افغانستان

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ یو پولیس له رینجر موټر سره طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار د امنیه قومندانۍ اړوند یو پولیس له خپل رینجر موټر سره یوځای په خوګیاڼو ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې طالبانو ته تسلیم شوي پولیس د امنیه قومندانۍ په امنیت آمریت کې له کلونو راهیسې د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی زیاتوي، چې د پولیس لخوا طالبانو ته د سپارل شوي رینجر موټر د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي؛ خو د رسنیزو راپورنو ترمخه د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي عسکرو ته د طالبانو د مشرتابه له عامې بښنې وروسته طالبانو ته د تسلمیدونکو دولتي عسکرو او چارواکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یوه میاشت مخکې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان او د مرستیال والي مسعود بختور پلار تورن جنرال عبدالجلیل بختور هم له خپلو ټولو وسله والو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x