افغانستانروغتیا

د هرات د حوزوي روغتون ۶۰ سلنه ډاکټران او کار کوونکي په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د هرات د حوزوي روغتون مسئولین وايي، ددې روغتون ۶۰ سلنه د رهبرۍ غړي، روغتیايي متخصصین، ډاکټران، روغتیاپالان او عام کار کوونکي په کرونا وبا (کوویډ۱۹) اخته شوي دي.

د یاد روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي چې خپله هم په کرونا وبا اخته دی رسنیو ته ویلي، ددې روغتون یو شمېر نور کار کوونکي هم د کرونا وبا شکمنې نښې لري، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې یې روغتیايي ازموینې ترسره شي.

نوموړی زیاتوي، یو شمېر ډاکټران د قرنطین مودې له پوره کېدو وروسته بیرته خپلو دندو ته راګرځېدلي؛ خو د کرونا په وبا د اخته ناروغانو ستونزو ته د لاسرسي لپاره هڅې رواني، چې په دې روغتون کې نوي کار کوونکي وګومارل شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د هرات د ۶۰۰ بستریز حوزوي روغتون په بیلابیلو څانګو کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه روغتیايي متخصصین، ډاکټران، روغتیاپالان او عام خدمتګاران په دندو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ په هرات کې د کرونا وبا د تشخیص او درملنې شیدايي روغتون ۱۳ تنو ډاکټرانو له دې امله  ډله ییز استعفا ورکړه، چې په خبره یې د چارواکو لخوا سختو وضع شوو مقرراتو یې ژوند د کرونا وبا له خطر سره مخ کړی ؤ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو ترمخه دا مهال په هېواد کې ټولټال ۱۸۰۵۴ تنه په کرونا وبا اخته دي، چې له دې ډلې څخه ۳۰۰ تنه وفات شوي او ۱۵۸۵ تنه نور بیا بیرته رغیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

عجیبه ده !
په ۲۰۰۰ کارمندانو کی ۱۲۰۰ یی په وبا اخته سوی او که د وبا د بیری یی ځانونه خوندی کړی او یا استراحت ته ورکړی .؟
په ټوله هیواد کی دا ۱۹۰۰۰ وبا نیولی به نو یوازی طبی کارکونکی وی که څنګه ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x