ټولنیزه برخه

کار دې خلکو ته ورپېژني

مير احمد ياد

ژباړه مې کوله، درې کتابونه راته ایښي وو، درې واړه به مې سره پرتله کول… طبعاً وخت یې ډېر نیوه، یوه ملګري راته وویل چې زر یې خلاص کړه، څه ځان پرې ستړی کوې؟

ما ورته وویل دا خو به خلاص کړم، خو بیا مې عادت خرابېږي او چې عادت مې خراب شو، د کار کیفیت مې ورسره پخپله ټيټېږي، که کیفیت یې ټيټ شو، د دې کار له امله چې زما څومره درناوی کېږي او خلک چې پر ما څومره باور کوي، هغه دواړه هم ورسره ټيتېږي.

هر انسان په خپل کار پېژندل کېږي، نو کار یوازې د پېسو یا مادي ګټې اخیستل نه دي، بلکې دا زموږ د پېژندګلوۍ یوه برخه هم ده. موږ چې کوم کار کوو، که یې دې برخې ته پام وکړو بیا به په کې غفلت نه کوو او له سره به یې نه تېروو.

تاسې فکر وکړئ، په هر کسب او هنر کې زرګونه خلک وي، خو د ګوتو شمېر کسان په کې بریالي وي، ولې؟

دا ځکه چې دوی خپل کار ته مخلص دي، دوی تر نورو ډېر زیار کاږي، دوی ته کار یوازې کار نه، بلکې د خپل شخصیت یوه برخه ده، دوی پوهېږی چې دا کار په ټولنه کې زما شخصیت او زما په اړه د خلکو تصور سازوي. په دې خاطر بیا کار سره همدومره خواري کوي لکه له خپل ځان سره یې چې کوي.

دا هم ولولئ:  رای ورکونه؛ د دښمن پر مخ څپېړه! ارشاد رغاند

که په خپل کار، هنر او مسلکې داسې ځای ته رسېدل غواړئ چې خلک مو د همدې کار له امله وپېژني، له عادي حالته ووځئ او د خپل ډګر په مخکښو کې راشئ، کار سره د خپل شخصیت د برخې په څېر چلند وکړئ، همدومره ورته مخلص اوسئ او همدومره زیاره ورسره وکاږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x