افغانستان

د تحقیقي ژورنالیزم اداره: امریکا په لسو هوایي بریدونو کې اویا ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د څېړنیز ژورنالیزم ادارې«TBIJ» د یوه تحقیقي راپور په خپرولو سره څرګنده کړې، چې امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۱۵ تنه عام وګړي وژلي، چې له منځه یې اویا تنه ماشومان دي.

د تحقیقي ژورنالیزم د ادارې یو شمېر غړي له الجزیرې سره په ګډه د امریکایي ځواکونو له لوري د ترسره شویو لس حملو د څېړنو په موخه افغانستان ته راغلي، دلته د هوایي بریدونو له یو شمېر قربانیانو سره غږېدلي او له هغوی  سره  تر خبرو وروسته ورته څرګنده شوې، چې د تېرو دوو کلونو په دوران کې د لسو هوايي بریدونو بریدونو په پایله کې ۱۱۵ ولسي وګړي، چې اویا یې ماشومان دي؛ وژل شوي.

راپور کې راغلي، چې یاد لس هوایي بریدونه د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر منځ شوي، چې ښيي د هوایي بریدونو له امله د وژل شویو ولسي وګړو شپېته سلنه یې ماشومان دي.

راپور کې د فاریاب د اوسېدونکي «بسم الله خان» خبرې هم را اخستل شوې، چې د  ۲۰۱۹ د سپتمبر په لومړۍ یې  د امریکایي الوتکو بمبار کور له خاورو سره برابر کړی او دوولس تنه غړي یې پکې وژل شوي.

بسم الله خان وایي، پر کورنۍ له بمبار وړاندې یې ښه ژوند درلود، کور کې يې غواګانې او څاروي درلودل او بزګري یې کوله، خو تر بمبار وروسته یې هر څه تر خاورو لاندې شول.

دده په خبره، موبایل کې د خپلې کورنۍ د وژل شویو انځورونه لري، خو لیدل یې ورته له زغمه وتلي.

یاده دې وي، چې که څه هم په لسو بریدونو کې د اویا ماشومانو وژل کېدل، چارواکو رسما منلي ندي، خو د افغانستان په جګړه کې بهرني ځواکونه او د هغوی داخلي همسنګري په جنګي جنایتونو تورن شوي او په بیا، بیا په هوایي بریدونو، چاپو او عملیاتو کې د ملکي وګړو او ماشومانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x