نظــر

ډاکټر نیازی چا او ولې و واژه؟!

شاهد (غزنیوال)

وړمه ورځ ماښام مهال د وزیر اکبر خان مینې جامع مسجد امام او خطیب ډاکټر محمد ایاز (نیازی) د مسجد په دننه په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د وزیراکبرخان غوندې خوندي ساحې، په تیره د وزیر اکبرخان مسجد ته بم رسول او هلته ځای پرځای کول د سیمي د امنیتي ځواکونو له مرستې پرته ناشونی کار دی.

ځکه یاده سیمه د دولت د امنیتي پلان له مخې په ګرین زون کې شامله ، لویشت ، لویشت یې تر کلکو امنیتي تدابیرولاندې او د تګ راتګ ټولې لارې یې په څارونکو کامرو پوښل شوې دي.

تر دې چې د یادې سیمې اوسیدونکي هم خپلو کورنو ته د ورتلو په مهال د امنیتي موظفینو لخوا تر څارنې لاندې او وسائط یې د هغوي لخوا ټینګ تلاشي کیږي.

ډاکټر محمد ایاز (نیازی) د سولې شهید:
شهید ډاکټر محمد ایاز (نیازی) له مشهور لیکوال او سیاسي تحلیلګر شهید احمد وحید (مژده) وروسته دوهم کس دی چې په داسې مرموز ډول په کابل کې د رژیم د امنیتي پوستو په سیوري کې شهید کیږي .

دوی دواړو هم د اشغال ضد مفکوره لرله او هم په واقعي ډول د ریښتیانۍ سولې پلويان وو.

لکه څومره چې شهید مژده په رسانه يي او تبلیغاتي ډګر کې د اشغال او د هغه د ملاتړو سر سخت مخالف و ، شهید نیازی تر هغه زیات په مذهبي او علمي حلقاتو کې د اشغالګرو مخالف او په هرمناسبت کې به یې د اشغال ضد وینا کوله.

شهید نیازی سربیره پردې چې یو علمي شخصیت او د وزیر اکبرخان غوندي مهم مسجد خوله ور خطیب او امام و، په ولسي خلګو کې یې مذهبي نفوذ هم ډیر زیات و .

همدارز نوموړی د کابل پوهنتون داسې استاد و چې په زرګونو محصلین یې له اشغال ضد افکارو څخه متأثر و.

د وزیر اکبرخان جامع مسجد تر پل خشتي هغه وروسته دوهم داسې مسجد او دیني مرکز دی چې رژيم غواړي هغه د دوی تر نفوذ لاندې او له منبره یې هغه څه وویل شي چې د رژیم د غوښتنو مطابق وي.

خو د افغان مسلمان ولس د اشغال ضد طبیعت له مخې ارګ په تیرو ۱۹ کلونو کې له خپل ټول توان او هڅو سره په دې و نه توانیده چې د کابل ښار په هیڅ مسجد په تیره دریو مهمو مسجدونو هر یوه پل خشتي ، وزیر اکبرخان او حاجي عبدالرحمن مسجد کې د اسې اجرتي څوک وګماري چې هغه دې د اشغال او د هغه د تحت الحمایه رژیم په ګټه د دغو مهمو مساجدو منبرونه وکاروي.

کوم کسان چې د مذهبي عالمانو په نوم د اشغال او اشغال پلوه رژیم په حمایت کې مصنوعي فتواوي صادروي ، هغوی شرعي عالمان نه ؛ بلکې رسمي دولتي اجیران دي چې د  یوې ګولې مړۍ ترلاسه کولو په غرض یې دې سپیتانې ته ملا تړلې.

د اشغال مخالفت او د سولې حمایت
شهید نیازي د اشغال په مخالفت سر بیره په دې وروستیو کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د اشغال د خاتمي په اړه د شوی تړون کلک پلوي او په هره خطبه او مناسبت کې به یې له هغه نه حمایت کاوه.

که په دې اړه د نوموړي هغه ویناوې واوریدل شي چې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو خلاف یې ترسره کړې، سړی تري په وضاحت د هغه د قاتلینو هویت او د قتل وجوهات معلومولی شي.

د نوموړي دا جمله چې وايي:

( من کان یؤمن بأمریکا فأمریکا قدماتت ) ((کسیکه به امریکا ایمان داشت ، امریکا مُرد الحمدلله )) .

دا ډول خبرې هم پر امریکایانو او هم د هغوی پر پلوي رژیم په سیاسي او تبلیغاتي لحاظه داسې یو ګوزار دی چې ارګ والو ( امریکايي یتیمانو ) ته په هيڅ ډول د زغملو نه دی.

ځکه دا خبرې د یوه عادي کلیوال خبرې نه ؛ بلکې د غازي وزیر اکبر خان د تاریخي مسجد له منبره د یوه داسې خوله ورخطیب، قومي متنفذ او پوهنتوني استاد تحریضي وینا ده کوم چې اوریدو ته به یې په لسګونو زره کسان غوږ وو.

شهید ډاکټر محمد ایاز نیازی داسې شخص نه و چې په قومي او سمتي لحاظ یې څوک د طالبانو په پلوي تورن کړي؛بلکې هغه په سمتي لحاظ په داسې یوه ولایت پوري تعلق درلود چې هغه د طالبانو په پنځه کلن حاکمیت کې د هغوی له واکمنۍ بهر پاتې و.

نوموړی د نورو طالب پلوه علماوو په څیر د پاکستان له دیني مدارسو څخه هم نه و فارغ چې د اشغال ضد وینا یې پاکستانی لمسون وګڼل شي.

شهید نیازی اصلا یو پوهنتوني شخصیت و چې خپل لوړ تحصیلات یې په الازهر نړیوال پوهنتون کې د شرعیاتو په برخه کې سرته رسولي وو.

مګر نوموړی یو مسلمان باشعوره افغان و چې د خپلې سوچه اسلامي عقیدې له مخې یې د مسلمانانو ترمنځ هرډول قومي ، سمتي ، لساني او تنظیمي اختلاف مردود او په خپلواک افغانستان یې اجنبي بل واکي ناروا بلله.

شهید نیازی په دې پوهیده چې دا خبرې به یې یوه ورځ د سر په بیه ورته تمامیږي ، مګر ده دا کار خپل ایماني مسؤلیت ګاڼه او په دې اړه یې د هیچا پروا نه لرله.

ولي د غني د تمساح اوښکې؟
ولسمشر غني د شهید محمد ایاز نیازي جنازې ته ورغی او د هغه پر تابوت یې د تمساح اوښکې توی کړې.
غني په هیڅ ډول له شهید ډاکټرنیازي سره د خواخوږي له مخې د هغه جنازې ته نه دی ورغلی؛ بلکې غوښتل یې په دې سره خپل ځان او خپلو بیسواده توپکیانو ته د شهید ډاکټر محمد ایاز (نیازي) له وینو څخه برائت ورکړي.

خو پښتانه متل کوي چې لمر په دوو ګوتو نه پټیږي ، غني او د هغه معتوه اردلیان دي په دې پوه وي چې د دوی په دغو تصعني منافقانه کړنو باندې یواځي هغه ساده ګان تیروزي چې د دوی په څیر خپل ژوند د اشغال د تداوم محصول ګڼي.

بهر رنګي کې خواهي جامه می پوش … من ازطرز خرامت میشناسم

د شهید ډاکټر محمد ایاز نیازي یاد دې تل او د مبارزې سنګر دي د هغه د مؤمنو پلویانو په مجاهدې پاللی وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close