ټکنالوژي

څومره تورپوستي کارکوونکو ستا پریکړه تصویب کړه؟ له زوکربرګ څخه د هغه کارکوونکو شرموونکې پوښتنه

د ویدیو له لارې د خبرو پرمهال مارک زوکربرګ د خپلو کارمندانو له خوا له سختو شرموونکو پوښتنو سره مخ شو.

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ د ډونلډ ټرمپ د تاوتریخوالي پوسټ له مسحه کولو انکار کړی و د فیسبوک تورپوستو کارمندانو له زوکربرګ څخه نسبت ده ته شرموونکې پوښتنه کړې ده.

د مارک زوکربرګ په دې وروستۍ حیرانونکې پریکړه د فیسبوک کارکووونکي دوه تقسیمه شوي دي چې په اړه یې نوموړي د خپلو ۲۵زره کارکوونکو سره د سه شنبې په ورځ د ویدیو له لارې تر یو نیم ساعت زیاتې خبرې وکړې.

په امریکا کې له تېرو دوه اونیو راهیسې د یوه تورپوستي په وژل کېدو لاریونونه پېل شوي چې دغه لاریونونو تاوتریخوالی موندلی، ټرمپ په یوه پوسټ کې لاریونوالو ته په خطاب کې ویلي وو، «کله چې لوټ او تالان پېل شي، ډزې به پېل شي».

د ټویټر او نورو خواله رسنیو له خوا د ټرمپ پر دغه ټویټ غبرګون وښودل شو، د نوموړي دغه ټویټ یې مسحه کړ او ورسره یې ولیکل چې له تاوتریخوالي ډک او د ټولنیزو رسنیو د اصولو سره خلاف ټویټ دی.

د نړۍ په شاوخوا کې د ټویټر او نورو ورته رسنیو یاده پریکړه وستایل شوه، خو د مارک زوکربرګ پریکړه چې په فیسبوک یې د ټرمپ له پوسټ حذفولو انکار وکړ له سختو غبرګونونو او شرموونکو پوښتنو سره مخ شو.

مارک زوکربرګ ویلي وو چې دی د ټرمپ له خبرې سره موافق نه دی خو په وینا یې فیسبوک د بیان ازادۍ ته اجازه ورکوي او په ځانګړي توګه د هغه شخصیتونو په اړه چې پریکړې یې د نورو په ژوند د اغیز وړتیا لري.

د ویدیو پرمهال له مارک زوکربرګ څخه پوښتنه وشوه چې څنګه په خپل هغه مشرتابه باور کولی شي چې خپل حدود نه پيژني او هیڅ شفافیت نه مراعتوي؟

زوکربرګ ددې پوښتنې په ځواب کې وویل، «هو زه په دې پوښتنه پوهیږم، ډير کارمندان به زما له پریکړې سره موافق نه وي خو زه په دې مایوسه نه یم، هر څوک خپله رایه لري او د نظر تنوع یو ښه فکر دی، خو مونږ هڅه کوو تر وروستي امکانه شفافیت وښيو، دغه پریکړه چې مونږ کړې له ټولې ورځې سوچ او مشورو وروسته شوې، بیا مونږ د هغې په اړه په وضاحت ورکولو کار وکړ، مونږ هڅه وکړه څومره چې شونې وي مخکې لاړ شو».

دغه راز له مارک زوکربرګ څخه په دې اړه نورې بېلا بېلې پوښتنې هم وشوې چې نوموړي په تفصیلي ډول ځوابونه ورکړل خو د کارمندانو لپاره قناعت کوونکې نه بریښیدې، دغه پوښتنې په لاندې ډول دي:

ایا فیسبوک هڅه کوي د ټرمپ له دښمنۍ ځان وساتي، لکه څرنګه چې د ټویټر سره پېښ شوي، چا چې خپل اصول مراعات کړي؟

تاسو څنګه کولی شئ د فیسبوک مشرتابه لپاره ملاتړ وښایئ، سره له دې چې کارمندانو ته دغه پریکړه غیر حساسه ښکاري او له دې سره موافق نه دي؟

تاسو په فیسبوک کې د رایو ویشل کېدو په اړه څه فکر کوئ؟ ددې لپاره فیسبوک کومه حل لاره لري؟

د پوښتنو له طبیعت څخه څرګندیږي چې د فیسبوک کارمندان د مارک زوکربرګ له پریکړې څخه راضي نه دي، او د فیسبوک په کارمندانو او لوړپوړي مدیریت کې په دې تګلاره ژور اختلافات رامنځته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x