افغانستان

«د ایراني ځواکونو د ډزو له امله د افغان کډوالو موټر اور اخستی او سپرلۍ سوځېدلي»/ويډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د ایران په یزد ښارکې ددې هیواد امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې کړې، چې په پایله کې یې موټر اور اخستی او یو شمېر افغان کډوال پکې سوځېدلي.

په زاهدان ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د کډوالو چارو مسئول «مرتضی خرمي» بي بي سي ته ویلي، چې د یزد اړوند « مهریز استان» نومي سیمه کې د افغان کډوالو په لېږدوونکي موټر کې د اور لګېدو له امله درې نفره وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په موټر کې ټول څوارلس تنه سپاره وو، چې له منځه یې یو پاکستانی او دیارلس نور افغانان وو.

د مرتضی په قول، ایراني چارواکي د موټر لوړ سرعت د اورلګېدو لامل بولي، خو په پېښه کې یو ژوندی پاتې شوی افغان کډوال وایي، ایراني ځواکونو یې پر موټر ډزې وکړې، چې په پایله کې موټر اور واخست او مرګ ژوبله رامنځته شوه.

یاد ژوندی پاتې شوی تن وایي، ایراني ځواکونو ددوی موټر ته د درولو امر وکړ او کله چې موټر ونه درول شو، هغوی ډزې وکړې، چې ورسره جوخت موټر اور واخست.

په ورته وخت کې په زاهدانو کې د افغانستان قونسلګري وایي، د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږي، چې سبا «جمعه» او «شنبه» ورځې به د پېښې پلټنه وکړي.

د افغان کډوالو د وژلو پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څه موده وړاندې هم د ایران  پوله ساتو ځواکونو لسګونه افغان کډوال شکنجه او په سیند لاهو کړی وو.

که څه هم د یادې شوې پېښې په مهال حکومت ژمنه کړې وه، چې پر ایران به فشار راوړي او د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته راکاږي، خو تر دې دمه لا هم په دې برخه کې کوم ګام ندی اخستل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دولت

په دې ټولو جرمونو کې ## طالبان شريک دي که دوى زموږ وطن په کراره پريږدي هيڅوک به مجبوره نه وي په قاچاقي لارو نورو هيوادو ته لاړ شي ځکه د ارامۍ په صورت کې دلته کاري فرصت پيدا کيږي، د ټولو ځواب به ورکوئ ##.

جميل

غلام دولته ! دا د دی ۵۰ بهرنی او کفری شغاګرو ليوانو ثمره ده چی بهرنی سوسيال خوره او بيکاره اسلام دښمنه لډران يي د بهرنی يتيمخانو ، رستورانو ، ډسکوګانو او سګشويخانو څخه راټول پر اوږو سپاره راوستل او د نورو تښتيدلو ، بيرحمه او بګيلو توپکيانو سره يي نوری مرداری هم واخښل او يو ډير بد خونده او بد بويه معجون يي تيار کړی ته (غلام دولت) يي ځنی جوړ کړ ، ځنی هيوادوال يي شهيدان کړل ځنی بنديان ځنی معيوبه اونشه او ځنی يي هم مهاجر او ورک کړل . طالبان به دا ټوله شرير او وحشی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close