ټولنیزه برخه

د زيان سوداګر!

ليکنه: جاوېد چوهدري
ژباړه: ظاهر عمار

الله تعالی د بني اسرائيلو يو غريب کس له داسې يوه بزرګ سره مخ کړ چې پر هره ډبره به يې ګوته کېښوده، د سرو زرو به شوه. غريب سړی ورو-ورو په بزرګ پسې روان و، د بزرګ ورپام شو، وې وايه څه غواړې؟ هغه ورته وويل، غريب يم، الله تعالی ستاسې خوا ته راولېږلم، که يو څه لطف وکړئ!

بزرګ پر يوې ډبرې ګوته کېښوده، بسم الله يې وويل او ډبره څو شېبو کې د سرو زرو شوه. بيا يې د سرو زرو ډبرې ته اشاره وکړه او هغه کس ته يې وويل، دا درسره يوسه او مزې کوه!

بزرګ په خپله مخه روان شو خو لږ وروسته يې بیا احساس کړه چې هغه غريب يې شاته روان دی. بزرګ ورتاو شو، په حيرانتيا يې وروکتل او ترې ويې پوښتل، نور څه غواړې؟ هغه په ورو غږ وويل، که لږه نوره مهرباني هم وکړئ! د الله تعالی هغه نېک بنده دا ځل پر درېيو ډبرو ګوته کېښوده، ټولې د سرو زرو شوې، غريب ته يې ورکړې او روان شو. ډېر وړاندې نه و تللی چې بيا يې احساس کړه غريب يې شاته راروان دی.

ودرېد، اريان دريان پاتې و، ترې ويې پوښتل، ته نور څه غواړې؟ غريب په ملا لږ کړوپ شو او عرض يې وکړ، جناب! دا ګوته به دې رانکړې؟!

دا کوچنۍ کيسه زموږ انسانانو د لايتناهي او بې‌پايه خواهشاتو او د نظر تر وروستي حده غځېدلي حرص او لالچ نه ختمېدونکې لړۍ راپه ګوته کوي. موږ انسانان چې کله د حرص ښکار شوو، د سرو او سپينو زرو د ډبرو

له ترلاسه کولو وروسته هم د معجزاتي ګوتې د خپلولو ارمان کوو او مطمئن کيږو نه.

تاسې خپلې شاوخوا ته وګورئ، کومه ورځ خپل ځان هم هينداره کې وګورئ، تاسې به هم د خپل وجود دننه همداسې يو پټ شوی کس ووينئ او شاوخوا کې به هم ډېر داسې خلک په نظر درشي. موږ انسانان د الله تعالی ډېر عجيب مخلوق يو، کله چې مو د حرص خپسه ونيسي، زموږ او مېږيانو ترمنځ هېڅ فرق نه پاتې کيږي، موږ هم ټول عمر تر خپل قد او جسامت لويې ډبرې راکاږو او بالآخره کومه ورځ مو تر کومې ډبرې لاندې ساه وځي.

زه د لاهور يوه کورنۍ پېژنم، پلار يې ډېرې خوارۍ وکړې، ميليونونه روپۍ يې وګټلې او بيا مړ شو. میراث چې يې وېشل کېده، يوه زوی يې لومړی د مور او خويندو پر برخې خېټه واچوله، ورپسې يې د وروڼو برخې ته هم لاس واچاوه، لانجه شوه او خپل ورور يې قتل کړ. پوليسو کېس جوړ کړ، سړی قاتل ثابت شو او په دار وخېژول شو. د جايداد لويه برخه په همدې لانجو کونجو او کېسونو کې له منځه ولاړه او ټوله کورنۍ برباد شوه. هغه جايداد اوس هم د الله تعالی پر ځمکه د عبرت د يوې نښې په توګه پر ځای پرته ده.

زما خوا ته د اسلام آباد يو ميلياردر سوداګر راغی، ټول عمر يې په مال جمع کولو کې تېر شوی و، نه يې ورځ کتله او نه شپه، سهار به خپلې فابريکې ته ولاړ او نيمه شپه به بېرته کور ته راستون شو. بچيان کله پيدا شول، کله لوی شول او کله له ښوونځي او پوهنتونونو فارغ شول؟ له دې يوې کيسې هم خبر نه و. د خپلو بچيانو ودونه يې هم د سوداګريز شراکت په توګه وکړل خو آخر کې چې د سرو زرو د ډبرو له شمېرلو ستړی شو او سر يې راپورته کړ، پوه شوه چې دنيا کې بېخي يوازې شوی، اولادونه يې شته خو هغه له سره تر پښو پردی دی.

د څه باندې اووه ميليارده خلکو په دې نړۍ کې يو داسې څوک هم نه لري چې دوست يې وبولي. کلونه کيږي مېرمن يې هم ترې تللې او د ده صحت هم پوره خراب شوی و. هغه په وارخطايۍ زما خوا ته راغی خو د شتمنۍ د لويو ډبرو په ديکه کولو-کولو هومره وړاندې تللی و چې اوس يې کاروان سره ملاقات ناممکن و. ما ورته وويل، تاسې سره اوس يوازې همدا يوه لار پاتې ده چې خپله نيمه شتمني په خير خيرات او د انسانانو په خير ښېګڼه او خدمت کې مصرف کړئ. په دې سره به سکون ترلاسه کړې ګنې له دې پرته به دې د ژوند سفر بې‌معنا او د خاورو چاڼ کول وي. هغه ولاړ او د خير او خدمت کارونه يې شروع کړل خو فول ناکام شو، ولې؟ ځکه هغه په خپل څلوېښت کلن مسلکي ژوند کې له پيسو ګټلو پرته نور هېڅ هم نه وو زده کړي ځکه نو کله چې به يې پيسې له لاسه ووتې، زړه به يې نارامه شو. نتيجه دا شوه چې هارټ اټيک ورته وشو او دفتر کې يې پر خپلې څوکۍ ساه ورکړه.

اولادونو يې مړی د روغتون په سړه خونه کې کېښود او د پلار پر جايداد او شتمنۍ يې لانجې سره شروع کړې. د هغه مړی بيا وروسته نورو خپلوانو دفن کړ او خپل اولادونه يې جنازه کې هم شريک نشول. د پلار پر ميراث دا لانجې له درېيو کلونو راهيسې روانې دي. هغه ژوند چې ټول د پيسو د کاپيو او بنډلو په شمېرلو کې تېر شوی و، نن سبا د ښار په کوڅو کې د بې‌ارزښته پاڼې په څېر په هوا کې الوځي.

څو ورځې وړاندې يو دوست زما خوا ته راغی، سخت خپه و، ما ترې وجه وپوښتله، ويې ويل، له يوه کس سره مې د يوې تجارتي ځمکې سودا کړې وه، د ځمکې اصلي اختيار د مالک له زوم سره و. ښځې او خاوند کوښښ کاوه چې ځمکه ژر تر ژره راوسپاري، همدا چې ما پيسې برابرې کړې او د ځمکې ترلاسه کولو له پاره د جايدادونو د ثبت دفتر ته ولاړم، له محکمې امر راغی چې د ځمکې اصلي مالک تېره شپه وفات شوی.

د هغه تر وفات وروسته د زوم د مطلق اختيار خبره له منځه ولاړه، ځمکه ميراث شوه او ما ته د ځمکې انتقال منسوخ کړای شو. زما د دوست په وينا، زه د جايدادونو د ثبت په دفتر کې ولاړ وم او د ښځې و خاوند خپلمنځي جنګ روان و. ښځه پر خاوند غوسه وه، وې ما تا ته څو ځله وويل چې ځمکه دې کس ته ژر وروسپاره، د پلار وضعيت مې ښه نه دی، ډېرې ورځې ژوندی نشي پاتې کېدای خو تا زما خبره وانورېده، اوس نو مزې کوه!

خاوند يې زما طرف ته حيران دريان راکتل او ما له ځانه سره ويل، دا څه ډول لور ده، هلته يې پلار وفات شوی خو دا د ځمکې غم ژاړي. توبې مې وويستې او ترې راستون شوم. ما سر له ننه پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به هېڅ جايداد وانخلم، داسې نشي چې سبا زما اولادونه هم زما مړی پر ځای پرېږدي او د جايداد پر سر يو بل له ګرېوانه ونيسي. دوست مې تر دې کيسې وروسته غلی شو او زه هم سخت خپه شوم.

دا رښتينې کيسې وې، تاسې هم که خپلې شاوخوا ته وګورئ، سلګونه دغسې کيسې به مخې ته درشي. ستاسې په ژوند کې به هم ډېر داسې خلک وي چې ټول عمر يې د سرو زرو د ډبرو د لټولو هڅه کړې او سره او سپين زر يې راټول کړي خو آخر کې د خپلو اولادونو په لاس په ذليل مرګ مړه شوي. دا په ياد ولرئ، شتمني د ژوند ښه کولو له پاره وي، ژوند د شتمنۍ له پاره نه وي. موږ که له خپلې ګټې وټې خوند نشو اخيستی، ټوله ورځ د شتمنۍ تر جمع کولو وروسته هم ماښام کور ته نشو راستنېدای، له خپلو اولادونو سره لوبې نشو کولای، په ګډه نشو خندلی، له موږ سره که د کتاب لوستلو، فلمونو کتلو، موسيقي اورېدلو، اولادونو سره بازار ته سودا پسې تللو، له مېرمن سره د ډوډۍ خوړلو، د دوستانو د درد اورېدلو، پیاده قدم وهلو، سرسبزه غرونو ته ختلو، پرديو هېوادونو کې د الله تعالی د معجزو ليدلو، پر ملا د خپلو اولادونو او لمسيانو د کېنولو، کور کې د باربي کيو پخولو، د ژمي لنډو ورځو کې غرمه مهال لمر ته د کېناستلو او د اوړي په شپو کې د بام پر سر پرانيستي آسمان ته د غځېدو او ستورو شمېرلو وخت نه وي نو دا ژوند زموږ له پاره الهي نعمت نه دی.

بيا نو موږ د ژوند په نوم له سختۍ ډکه سزا ګالو او د وخت زندان ساتونکي موږ ته د پيسو شمېرلو او سرو زرو تللو مسئوليت راسپارلی. موږ بيا له ماشين پرته بل نور هېڅ هم نه يو. موږ بيا حشرات يو، هغه حشرات چې اوړه او د غنمو دانې جمع کوي، مارغانو ته يې پرېږدي او بېرته راستنيږي. تاسې دا هم په ياد ولرئ، اصلي شتمني هغه ده چې تاسې ته خوښي درکړای شي، ستاسې درد او غم کم کړای شي. هغه شتمني هېڅ شتمني نه ده چې ستاسې له پاره دردِ سر شي، ستاسې درد او غم زيات کړی او ټول ژوند مو عذاب وګرځوي.

بيا نو ستاسې او هغې کوترې ترمنځ هېڅ فرق نشته چې د کارغه پر هګيو کېني او د کوترو د پيدا کېدو انتظار کوي. بيا تاسې او هغه کس ترمنځ هم هېڅ فرق نشته چې د کيکر پر ونه د انګورو تاکونه خېژوي او هڅه کوي له ژوبلېدو پرته ترې صفا سوتره انګور راوشکوي. په ياد ولرئ، ژوند يو نعمت دی، د دنيا يو متوسط نارينه څه باندې اووه ميليارده ماشومان پيدا کولای شي خو قدرت د دغو څه باندې اووه ميليارده ماشومانو له ډلې يوازې درې يا څلورو ماشومانو ته تر خپل لمر لاندې د سترګو پرانيستو اجازه ورکوي. هغه نور باقي ماشومان هم پيدا کېدای شي، هغوی هم نابغه ګان کېدای شي خو الله تعالی هغوی ته د پاتې کېدو او پيدا کېدو اجازه نه ورکوي ځکه نو هغوی د ژوند له نعمته محروم شي. الله تعالی زموږ تر پيدا کولو وروسته پر موږ د خپلو نورو نعمتونو لورېینه هم کوي، په رزق او خوشالۍ مو هم نازوي خو موږ څومره احمق او نالايق ثابتيږو. موږ د الله تعالی دا نعمت يعنې ژوند د شتمنۍ په جمع کولو ضايع کوو، موږ ټول عمر د هغې ګوتې د ترلاسه کولو هڅه کوو چې پر ډبرو يې کېږدو او سره زر شي. تر موږ لوی احمقان او نالايقان نور څوک دي؟ تر موږ د زيان لوی سوداګر نور څوک دي؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close