افغانستانروغتیا

د امرالله صالح نیمه کورنۍ او ددفتر غړي په کرونا وبا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح نیمه کورنۍ او ددفتر غړي په کرونا وبا خته شوي دي.

دا مطلب امر الله صالح په خپلې فیسبوک پاڼې څرګند کړی او زیاتوي، چې په هېواد کې د کرونا له امله د روان ناوړه حالت په اړه یې وړاندوینه کړې وه؛ خو په خبره یې که اوس هم خلک همکاري وکړي دغه ویروسي وبا ته ماته ورکولی شي.

نوموړي ددې ترڅنګ چې په کرونا وبا د خپلې کورنۍ او کاري دفتر د غړو اخته کېدو اندېښنه له خلکو سره شریکوله، خلکو ته په خطاب کې ویلي چې باید په خپلو ځانونو او کورنیو د زړه سوي له کبله روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

امرالله صالح په داسې مهال په کرونا وبا د خپلې نیمې کورنۍ او کاري دفتر یو شمېر غړو د اخته کېدو خبر ورکوي، چې په هېواد کې د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو ترمخه له ۱۸ زرو ډیر افغانان په کرونا وبا اخته شوي، چې له دې ډلې څخه ۱۴۰۰ تنه یې بیرته رغیدلي او ۳۰۰ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

صالح! راسه توبه وباسه د غلامی توک د غاړی څخه خلاص که او د خپلو اسلامی وړونو په بغل کی ودریږه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close