دیني، سیرت او تاریخ

د ابو جهل زوی د الله د رسول صحابي

حمدالله فطرت

عکرمه بن عمرو بن هشام په توره وهلو او غیشي ویشتلو کې ځانګړی شهرت درلود، په قیافه او قدو قامت کې خپل پلار ابی الحکم”ابوجهل” ته ورته وو.

په بدر کې یې چي عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه ولید چې دده د پلار پر سینه ناست له ماتي خوړلي لښکر سره مکې ته راستون شو…

د فتح مکې په ورځ چې ټولو قریشو پریکړه وکړه چې جګړه به نه کوي، خو عکرمه یوه ټولۍ ځوانان پر فاتح لښکر برید کولو ته وهڅول… څو ګوتې په شمیر کسان چي پر لس زره کسیز لښګر برید کوي دا د جنون تر کچې دلاوري غواړي… خالد بن ولید رضي الله چې د عکرمه تر مسلمانیدو مخکې تر ټولو خوږ ملګری وو پر عکرمه او ملګرو یې برید وکړ دده ملګري یې قتل کړل او عکرمه یمن ته وتښتیدی.

له دومره سختې دښمنۍ سره سره بیا هم رحمة للعلمین ﷺ ورته دده د نیرمنې ام حکیم په لاس دده د سر امان ولیږی، کله چې د مسلمانیدو په نیت د مدینې پر لور راروان وو، رسول الله ﷺ صحابه و ته وفرمایل: د عکرمه پلار پسې بد مه وایاست ځکه مړي ته ښکنځل نه رسیږي خو ژوندي پرې خپه کیږي.

عکرمه رضی الله عنه چي مدینې ته داخل شو رسول الله ﷺ یې په ښه راغلاست کې ورته وویل: “مرحباً بالراکب المهاجر” هرکلی دي وي پر اس سپور مهاجر ته.

عکرمه رضي الله عنه له اسلام وروسته په حنین غزا او فتح طایف کې له رسول الله سره ګډون درلود او په یرموک کې د استشهاد کیسه یې د اسلام تاریخ یو زرین باب دی.

رضي الله عنه وارضاه.

حمدالله فطرت

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close