دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانو داعیانو رحلت او په نوي نسل یې اغیزې «لومړۍ برخه»

عبدالحمید راشد

الحمد لله الذي جعل في كل زمان فترة من الرسل – عليهم الصلاة والسلام – بقايا من أهل العلم، يدعون مَنْ ضلَّ إلى الهدى، ويصبرون منهم على الأذي.

اما بعد فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم.

٢ وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلۡأَنۡعَٰمِ مُخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَۗ إِنَّمَا يَخۡشَى ٱللَّهَ مِنۡ عِبَادِهِ ٱلۡعُلَمَٰٓؤُاْۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ سورة فاطر 23 اية.

موږ د دنیا به داسې عصر کې ژوند کوو، چې دلته د د مسلمانانو د غفلت له وجهي د اسلامي نظام څرک نه لږیږي،  هر څه بدل شوي،  د خیر القرون څخه د قیامت په هغه نژدې مرحله کې ژوند کوو چې د قیامت اکثره علایم څرګند شوي،  ځوانان د غرب په هغه لومو کې راګیر دي، چې اسلام دښمنه ډلو یې لا له وړاندې خواري کوله؛ خو د اسلام  سپېڅلو داعیانو او بلونکو یې هم په وړاندې نه هېریدونکي مبارزه کړې چې زیات او رغنده رول پکې د هغه ځوانانو وه،  چې د معاذ او معوذ په څېر خپلې سیني د باطل پر وړاندې سپر کړې وئ، او ځان یې د دین لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو کړی وه.

هو!  هلته اسلام دښمنه ګروپونه د ځوانانو په ګمراهۍ کې پاتې راغلي وه،  هلته ځوانان ویښ وه، ځوانان مو د مسؤلیت د درک له امله د فقاهت او نبوغ تر کچې رسېدلي وه،  هلته مو مشرانو د ځوانانو په روزنه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کولې.

سلفو مو نوي نسل ته خپل دښمن ور پېژندلای وه،  نو ځکه مو ځوانان د جنګ په مېدان کې ځواکمن،  د فقه باب کې فقهیان،  د تفسېر په باب کې مفسرین او د دنیا د نورو علومو په برخه کې هغه کدرونه وه،  چې کفار، او مشرکین به ورته تل ګوته په غاښ وه، او د اسلام مخالفین مو د ځوانانو په قربانۍ کې عاجز ول،  حتی د ډېرو اسلام دښمنه کړیو نوی نسل به د مسلمانانو د رباني تبلیغاتو ښکار کېدلو او اسلام ته به تسلېمیدل.

خو؛  افسوس،  افسوس،  افسوس!

نن هر څه سر چپه دي،  نن مو ځوانان د غرب او اسلام د ښمنه کړیو د پوچو تبلیغاتو ښکار کیږي،  ځوانان مو په بې کچې ډول  زموږ د پلرونو د دښمنانو تر اغیز لاندې راځي،  او کرار،  کرار د اسلام دښمنه کړیو تر اغیز لاندې راځي ، او د اسلام د دشمنانو لمنه نیسي.

علماء او  روحانیون، مو  څومره د نوي نسل په روزنه کې اغیز لري؟

د علماوو او ځوانانو اړیکه ولې په سستېدو ده، ولې مو نوی نسل د کفارو د شومو اهدافو ښکار کیږي؟

له کوم لورې مو کفار په مسلمانانو بریالي کیږي؟

ولې مو ځوانان د تېر په څېر د اسلام د حامیانو ملاتړ نه کوي؟

دا او ځیني نورې پوښتنې په لاندې څو کرښو کې ځوابوو.

پورته عنوان ته په کتو د اسلام دښمنان غواړي ؛د حق داعیه مو خپه کړي، او دغه شوم هدف ته  یواځې او يواځې د علماوو په نابودولو رسیږي، او بس.

د دې لپاره چې د پورته پوښتنو په ځواب وپوهیږئ د لاندې کرښو په لوستلو کې راسره تم شئ¡

الف: ولې مو د دین دښمنان علماء وژني؛ او  راتلونکي نسلونه مو د علماوو په نشتون کې کومو مشکلاتو سره مخ کیږي ؟

دا پوښتنه روڼ او واضح ځواب لري:

د اسلام د ظهور له پېل څخه دښمنانو هڅه کړې ، چې د اسلام سر لاري او د حق رهبران او داعیان ووژني؛ ځکه هغوې پوهېدل چې زموږ ریښتيني دښمنان جنګي سپاهیان او نوی راټوکېدلي ځوانان نه دي،  بلکې زموږ د دښمنان هغه خلک دي،  چې هغه با فهمه،  با درکه،  او روزنکي او اداره کوونکي دي.

د دې یو بیلګې ته د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ژوند کې اشاره کوو.

د هجرت په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدې د دین سپاهي  ځوان علي رضی الله عنه  د محبوب په ځای کې څملي او پیغمبر ص ورته په زغرده وایې ، چې ته زما په ځای کې څمله او ماته راسپارل شوي امانتونه خپلو حقدارنو ته وسپاره ، هماغسي کیږي،  او علي رض د محبوب ص په ځای ارام او مطمئن څملي.

لکن د دین دښمنان په علي رض برید نه کوي، او  هدف یې یواځې د داعیانو قائد دی،  او د داعیانو د سر لاري په ترور پسې هر راز هڅو ته تیاریږي،  لکن علي رض چې ځوان او د رسول ص حامي وه ، هېڅ ورته نه وايې، خو د رسول ص په ترور پسې مالي او جاني هڅې نه سپموي.

نو له دې څخه دا فهموو چې اسلام دښمنه کړې زموږ ر هبران له منځه وړي،  او د دین دښمنان پوهیږي چې د دوئ ریښتیني دښمنان هغه داعیان دي، چې هغوئ په زرګونو نور رهبران تربیه کولای شي، نه هغه جذباتي ځوانان چې ډېر ژر د شومو پلانونو ښکار کېدلای شي.

دښمنانو مو د قرآن له دې ایت څخه پشپړ فهم اخیستی!

چې متعال رب فرمایې:

قُلۡ هَلۡ يَسۡتَوِي ٱلَّذِينَ يَعۡلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعۡلَمُونَۗ . سورة.الزمر 9 اية
ژباړه: ته ورته ووایه ای پیغمبره! ايا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي له هغه کسانو سره ، چې نه پوهیږي.

نو له دې ایت څخه دا فهمیږي چې هېڅکله د سلیم عقل خاوند،  په دین پوه ، او رب پیژندونکي علماء هېڅکله له هغه چا سره چې،  هغوی  علماء  نه دی،  او نه رب او دین په تمامه معنی پيژني،
په تمامه معنی برابر دي،  څوک چې په دین پوهیږي، نو هغه مصلحین او مفسدین پيژني،  هغه مصلحت او حکمت پیژني،  هغه د رب او د دین اسرار پيژني.

هغه خپل ورسپارل شوی مسؤلیت پيژني،  هغه د اسلام دښمنان او دوستان پيژني.

هغه د رب په مرسته زرګونه داعیان  تربیه کولای شي،  نو په همدې اساس اسلام دښمنه کړۍ، د اسلام رهبران او حقاني علماء خپل ریښتیني دښمنان ګڼي،  او هڅه کوي ،  چې د هرڅه د مخه د نوي نسل روزونکي علماء او د حق د دعوت حاملین د خپلې دښمنې په لمړي خط کې راولي،  او لمنځه یې یوسي.

ځکه  د علماوو په ختمولو سره دوی بیا په اسانۍ سره خپل هدف ته رسېدلای شي، او د مربي په نشتون کې دوی بیا کولای شي،  چې د حق داعیه خپه کړي، او په زرګونو کم علمه ځوانان او د مسلمانانو نوی نسل ګمراه کړي.

له همدې کبله پیغمبر ص په یوه حدیث کې د عالم مرګ ته اشاره کوي،  او فرمایې:

ان الله لایقبض العلم انتزاعا ینتزعه، ولکن یقبض العلم بقبض العلماء.

ژباړه:  الله تعالی د علماوو د سینو څخه علم نه اوباسي ، بلکې علم د علماوو په قبض  کولو (وفات کولو) سره قبض کوي.

د حدیث شرحه په پورته کرښو کې  ښه واضحه شوه ،  هغه په دې ډول چې علماء د دین ریښتیني ساتونکي او محافظین دي ، چې کولای شي په خپل ژوند کې خپل ریښتیني وارثان وروزي،  او د خپل زدکړي  علم په رسولو کې رغنده رول ولوبوي،  او نوی نسل مو له هغه بې لاریو څخه وژغوري،  چې اسلام دښمنه کړې یې هڅه کوي،  نو دا ثابته خبره ده چې د دوي وژل د نوي نسل د بی لاری سبب کیږي.
نو له پورته دلائلو څخه په الهام اخیستلو  په زغرده توګه ویلای شو چې د علماوو وژل د هغه کړیو کار دی،  چې هغوي د دین د ښمنان دي.

او په دې توګه غواړي، چې د دین داعیه خپه کړي، نو کله چې داسې مسئله شوه نو دین دښمنه خلک غواړي چې زموږ د ګران هېواد هغه علماء له منځه یوسي،  چې د دوی پر وړاندې د اعداد او مبارزې سنګر ګرم ساتي،  او غواړي چې خپل نوی نسل د اسلام په دقیق فهم وروزي،  او نوی نسل او تنکي ځوانان له انحراف او بې لارې وژغوري.

ګرانو هېوادوالو!
تاسو پوه شئ چې د علماوو او علمي کدرونو شهېدانول او له منځه وړل دا زموږ د دین دښمنانو سیستماتیک او پلان شوی کار دی، نو د دې لپاره چې علماء مو وژغورئ،  او نوی نسل مو د دین او اسلام په روښانه رڼا نوراني کړئ،  نو د خپلو علماوو په ساتنه کې هر اړخیزه مرسته وکړئ،  او د هغه چا په خلاف کوټلي ګامونه او مبارزه وکړئ،  چې ستاسو د علماوو د دعوت په لار کې خنډ جوړیږي او ریښتیني داعیان نه پریږدي، چې ستاسو نوی نسل په دیني لارښوونو خبر کړي.

همدا ډول د خپلو بچیانو په روزنه کې مو دین ته زیات پام وکړئ، د ماشوم له خبرو سره د  عادت کېدو سره سم  ماشوم ته د دین دوستان او دښمنان وپيژنئ.

د هغوئ په دماغو کې د قرآن،  اسلام او د دین دخادمانو مینه نهال کړئ، او په اسلامي طریقه یې روزنه وکړئ،  له بي ځایه ډلو او بیکاره مجالسو څخه یې وساتئ،  د نوی نسل اړیکه مو له قرآن او اسلامي جماعتونو سره جوړه کړئ.

درنو علماوو!  مرګ حق دی تاسو د الهي خشیت هغه ستر حاملین یاست چې اسلامي امت واګي ستاسو په لاس کې دي،  نو خدای مکړه؛ که چېرې ستاسو له زړونو څخه الهي خشیت کډه وکړي،  نو بیا به د امت واګي هېڅ یو ډله کنټرول نکړي.

درنو علماوو!
د یو ځوان په توګه درباندې غږ کوم ؛ چې زموږ ځوانانو  په روزنه کې د الهي احکامو سره سم رغنده ګامونه واخلئ؛  تاسو ته مرګ په هماغه نیټه رسیږي چې متعال رب درته په تقدیر کې لیکلی وي، نو هېله کوم سستیږی مه، د دین دښمنان هله په خپل هدف کې کامیبدلای شي، چې ستاسو د اجل نیټه  پوره شئ، نو هېله کوم د الهي نص مطابق هغه ایت په یاد ولرئ چې رب فرمایې:

ژباړه:  دوی د الله د دین په تطبیق کې د ملامته کوونکي له ملامتیا څخه نه ویریږي.

نو د رسول صلی الله بشپړ وراثت وکړئ،  او همغه شان دعوت او په دین عمل وکړئ،  څه ډول چې د دین غوښتنه ده، نو د دې لپاره چې نوی نسل په سم ډول وروزئ،  نو هماغه لاره اختیار کړئ چې  زموږ پیغمبر اختیار کړې وه، تاسو ته  ستاسو د دښمنانو ضرر حتمي نه دی،  شاید رب مو د هرقسم ضرر څخه وژغوري،  که چېرته تاسو مخکې له دې څخه چې ضرر درته ورسیږي،  خپل هدف او مبارزه پریږدئ،  نو تاسو به، نه د دین پیغام رسولی وي،  او نه به مو  د خپل نبي وراثت په سم ډول ترسره کړی وي،  او هغه څه چې درته په تقدیر کې لیکلي وي،  هغه نه بدلیږي.

پورته هغه څه وه، چې د علماوو رول د نوي نسل په روزنه کې څرګندوي،  او د علماوو مسؤلیت یې را په ګوته کړ.

دا چې د علماوو او ځوانانو اړیکه ولې په سستېدو ده، او  ولې مو نوی نسل د کفارو د شومو اهدافو ښکار کیږي؟

نو د همدې پوښتنو د ځواب لپاره راسره په راتلونکو کرښو کې تم شئ. نور .بیا….

ستاسو ورور عبدالحمید راشد

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close