خبرتیاوی او پیغامونه

د شهید مولوي محمد ایاز نیازي د مظلومانه شهادت په اړه د حضرت احمد امین جان اغا مجددي د تسلیت پيغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد نامتو دیني عالم او د وزیر اکبرخان جامع مسجد امام او خطیب په داسي حال کې په شهادت باندي رسېږي، چې د الله تعالی په کور(مسجد)کې د الله تعالی په عبادت بوخت و.

انالله و انا الیه راجعون

موږ د هیواد د دیني حلقو، مدارسو او خانقاوو په استازيتوب پر شهید مولوي محمد ایاز نیازي ترسره شوی برید له وحشت  او بربریت ډک د غندنې وړ جنایت بولو،  په حقیقت کې دا برید د اسلام د دښمنانو او شیطاني استخباراتي کړیو له خوا پر اسلامي شعائرو او دیني مقدساتو برید دی.

موږ ددې برید د غندني ترڅنګ د دغه ستر جرم مرتکبینو ته د اشد مجازات غوښتنه کوو، شهید مولوي محمد ایاز نیازی د هیواد یو خواخوږی ملي،علمي ،روحاني او داعي شخصیت وو الله تعالی دي د نوموړي شهید اروا ښاده او جنت الفردوس ځای کړي. آمین

موږ په دې ستر غم کې د مرحوم استاد مولوي محمد ایاز نیازي د کورنۍ، دوستانو ،مینه والو او شاګردانو سره ځان شریک بولو، الله تعالی دې هېواد په دیني او علمي خاندان کې د نوموړي تشه  په خلف صالح او نعم البدل ډکه کړي.

و ماذلک علی الله بالعزیز

والسلام

حضرت احمد امین جان مجددي جانشین خانقاء نقشبندیه مجددیه او حضرات کابل

في ډي ایف فایل یې له دې ځایه کښته کړئ

د شهید مولوي محمد ایاز نیازي د مظلومانه شهادت په اړه د حضرت احمد امین جان اغا مجددي د تلسیت پيغام

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close