لري، هغه جستنیان طاعون دی، جستنیان د ختیځ رومي دولت  له مخورو امپراتورانو څخه و، چې هغه مهال ورته ( بیزنطینین) ویل، دا مهم مشر و، چې د بیزنطیني ځواک بنسټونه  پر پښو ودرول او له پارسي امپراتورۍ سره یې جګړې کړې دي.د نړۍ په بیا جوړونه کې یې رول مهم وو. زیات شمېر لاسته راوړنې یې هم درلودې، لکه د جستنیان مشهور قانون، چې اوس نړیوال کلتور دی او په ډیری اورپايي قوانینو کې لوستل کیږي، رومي دولت، چې د جرماني قبائلو پر لاس ړنګ شو، جستنیان هڅه وکړه، چې ختیز او لویدیز روماني دولت سره یو ځای کړي، خو تقدیر بل څه غوښتل.

له  541 – 543 زپورې په بیزنطي دولت کې وژونکې وباء خپره شوه، له مصر پیل شوه او سر یې قسطنطینې، انادول او د شام هېوادونو ته ورسید. او ساساني دولت یې هم را لاندې کړ، وروسته دا وباء د جستنیان پر وباء مشهوره شوه.

دا طاعون/ وباء د محمد صلی الله علیه وسلم له پيداېښت دېرش کاله پخوا راڅرګنده شوه او بیزنطي او پارسي امپراتورۍ یې ډېرې کمزورې کړې، یوازې د قسطنطینې نیمايي استوګنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، له مصر سره سوداګري بنده شوه ځکه دوی داسې انګیرله، چې دا وباء له مصره ورغلې ده.

معاصر څیړونکي وايي، چې وباء په مصر کې نه ده راپیدا شوې بلکې د سوداګریزو کښتیو پر وسیله له منځنۍ اسیا د هغو موږکانو پر وسیله ور انتقال شوې وه، چې د انسان ته د ورږې له لارې ور رسیږي.

وروسته بیا دا وباء د اروپا مختلفو بندرونو ته ورسیده، ډېر انسانان یې ووژل، هغه مهال د انسانانو شمېر  دوه سوه ملیونو ته رسیده، چې ډیرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، پوځ زیانمن شو، د دولت عوائد بیخي کم شول خپل ځان یې نه شو ساتلې، جستنیان اړ شو، چې مالیه پورته کړي، له دې هر څه امپراتوري ژوندۍ وه له پارس هغې سره یې جګړې هم وکړې، خو همدا وباء یو له هغو لاملونو و، چې بیزنطي او پارسي دولتونه یې دومره کمزوري کړل، چې شپږ لسیزې وروسته دواړه امپراتورۍ د مسلمانانو پر لاسونو له منځه ولاړې.

وباء  ناڅاپي نه ورکیږي، د څو کلونو لپاره غلې شي وروسته بیا سر راپورته کړي او دومره قوي شي، چې دانساناو پر مرګ تمامه شي.

د جستنیان وباء په  تداوم په ۶۳۰ ز کې د فلسطین په عمواس سیمه کې د عمواس په نوم بله وباء راڅرګنده شوه، لامل یې همدا بکتیریا وه، یو ځل بیا خپره شوه او ډیری انسانان یې ووژل، ویل کیږي، چې دا تر ټولو سخته وباء وه د نړۍ هرې برخې ته ورسیده، چې دنړۍ په تاریخ کې تر ټولو زیاته مشهوره شوه، له ۸۰۰ ز کال  راوروسته د ( تور مرګ ) په نوم مشهوره شوې ده.

تور مرګ  او د اروپايي عقلانیت زیږیدل

په ۱۳۴۸ ز کې انسانیت له سترې غمیزې سره مخ شو،چې  د تور مرګ، Black Death په نوم یادیږي، په منځنۍ اسیا او چین کې یې ډېر خلک ووژل، د چین  د۴۰٪ استوګن یې ووژل، هغه مهال د وباء د قربانیانو شمېر ۹۰٪ ته رسیدلې و، څوک به، چې پر وباء اخته شو یوه یا دوه ورځې به ژوندی و، له منځنۍ اسیا څخه  اروپا ته په پنځلس کلونو کې رسیدلې وه هغه مهال لارې اوږدې او سوداګري کمه وه.

داتمې میلادي پیړۍ په نیمايي کې د مسلمانو تاریخپوهانو په ادبیاتو کې دا وباء د ( عامې وباء) په نوم مشهوره ده، دهغو مسلمانو تاریخپوهانو، چې په شام او مصر کې یې ژوند کاوه د همدې وباء په اړه ډارونکي خبرونه شته، ابن الوردي، چې په مصر کې یې ژوند کاوه د هغې ناروغۍ په اړه کتاب لیکلی دی، چې دا پرې اخته و، چې وروسته بیا له همدې ناروغۍ ومړ، نوموړی لیکي: یوزاې په قاهره کې د ورځې له ۲۰ زره زیات انسانان مړه شوي وو، څوک نه، چې مړي ښخ کړي، د مړو ښخول سخت کار و، ډیری به له دې ډاره تښتیدل، چې وباء یې ونه نیسي.

هغه مهال د ګردې نړۍ شمېر ۴۷۵ ملیونه و، چې همدې وباء په ۱۳۴۸ ز کې  ۱۰۰ ملیونه انسانان، چې د نړۍ د ټول نفوس درېیمه برخه یې جوړوله وژلي وو، همدې وباء په  دریو میاشتو کې  دنړۍ ۲۰٪ انسانانو ژوند اخستې وو. د څیړونکو له انده وباء همداسې خپریده، چې د اوږدو کلونو لپاره یې خلک وژل، چې شمېر یې ۲۰۰ ملیونو ته ورسیده.

لکه څرنګه، چې جستنیان وباء بیزنطي دولت له پښو وغورځوه او اسلامي هغه راوزیږیده، همدا راز سترې یا تورې وباء په اروپا کې منځنۍ پیړۍ پای ته ورسوله  او دپرمختګ د عصر پیلامه شوه. ددې ډېر لاملونه دي، کله، چې دا وباء رامنځته شوه ډیری قربانیان یې بیوزله او غریب انسانان وو.

په څوارلسمه پیړۍ کې په اروپا کې فیوډالیزم  خپل اوج ته رسیدلی و او اقتصادي سیستم پر همدې فیوډالیزم ولاړ و، پانګوالو پراخه ځمکې را لاندې کړې وې او بیوزلو په کې د مریانو په څېر کار کاوه، له  وباء وروسته  پانګوالو دومره څوک نه شو پیدا کولای، چې د دوی په ځمکو کې کار وکړي ځکه ډیری بزګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، شمېر یې ډېر کم و،  کاریګرو به ډېر مزد او ډېره ازادي غوښته وروسته بیا په ټوله اروپا کې د مریتوب او فیوډالیزم د ختمولو خبره راپورته شوه.

​پانګوالو هڅه وکړه، چې   بېرته واک  او کنترول تر لاسه کړي، خو بیوزله بزګرانو بیا وخت ورنه کړ، ځکه تاریخپوهان وايي: همدې تورې وباء فیوډالیزم له منځه یوړ او اغیز یې تر دین ورسیده، کلیسا، چې  سیاست او دیني  په لاس کې نیولې و واک او صلاحیت یې کاواکه شو، د تورې وباء پر وړاندې ناتوانه او عاجزه ولاړه وه.

څوارلسمه پیړۍ په نړیواله کچه له طلايي پیړیو څخه شمېرل کیږي، اسلامي نړۍ طلايي پېر او عصر کې ژوند کاوه، نړۍ پردې باور وه، چې مسلمانان په علم، رورغتیا، فلک ، هندسه ، انساني تمدن او د ژوند په مختلفو برخو کې ډېر پرمختللي دي.

اروپایانو  په اندلس کې لیدل هغه څه لیدل، چې دوی په خپلو پوهنتونو، کلیساوو او فرهنګیانو کې نه لیدل، اندلس هغه مهال دتمدن او پرمختګ اوج ته رسیدلی و او اروپا خپلې سختې او تیاره شپې تیرولې، ټول پوهیږو، چې د اروپا نخبه ګانو او مذهبي چارواکو به د طب په برخه کې له مسلمانو ډاکترانو مرسته غوښته، هغه مهال په اروپا کې طب  ګوډې  او جاودو و.

سترې وباوې د دین او ژوند په اړه  بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي، انسان باید څه وکړي، چې له دې پړاوه تېر شي.

کلیسا به ویل  وباء  د الله پاک له لوری یو عذاب دی، چې دخلکو د ګناهونو له کبله  پر دوی نازله شوې ده، خو په دې کې پاتې راغله، چې ددې عذاب له لرې کولو لپاره حلار وړاندیز کړي.

دا مهال نو خلکو نورو لارو چارو ته مخه کړه او هڅه یې کوله، چې د ستونزې حقیقت معلوم کړي، چې وروسته بیا خبره د اروپايي عقلانیت تر بریده ورسیده، چې  پیل یې له اندلسه وشو او په شپاړلسمه او اولسمه پیړۍ کې ټوله اروپا د پرمختګ او علم له کاروان سره یو ځای شوه.

تاریخپوهان وايي: همدا ستره وباء د اروپايي نهضت او پرمختګ پیلامه شوه، فیوډالیزم له منځه ولاړ، د اروپايي عقلانیت  پړاو پیل  شو، چې وروسته بیا د نهضت پړاو ته ورسید، پر عام ژوند په ځانګړې توګه په سیاست او علم  د کلیسا اغیز او واک محدود شو.

د تورې وباء له راڅرګندیدو راهسې او له دې وړاندې د انسانانو دومره مړینه نه وه ثبت شوې لکه په توره وباء کې، چې ثبت شوې ده، بشریت دوه پیړۍ انتظار وویست، چې  ددې وباء د قربانیانو ځای ډک کړي.

د بریا مزه او د والګي ډار!

څلورمه وباء هسپانوي والګی دی، چې د۱۹۱۸- ۱۹۲۰ ز کلونو ترمنځ ، له لومړۍ نړیوالې جګړې راوروسته  د HINI ویروس له کبله رامنځته شوې ده، پر هسپانوي ددې لپاره مشهوره نه ده، چې په هسپانیه کې رامنځته شوې ده، بلکې هغو کسانو، چې په دې اړه خبرې او معلومات وړاندې کول هغوي هسپانویان وو.

هغه مهال په هسپانیه کې ورځپاڼو یو څه ازادي درلوده او نوره نړۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې له کبله سرګردانه وه د مرګ او مړینې خبرونه یې دومره نه څارل ځکه تازه دا جګړه پای ته رسیدلې وه او د وباء دخپریدو لامل هغه سرتیري وو، چې د اروپا په مختلفو برخو کې  یې جګړې کړې وې او وروسته بیا خپلو کورونو ته راستانه شوي وو، دوی د بریا له خبرونو سره یوازې دا وژونکی ویروس هم خپلو سیمو ته ولیږدوه، چې د خلکو ترمنځ یې ډار خپور کړ.

هغه مهال ډېرو مړو او سختې بیوزلۍ د والګي کچه لوړه کړې وه، نږدې ۵۰۰ ملیونه انسانان پر وباء اخته شوي وو، دنړۍ په مختلفو برخو کې  له ۷۰۰ – ۱۰۰ ملیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې و، ددې وباء اغیز له  تورې هغې له ۲۰-۳۰٪ کم و ځکه د نړۍ نفوس یو ملیار او ۹۰۰ ملیونه اټکل شوی و.

همدا ویروس  د موسمي والګي په بڼه د یوه موجود په توګه پاتې شو، چې په ۲۰۰۹ ز کې د خنزیرانو د والګي په بڼه بیا را ژوندی شو، دا وباوې نه مري، بلکې د اوږده وخت په تیریدو ځینې مهال کلونو ته رسیږي بېرته را ژوندې کیږي، خو اوس انسانیت هم ډېر پرمختګ کړی دی، ویروس ضد درمل او واکسیون یې تولید کړی، چې دخپل بدن مقاومت پرې پیاوړی کړي، انسانان اوس کولای شي، چې د واکسیون او یا طبیعي مقاومت له لارې تر هغې له ویروس سره مقابله کولای شي، چې ویروس  بیا راڅرګند شي او نوې بڼه یې غوره کړې وي.

پرمختللي ویروسونه پرمختللې نړۍ ګواښي!

موږ  اوسمهال پرمختللې نړۍ او ژوند لرو، کرونا یا کوویډ ۱۹  د ویروس لومړنی نسل نه دی دا د همدې کورنۍ ( کرونايي ویروس) شپږم نسل دی، د هغو پخوانیو وباوو په نسبت په دې کې د انسان دمړینې کچه ډېره ټېټه ده، ځکه د انسان د روغتیا او معافیت واک له پخوا څخه څو ځلې زیات شوې دی، لکه پاکوالی، د درملو پرمختګ، د خوړو او مقاومت زیاتوالی، ډیری سترې وباوې وروسته له هغې رامنځته شوې دي، چې انسان لوږې او خوارځواکۍ ښه ځپلی او کمزوری کړی دی.

نن ورځ په نړۍ کې روغتیايي وضعیت له پخوا ډېر ښه دی، خو ویروسونه هم پرمختللي شوي دي او کولای شي، چې پر نوې بڼه ځانونه راڅرګند کړي.

​دا واقعیت څه مانا؟ د راتلونکي لپاره احتمالي سیناریو؟

​مختلفې څیړنې وړاندوینه کوي، چې سمدلاسه داسې حللار نشته، چې د ویروس  د خپریدو مخه ونیسي، اوس ګرده نړۍ په ټپه ولاړه ده، حکومتونه به هم ډېر ژر په ټپه ودریږي ځکه دا ناروغي ډېره ژر انتقالیږي ځکه خو نړۍ ته په کار ده، چې خپلې دروازې وتړي، ټوله نړۍ به ډېر ژر او په یوه وخت کې د جمود پړاو ته ننوځي پخوا داسې بېلګې ډېرې کمې لیدل شوي دي.

په مختلفو تاریخي پړاونو کې داسې نه دي شوي، چې مسجدونه دې وتړل شي لکه نن ورځ، چې په مختلفو هېوادونو کې دا کار وشو، دا اواز، چې ( په کور کې لمونځ وکړئ) دومره چا نه وو اوریدلې، یوازې مو د سیرت په کتابونو کې لوستي و، چې محمد صلی الله علیه وسلم دخپلو پلویانو داسانۍ لپاره یوازې دسخت باران پر مهال اجازه ورکوله، چې په کور کې لمونځ وشي، دیوې اونۍ په ترڅ کې  د نړۍ ډیری مسجدونه وتړل شول.

تر نامعلومې خبرتیا پورې فردي ازادي وځنډیده:

نن، چې څه ګورو پخوا یې چا اټکل هم نه کاوه، چې یوه ورځ به داسې راځي، مسجدونه، کلیساوې، عبادتځایونه به تړل شوي وي، خلک به په خپلو کورونو کې ناست وي، سوداګریز مرکزونه، سرحدونه او هوايي ډګرونه به بند وي، دا د انسانانو لپاره نا اشنا خبره ده، ځکه پ د سفر او ګرځیدا ازادي دمعاصر انسان  له سترو ازادیو څخه ګڼل کیږي، چې هر وخت یې زړه وشي دا کار کولای شي دا د انسان له مهمو حقوق څخه شمېرل کیږي.

تردې، چې انسان داسې انګیرله، چې هر څه دده په کنترول او لاس کې دي او دا یې له وسه پوره ده، چې نږدې هوايي ډګر ته ولاړ شي او دخپل خوښې ځای ته وخوځیږي، ویروس راپیدا شو او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې له کوره ووځي ان تردې، چې په خپل کور کې له نورو سره له  ډیرې ناستې پاستې ډډه وکړي.

دا هر څه نوي دي، پخوا چا پيژندل هم نه او نه یې چا اټکل کړی ، موږ نه پوهیږو، چې دا به کله ختمیږي، دا بیا له ګواښه ډکه خبره ده، چې ویروس به دوو یا دریو اونیو کې له منځه ولاړ شي، هر څوک، چې دا خبره کوي هغه تیروتی دی.

ځینې څیړنې ډېرې خوشباوره ښکاري او وايی، چې د روانې می میاشت تر پایه به ویروس له منځه ولاړ شي، خو موږ له دې زیات وخت ته اړتیا لرو، ځینې نور بیا وايي موږ له شپاړلسو تر اتلسو میاشتو پورې وخت ته اړتیا لرو، چې دا ویروس کنترول کړو.

نن، چې له څه سره لاس وګریوان یو ډېر وخت ته اړتیا لري، کېدای شي وضعیت یو څه بدلون ومومي خلکو ته  په مشروطه بڼه اجازه ورکړل شي، چې حرکت وکړي، خو دې کې شک نشته، چې د ویروس کنترول او له منځه وړل یا له خطرناک پړاو څخه  عادي هغه ته راګرځول ډېر وخت ته اړتیا لري کېدای شي دوه کاله وخت ونیسي.

د نوۍ نړۍ زیږون !

هغه نړۍ، چې موږ پيژنده هغه اوس له منځه ولاړه، ډېر ژر به نوې نړۍ وزیږیږي، نړیوالتوب  اوس له خپونکي ګواښ سره مخ دی، سرحدونه تړل شوي او نړیوالتوب ختمیږي.

نړیوالتوب په  پیل کې اقتصادي و، بیا ټیکنالوژیک او کلتوري شو، نن ورځ له انسان  راوروسته اقتصاد د کرونا ویروس ستر قربانی دی، انسان مري او ځوریږي، سره له دې، چې د مړینې کچه دومره لوړه هم نه ده، خو له مرګه ډار اوس دانسانانو ستره ستونزه ده.

اوس ستر ګواښ اقتصادي دی، انسان نن ورځ بېساري اقتصادي سقوط ګوري، نړیوال اقتصاد په تیرو څو کلونو کې له ترینګلي حالت راوتی و، موږ د نوي نړیوال اقتصادي کړکیچ اټکل کړی و، چې رامنځته کیږي به، خو دا هېچا دا اټکل نه و کړی، چې دومره ژر او هغه هم د ویروس له لارې.

نن ورځ د نړیوالو بازارونو ونډې  هغې درجې ته رسیدلې دي، چې یوازې په تاریخي کړکیچونو کې به یې ساری لیدل کېده، اوس بازارونو د ۱۹۲۹ او ۲۰۰۸ ز  په څېر زیان لیدلی دی.

ډیری اقتصادپوهان پردې باور دي اوس، چې څه روان دي دا له هغه ډېر بد دي، چې پخوا پېښ شوي وو، لامل یې دادی، چې نړیوال اقتصاد اوس د بل هر وخت په پرتله پر نړیوالتوب او د مرکب اتصال پر حالت ډډه لګولې ده، اوس ټول یو له بل اغیزمنیږي، له کومې ورځې، چې دا کړکیچ په چین کې رامنځته شوی دی د نړۍ په نورو برخو کې بازارونه ترې اغیزمن شوي دي.

د تیلو بازار هغه مهال مخ پر ځوړه او کاواکه شو، چې چینیانو خپلې فابریکې وتړلې او تیلو ته نوره اړتیا نه وه، وروسته بیا ولیدل شول، چې تیل د هرې ورځې په تیریدو خپل نرخ له لاسه ورکوي، په تیرو کلونو کې د تیلو نرخونه تر ۲۸ ډالرو راښکته شوي وو اوس د کرونا ویروس له کبله ۲۰ ډالرو ته راښکته شوي دي.

لومړنی تاواني … وروستی ګټیالی …. د اقتصاد بیا غوړیدل !

چین په ټوله مانا سخت زیان ولیده، خو له نورې نړۍ به لومړی  ژر روغ او اقتصاد به یې بیا وغوړیږي، دنورې نړۍ په پرتله به د چین د ودې کچه ډېره ښه وي، داروپا او متحده ایالاتو په پرتله د چین اقتصادي ځواک ډېر دی او لاملونه یې هم دوه دي:

لومړی: په چین کې حکومت د یوه ګوند دی، مرکزي حکومت دی په ټوله مانا د خلکو پر ژوند او برخلیک واکمن دی، اروپايي هېوادونه بیا داسې نه دي هلته د ژوند بڼه  له چین سره توپیر لري.

دویم : د چین سوداګري او صنعت، چې اوسمهال زیانمن شوی دی  نړۍ ورته اړتیا لري، اوس چینايي فابریکو بېرته  فعالې شوې دي، نږدې ۹۰٪ فابریکو تولیدات پیل کړي دي.

په راتلونو ورځو کې به چینايي اقتصاد دوه کاره وکړي لومړی به ګردې نړۍ ته هغه څه صادروي، چې اړتیا ورته لري او دا به د پخوا په پرتله زښت زیات وي لکه طبي وسایل لکه ماسکونه، تنفسي وسایل او نور … نړۍ به پر چینايي فابریکو یرغل وکړي او د اړتیا وړ توکي به ورڅخه رانیسي.

چین به دا مهال دوه موخې تر لاسه کړې وي ، لومړی: اقتصاد به یې وغوړيږي او د نړۍ په کچه به یې خپل ستراتیژیک مقام بېرته تر لاسه کړي او د هغو دولتونو په کتار کې به ودریږي، چې وده کوي، که چیرې وده ونه وکړي اقتصاد به یې کاواکه شي او دا یې سیاسي نظام له ګواښ سره مخ کوي د همدې لپاره چین به ډېر ژر له اقتصادي اړخه وغوړیږي.

دویم : چین به هڅه وکړي، چې یو شمېر هېوادونه راخپل کړي او له ویروس سره د مقابلې لپاره یې له تجربو او وړتیاوو ګټه واخلي.

چین اوس مخ پر رغیدو دی، دا ډېر مهم خبر دی، خو پردې نه پوهیږو، چې کله به په بشپړه توګه تولیدات پیلوي او څرنګه به یې دا تولیدات نورې نړۍ ته رسوي؟

اروپا … اقتصادي کړکیچ … نژاد پالنه

ټولو ته څرګنده، چې اروپا له سخت کړکیچ سره مخ ده، موږ پوهیږو، چې اروپا له اقتصادي ستونزو سره لاس وګریوان ده تر اوسه د ۲۰۰۸ ز  مالي کړکیچ اغیز نه دی ورک شوې، اقتصادیې نه دی غوړیدلی.

یونان، ایسلینډ، ایټالیه، پرتګال او هسپانیه بیا له ستونزو سره مخ دي په ځانګړې توګه ایټالیه، هسپانیه او فرانسه، چې هر څه یې ټړلي دي، د اروپا سویل د شمال په پرتله  ډېر زیانمن دی، دبېلګې په توګه د سویلي اروپا د نورو هېوادونو په پرتله جرمني پر وضعیت ډېر واکمن دی ، همدا راز د شمالي اروپا پاتې هېوادونه د خپل پیاوړي اقتصاد ،ټولنیز سیستم او د ټولنیز پانګواګي سیستم له کبله یو څه واکمن دي.

هغه بیوزلي، چې موږ د تېرو کلونو په پیل کې لیدلې وه اوس به نوره هم زیاته شي کېدای شي د یورو په سیمه کې د نظام په ړنګیدو تمامه شي، په اروپا کې به  د نژادپالنې نوې څپه رامنځته کړي، ځکه  له ۲۰۰۸ ز راهسې په اروپا کې  د کډوالو له کړکیچ راوروسته نژاد پالنه  زیاته شوې ده. سختدریځه ښي اړخه ګوندونه د ودې په حال کې دي او په ځینو هېوادونو کې یې حکومتونه نیولي دي، نن ورځ موږ ګورو، چې دویروس پر مهال او له دې وروسته  دنژادپالنې څپه رامنځته شوې ده، د سرحدونوتړل له اقتصادي رکود سره تړاو لري، ټول خلک به لومړی د ځان په اړه فکر کوي بیا دنورو په اړه، اروپايي خواخوږي اوس له منځه تللې ده او پر ځای یې نژادپالنه مخ پر زیاتیدو ده. اوس به دا غږونه اورو، چې ایټالیه لومړۍ، هسپانیه لومړۍ او یونان لومړی … دا ډول اوازونه او چیغې به د اروپايي تړاو پر حساب وي.

له اقتصادي زیان وروسته د روان کړکیچ  دویم اغېز د نړۍ په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په اروپا کې د نژادپالنې څپه ده، چې راپورته شوې ده، دا پر موږ د مسلمانانو په توګه هم اغیز لري ځکه اسلامي نړۍ له اروپا سره اړېکې ، راشه درشه لري هلته مسلمانان د لږه کیو/ اقلیتونو په توګه ژوند کوي.

نوې برخلیک ټاکونکې پوښتنې!

نړۍ به ډېر ژر د ژوند په اړه د نوو ماناوو پوښتنو لړۍ راپیل کړي، په دې مانا، چې دین، عقیده او فلسفه به ډېر ژر د انسانیت او ژوند د مانا او تعریف په اړه خبرې او بحثونه پیل کړي.

اوس خلک پوښتي، چې له دیني او انساني اړخه به له  دې ستونزې سره څه ډول ژوند کوو.

په ټولو سترو ستونزو او کړکیچونو کې  دوو بهیرونو انسانیت په خپل ګروت/ کنترول کې نیولی دی یو یې انساني بهیر دی او بل یې مادي.

انساني بهیر  هر انسان ته په مساوي سترګه کتلي دي یو انسان له بل هغه سره په ټوله مانا برابر حقوق لري او مادي بهیر بیا وايي: پیاوړی او ځواکمن یوازې د ژوند حق لري او کمزوری که مړ شي دا نو د طبیعت منطق دی،  د( وړ باید پاتې شي) دا د داروین منطق دی، چې مطلق مادي هغه دی.

دا انسانیت ته د هټلر او سټالین له دریځه کتل دي، کمزوری به وژل کېده، نن ورځ هم په شمالي کوریا کې په روغتونونو کې کمزوري وژل کېدل، چې دولت یې د درملنې له  باره خلاص شي.

ایټالیه، چې په اروپا کې یې د پرمختګ Renaissance پېر  راپیل کړې و، د SIAARTI مرکز یو سند خپور کړی ، چې ډاکترانو ته یې سپارښتنې کړې وې، هر هغه ناروغ، چې عمر یې له  ۶۵ کلونو ډېر وي، پر کرونا ویروس نه وي اخته، خو بله سخته ناروغي ولري  باید روغتون ته له ننوتلو منعه شي( پریږدې، چې مړ شي). لامل یې دا ښودلی دی، چې د تنفس وسایل ډېر کم دي، دا سپارښتنې ددې لپاره شوې دي، چې روغتیايي کدرونه له هغو اخلاقي ستونزو خلاص کړي، چې د ناروغانود درملنې پر مهال ورسره مخ کیږي.

د بېلګې په توګه که ۱۰۰ ناروغان راغلل او له طبي کدر سره ایله ۲۰ د تنفس وسایل وو، لومړیتوب به چا ته ورکوي؟ ایا هغه ځوان به ټاکي، چې د روغتیا هیله یې شته، چې روغ به شي او په ټولنه کې به د فعال وګړي په توګه ژوند کوي او که هغه بوډا، چې د رغیدو تمه یې نشته؟

داانساني ستونزه په ټولو وباوو کې وه، د هغې وباء په اړه، چې اروپا یې ځپلې وه تاریخپوهان لیکي:  کله به، چې چارواکي خبر شول، چې پلانی ناروغه دی، سپارښتنه به یې وکړه، چې کور یې وتړې، د یاد ناروغ د کور دروازه به یې د خټو او تیږو پر وسیله بنده کړه او ناروغ به په خپل کور کې بند شو، چې هملته مړ شي او ناروغي یې نورو ته انتقال نه شي.

نو دا کلتور، چې یوازې ځواکمن د ژوند حق لري او کمزوری ناروغ باید ومري مطلق مادي کلتور دی، چې په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې و، اوس یې ګورو، چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې بیا خپور شوې دی.

دا له اخلاقي او اسلامي کلتور سره ټکر لري، اخلاق او اسلام حکم کوي، چې  سپین ږیرو او کمزورو لاسنیوی باید وشي، مرسته ورسره وشي.

له موروپلار سره  مرسته  پر الله پاک له ایمان سره تړلې ده، دا نو له مادي منطق څخه ډېره لرې خبره ده، اوس به د نړۍ په مختلفو برخو کې انساني او مادي  مکتب سر راپورته کړي او د دوی ترمنځ به ټکر  رامنځته کیږي.

( مړي مو راوباسئ) دا هغه انځور دی، چې په ۱۶۶۴ ز  کې په لندن کې  د تورې وباء پر مهال کښل شوی دی، انځور کې هغه ګاډۍ ښکاري، چې مړي به یې لیږدول، پر وباء د اخته  کسانو پرکورونو به دسور صلیب  نښه انځور شوې وه او دا لیکل به پرې شوي وو( الله دې پر موږ رحم وکړي).

په رسمي سند کې د وباء له خپریدو سره باید څه وشي  سپارښتنې وې، چې یوه یې دا وه، ناروغ باید تر مرګ پورې په خپل کور کې پاتې شي.

د دیني خطاب نوښت ته اړتیا ده!

د دین دودیز او میراثی مفهوم او رول به کمزوری شي، دینونه په ځانګړې توګه عیسویت، یهودیت  ان په دودیزه بڼه اسلام نه شي کولای، چې هغو پوښتنو ته ځواب ووايي ،چې په راتلونکي پړاو کې به ورسره خلک مخامخ شي، د خلکو اړتیا به هغه دیني خطاب ته ډېره شي، چې عقل ته نږدې وي او دا وړتیا ولري ،چې له واقعیت سره تعامل او چلند وکړای شي او هغه بدلون هضم کړي ،چې په راتلونکو کلونو کې به ټول بشریت ګواښي.

اوس دېته اړتیا ده، چې دیني خطاب  انسان له اوسنۍ کچې ډېر لوړ کړي، مسلمانان به دېته د یو فرصت په توګه وګوري، چې دودیز او میراثي خطاب او وینا، چې د تاریخ او فرهنګ په کتابونو کې یې ګوري یو نړیوال انساني خطاب او وینا ته لوړ کړي، چې پر ارزښتونو او د نوي عصر له  روان سره جوړ وي. وبه کولای شي، چې نوې تمدني بېلګه وړاندې کړي.

د حرص تمدن د ګړنګ پر غاړه !

څلورم ټکی، چې نړیوال انساني واقعیت به بدل کاندي هغه  د نړیوالې اقتصادي بېلګې لټول دي، چې له ثبات او عدالت څخه برخمنه وي.

ننۍ اقتصادي بېلګه، چې موږ یې ګورو، زموږ حرص دومره زیات کړی او هغې درجې ته یې رسولی دی، چې پخوا یې بېلګه نه وه او له داسې کړکیچ سره یې مخ کړي یو، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوې.

له ۱۹۲۹ څخه تر ننه موږ په بحراني وضعیت کې ژوند کوو، خو حرص او تمه مو هره ورځ زیاتیږي ۱٪ انسانان دومره شتمني لري، چې  د ۳.۸٪ بلیونو انسانانو له هغې سره برابره ده.

دا وضعیت د تداوم وړ نه دی،  څرنګه کولای شو، چې د نوي نړیوال اقتصاد لپاره نوي فکرونه راوپنځوو؟ دا نړیوال انساني بحث دی، چې په راتلونکو ورځو کې به لا ګرم شي او هڅه به کوي ،چې دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړي.

په تېرو ورځو کې داسې مقالې ولیکل شوې، چې ټولو د هر انسان لپاره د اساسي عاید فکر minimum basic income وړاندې کاوه، هر انسان باید دومره څه تر لاسه کړي، چې له درناوي ډک ژوندولري، دا فکر ډېر پخوا رامنځته شوی دی، خو پر دې بریالی نه شو ،چې د نړۍ په کچه خپور شي، خو اوس یې په اړه خلک  خبرې کوې.

په دې اړه هم خبرې کیږي، چې د بډایه او بیوزله ترمنځ باید فاصله کمه شي، دا به په راتلونکې کې داسې فکرونه راوپنځوي، چې د ازاد بازار، د وال سټریټ ، اقتصادي نړیوالتوب له حرص سره په ټکر کې وي، ننی اقتصاد وحشي دی تر غمیزې تر بریده رسیدلی دی.

هره ورځ څو ټنه خواړه غورځول کیږي، خو له بلې خوا په میلونو انسانان د خوړو لپاره څه نه لري.

راځئ فکر وکړو، په متحده ایالاتوکې، چې د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد  د ښوونځیو شل ملیونه شاګردان کورونو ته نه شي تللې ځکه دوی پر هغه خوړو ژوند کوي، چې د ښوونځیو لخوا ورکول کیږي، ښوونځي ته د خوړو لپاره ځي. دا په نړۍ کې د پرمختللي هېواد حال دی، چې هر کال  تریلیون ډالر د وسلو پر جوړولو لګوي.

نن ورځ انسانان د لیونتوب درجې ته رسیدلي دي، بې حسابه پیسې د اتومي توغندیو پر جوړولو، دفضاء جګړې، ان پر هغو څیزونو، چې اټکلي، ناخیالي او ناشوني دي لګوي، د لیونتوب تر کچې د جګړو پر وسایلو لګښت کوي او دا یې له یاده وتې ده، چې یو څه پیسې  کولای شي انسانان له وباء وژغوري، موږ پخوا داسې انګیرله، چې یوازې زموږ نیکونه پر وباء اخته کېدل دا د مادي انسان ناکامي ده، اوس خو دانسان د کړنو له کبله په وچه او لمده کې فساد راڅرګند شوې دی.

په خلقت او نړۍ کې لاسوهنه

الله پاک ځینې لارې  او اصول ټاکلي دي، چې طبیعي انډول وساتي، که انسان دا لارې او اصول مراعات نه کړي او ګډوډ یې کړي اغیز به یې ویجاړونکی وي.

هر کله، چې د انسان له انسان او طبیعت سره اړیکه خرابه شي نو لوږه او ډار رامنځته کیږي،

په دې عصر کې، چې موږ ژوند په کې کوو، د مادي وحشت او ډېر حرص له کبله د انسان له انسان سره اړیکه خرابه شوې ده، یوسړی به سل ملیارده ډالره پانګه لري په مقابل کې به  ولسونه له ډیران خپل خواړه راپیدا کوي دا حالت معقول نه دی او نه د پایښت وړتیا لري.

بشریت اوس د طبعیت په برخه کې سرکښۍ ته مخه کړې ده د استرالیا او امازون د ځنګلونو اورلګیدنه یې ښه بېلګه ده، لیکوال وايي: د ځمکې سږي خراب شوي دي، دا ځنګلونه د انسان سربېره د نورو ژوندیو حیواناتو لپاره اکسیجن تولیدوي، د اقلیم دبدلون climate change له کبله یې اور اخستې دی، دا د انسان دحرص بله بېلګه ده.

کله، چې مې ولوستل  کرونا ویروس  دانسانانو سږو ته رسیږي، له ځان سره مې وویل: سبحان الله !  موږ دخپل حرص او تمې له کبله د ځمکې سږي ویجاړ کړل اوس  د سزا په توګه  زموږ سږي خرابیږي. زما د باور له مخې د انسان او طبیعت ترمنځ تړاو شته. څه، چې پر طبیعت تر سره کیږي زیان یې انسان ته رسیږي ځکه همداانسان طبیعي مخلوق دی، دا ژوندی موجود دی، چې په طبیعت کې ژوند کوي. اکسیجن، چې خرابه شي هوا او اقلیم، چې بدل شي همدا ضرر او زیان بېرته موږ  ( انسان) ته د وباء، ناروغیو، لوږې، بیوزلۍ، سیلابونو، توپان او اورلګیدنې پر بڼه راګرځي.

الله پاک، چې په وچه او لمده کې د فساد په اړه وايي  انسان ته یې  ضرر او سزا رسیږي، دا  د الهي سزا په توګه نه، چې له اسمانه را نازله شوې وي، بلکې دالله پاک په مخلوق او موجوداتو کې د لاسوهنې  او ګډوډۍ له کبله  ضرر او سزا ته، چې ټول انسانیت یې ګوري.

ځکه خو الهي سپارښتنو ته ژمنتیا د عزتمند  ژوند لپاره شرط او اړتیا ده، اوناکامي یې بیا یو یا دوو کسو ته سزا نه،د ځمکې پر سر ټولو مخلوقاتو ته  وي.

نن ورځ د انسان د کړنو له کبله ځمکه ناروغه ده، دا ناروغي بیا انسان، حیوان او ټولو مخلوقات ته لیږدول کیږي، په دې پیړۍ کې  دانساني مخلوق په توګه  باید پردې اعتراف وکړو، چې موږ د انسان په تاریخ کې تر ټولو بد مخلوق یو، موږ دالله په مخلوقات کې لاسوهنه کوو، طبیعي توازن مو له منځه وړلی دی، د انسان  د بې پایه حرص او تمې له کبله په لسګونو زره ډوله حیواني او نباتي موجودات له منځه تللي دي، زیان یې موږ ته راګرځي، څه، چې په طبیعت کې پېښیږي هغه په انسانیت کې هم کیږي.

جیو سیاسي بدلون

دکرونا ویروس ستراتیژیکې پایلې ډیرې پیچلې دي، موږ یې په اړه پریکنده حکم نه شو کولای اویا له ویروس وروسته نړۍ په اړه وړاندوینه وکړو،چې حتمي به داسې کیږي، خو ځینې نښې یې په ګوته کولای شو.
چین اوس بېرته رغیږي – په دې اړه لا وروستۍ خبره هم سخته ده- که چیرې دا فرض کړو، چې چین له دې وباء روغ راووت ، امریکا، اروپا او نور هېوادونه  اوس هم له دې ویروس ځوریږي او دا ناروغي په کې اوج ته رسیدلې ده، مانا یې داده، چې  چین به د اقتصادي او ستراتیژیک وضعیت له اړخه د نړۍ له نورو هېوادونو په غوره حالت کې وي.

که چیرې اوسنی اقتصادي  وضعیت همداسې مخ پر ځوړه و او خبره تر نړیوال رکود ورسیده، ډیری هېوادونه به دومره زیانمن شي، چې جبران به یې ناشونی وي، اقتصادي سیستم به له منځه ولاړ شي، صنعتي هېوادونه، چې اقتصاد یې پر صادراتو ولاړ دی او هغه، چې تیل تولیدوي له سختو ستونزو سره مخ شي.

له بل پلوه، د لیونغرت ولسمشر په شتون کې د امریکا وضعیت هم دومره نه دی، چې سړی پرې زړه وتړي، د امریکا انځور به ژر تت شي ځکه د کرونا د مهارولو لپاره امریکا چمتو نه ده د امریکا روغتیايي سیستم به ګډوډ شي ،چې دا خپله یوه ستونزه ده، کېدای شي دا سیستم د صحي بیمي له کبله، چې دومره ښه نه ده ړنګ شي.

د امریکا ډیری استوګن د درملنې لګښت نه لري کېدای شي دا هم یوه اندېښنه ده، چې کرونا ویروس به ژر د خلکو ترمنځ خپور شي او روغتونونه به یې د دومره ناروغانو د درملنې لپاره امکانات او ځای نه لري، دا بیا اقتصادي  رکود ته لار هواروي، امریکا نن مرګونی هڅه کوي، چې پردې کړکیچ برلاسی شي په تاریخ کې له داسې سخت روغتیايي واقعیت سره نه وه مخ شوې.

له څو کلونو راهسې د امریکا نړیوال مقام  پیکه شوې هغه پخوانی برم نه دی ورپاتې، کرونا به دا پروسه نوره تیزه کړي نور نړیوال قطبونه، چې چین یې په سر کې دی وار له مخه د نړۍ دمشرتابه لپاره رامخته شوي دي.

داسې ښکاري، چې نړۍ دې اقتصادي کابوس راويښه کړه، نړیوال اقتصادي توکي ټول په دې کې پاتې راغلل، چې له دې کړکیچ سره مقابله وکړي، ځکه ستونزه د پخوا په پرتله ډېره ستره ده.

ټرمب هم په خپلې وینا کې وویل: بازارونه به  ورغیږي او خپل طبیعي وضعیت ته به وګرځي، خو خلک او بیا په تېره بیوزله ډېر زیانمن شوي دي، ډیرو یې دندې له لاسه ورکړې دي یا لږ مزدتر لاسه کوي  دا د غمیزې پیل دی.

له کرونا وروسته به خلک پوه شي، چې ډیره پانګه یې له لاسه ورکړې ده، ډیری خلک به د پېر وپلور وس نه لري، نړیوال اقتصاد به دیوالي شوې وي، دا ټول ټولنیز او سیاسي اغېز لري، دا سمه ده، چې متحده ایالات اوس له ستونزې سره لاس وګریوان ده، څه وخت به بېرته عادي حالت ته راګرخي هېڅوک نه پوهیږي، زموږ د اټکل له مخې اروپا به له اقتصادي اړخه ډېره وځپل شي.

د منځني ختیځ او افریقیا د اقتصاد په اړه ځکه څه نه وایو، چې دا وار له مخه  په بد وضعیت کې دی، پرمختللي هېوادونه به ډېر تاون وکړي ځکه اقتصاد یې ستر دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close