ورزش

کرکټ راستنیږي؛ ویسټ انډيز د انګلستان پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې روان وضعیت او له ګرځبندیز وروسته ویسټ انډیز لومړۍ لوبډله شوه چې د انګلستان پر وړاندې سیالیو لپاره یې ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې له مخې یې ۱۱ لوبغاړي احتیاطي انتخاب شوي دي.

ویسټ انډیز او انګلستان به لومړۍ لوبډلې وي چې د کرونا وبا له کبله له درې میاشتني بندیزونو وروسته لوبو ته ستنې شي، په دې لړ کې به ویسټ انډيز لوبډله د جون میاشتې په ۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي.

که څه هم د ویسټ انډيز ځینې لوبغاړو انګلستان ته له تللو انکار کړی خو کرکټ بورډ یې د ځینو نویو لوبغاړو په ګډون د جیسن هولډر په مشرۍ لوبډله اعلان کړه. د انتخاب شویو لوبغاړو د کرونا معاینات به روانه اونۍ ترسره کیږي.

ویسټ انډيز لوبډله به په ۸م جون په شخصي الوتکه کې انګلستان ته سفر کوي، هلته به تر درې اونیو قرنطیني تمرینات ترسره کوي او بیا به د مانچسټر ښار په همپنټن کې لومړۍ ټيسټ لوبه پېل کوي.

ویسټ انډيز لوبډله به د انګلستان پر وړاندې درې ټیسټ لوبې ترسره کوي، لومړۍ لوبه به د جولایي میاشتې له ۸مې تر ۱۲م جولایي، دویمه له ۱۶م څخه تر ۲۰م او وروستۍ لوبه له ۲۴م څخه تر ۲۸م جولایي پورې ترسره کیږي.

باید وویل شي چې یادې لوبې به د نورو لوبو په څېر د بندو دروازو ترشا یا د نندارچیانو په نه شتون کې ترسره شي.

د انګلستان کرکټ بورډ وایي چې د لوبو پرمهال به بشپړ احتیاطي پاملرنې په نظر کې نیسي. انګلستان حکومت هر ډوله لوبو ته په ځانګړو شرایطو کې اجازه ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx