خبرونهنړۍ

اسلامي دولت د عراقي پوځ پنځه چورلکې نسکورې کړي

نن ټکی اسيا: عربي رسنۍ وايي، چې عراق کې د اسلامي دولت ځواکونو د عراقي پوځ پنځه چورلکې رانسکورې کړي دي.

خبر زياتوي، چې عراقي پوځ او شيعه ملېشو په ګډه پر صلاح الدين ولسوالۍ يرغل وکړ، خو د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا له سخت مقاومت سره مخ شول.
راپورنه وايي، چې په دغه خونړۍ جګړه کې د المالکي د پوځ پنځه چورلکې نسکور شوي، ۳۳ شوبلې ۸۷ همر ټانکونه او له سلو زياتې ډاټسنې پکې له منځه تللي دي او په مقابل کې د اسلامي دولت د ځواکونو ۳۷ تنه وژل شوي او ۷۷ نور يې ټپيان دي.

ويل کيږي، چې د صلاح الدين او نينوي سيمو له نيولو څخه وروسته د عراقي پوځ او اسلامي دولت تر منځ دا تر ټولو ستره او خونړۍ جګړه ده او د اسلامي دولت ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي او اوس صيقليه سيمې ته رسيدلي دي.

بل پلو نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې ايران او امريکا په ګډه د اسلامي دولت پر خلاف د عراقي پوځ مرسته کوي.

امريکا او ايران دواړو د عراقي حکومت د مرستې لپاره سلګونه پوځي او استخباراتي سلاکاران بغداد ته لېږلي، چې، د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې د اسراييلو په ګډون د سيمې ټول هيوادونه د اسلامي دولت پر ضد سره يو دي او نوموړي هېوادونه اسلامي دولت د خپل راتلونکې لپاره ګواښ بولي او له همدې امله ګردو هېوادونو خپل هر رنګه اختلافات هېر کړي او غواړي د اسلامي دولت پر ضد شريکه جبهه پرانيزي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه استاد عبدالباري عطوان وايي، چې ايران، سعودي عربستان، اردن، امارات او اسراييل په ګډه غواړي اسلامي دولت له منځه يوسي.

د استاد عطوان په وينا نوموړو ګردو ايتلافي هېوادونو ته به دا ډېره ستونزمنه وي، چې د اسلامي دولت ځواکونه له منځه يوسي، ځکه، چې يو خو نوموړي ځواکونه له ځايه ډېر قوي دي، بله دا، چې د اسلامي دولت ځواکونه د ولسي خلکو تر منځ کښته پورته کيږي او له همدې امله د دوی پر خلاف هوايي بريدونه هم ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x