افغانستان

زابل کې د نښتې پرمهال ۱۵ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز مسئولین وايي، د زابل ولایت مرکز ته څېرمه وسله واله نښته کې ۱۵ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان رسنیو ته ویلي، دا نښته د زابل مرکز کلات ته څېرمه هزارتک سیمه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دولتي عسکرو کاروان د طالبانو کمین سره مخ شو.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې لس تنه دولتي عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د وژل شوو عسکرو شمېر ۱۵ تنه ښودلی دی.

د سرچینې په خبره په دې نښته کې د دولتي ځواکونو دوه ټانګونه ویجاړ شوي او طالبانو ته هم تلفات اووښتي دي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د زابل مرکز ته څېرمه هزارتک سیمه کې یې پر هغو دولتي ځواکونو ځوابي برید ترسره کړی، چې سیمې ته د تعرضي حالت په بڼه ورغلي وو.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید تر ۲۵ پورې دولتي عسکر وژل شوي او طالبانو ته هیڅ زیان اووښتی نه دی: « باید یادونه وکړو چې دښمن پر مجاهدینوپه تعروضي شکل را وتلی وو چې الحمدلله د مجاهدینو سخت غبرګون او مقاومت وتیښتې ته اړ کړ چې د وژل شویو شمیر یې شاوخوا ۲۵ تنو ته ورسید. مجاهدین لله الحمد هیڅ نوعه تلفات نلري.»

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي ځواکونو له کوچني اختر وروسته نن په لومړۍ ځل ومنله، چې په فراه او کندهار ولایتونو کې یې د طالبانو پرضد هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close