دیني، سیرت او تاریخ

د اوداسه فضيلتونه

نصير تکل

د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو کې د اوداسه ډير زيات فضيلتونه بيان شوي دي زه غواړم درنو لوستونکو ته يو څو حديثونه په پښتو ژبه بيان کړم.

۱- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: زما امتي به دقيامت په ورځ په داسې حال کې راوبلل شي چې د اوداسه ځايونه به يې ځلانده وي (متفق عليه)

۲- دحضرت ابوهريرة رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه: که د يو چا د کور په مخ وياله بهيږي او هغه پکې هره ورځ پنځه ځله غسل کوي نو آيا دهغه سړي پر بدن به خيرى پاتې شي؟

صحابه کرامو رضي الله عنهم وويل: نه، وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: همدغه شان حال د پنځه وخته لمونځ کوونکى هم دى، الله تعالى د هغه په وجه دخپلو بندګانو ګناهونه بښي.

۳- دحضرت عثمان رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې په ښه توګه اودس وکړ د هغه ټولې ګناوې له بدن څخه وزې تردې چې له نوکانو څخه هم وزي(متفق عليه)

۴- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چې مؤمن د اوداسه په نيت په خوله اوبه لغړوي نو د هغه دخولې ګناهونه رژيږي، او کله چې په پزه او به لغړوي نو دهغه د پزې ګناهونه رژيږي، کله چې مخ وينځي نو دسترګو او مخ ګناهونه ورسره رژيږي، او کله چې لاسونه وينځي نو د دواړو لاسونه ګناهونه ورسره له منځه ځي تردې چې د نوکانو ګناهونه هم وزي، او کله چې سر مسح کوي د سر او غوږونو ګناهونه ورسره رژيږي، او کله چې پښې وينځي د پښو ګناهونه هم رژيږي تردې چې د پښو د نوکانو څخه هم وزي(سنن نسايي، مؤطا لامام مالک)

يادونه: دا خبره په ياد ولري چې د اوداسه په کولو سره دګناهونو د بښنې زيرى ورکړل شوى هغه کوچني ګناهونه دي او لوى ګناهونه يوازې په توبه سره بښل کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close