افغانستان

غزني کې عسکرو د ملکي وګړو کورونه په توپونو ویشتلي او مرګ ژوبله یې اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): دولتي عسکرو د غزني ولایت دمرکز اړوند «سپنده» کلي کې د ولسي وګړو پر کورونو توپونه ویشتلي، چې له امله د ښځو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د هاوانونو برید تېره ورځ غرمه په «سپنده» کلي کې د ولسي وګړو پر کورونو شوی، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې، او درې ښځې او یو نارینه پکې ټپیان شوي.

د راپورونو په اساس، په برید کې دوه کورونه هم تخریب شوي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې داسې وخت چې طالبانو د اختر په مناسبت تر درې ورځني اوربند وروسته «اورکم» روان ساتلی، دولتي عسکرو پر ملکي وګړو توپچي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close