
امریکايي ځواکونو پر طالبانو دوه هوايي بریدونه ترسره کړي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امریکايي ځواکونو نن د جمعې په ورځ اعلان کړی، چې په طالبانو یې دوه هوايي بریدونه تر سره کړي دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند “سني لیګت” وایي «امریکایي ځواکونو د اختر له اوربند وروسته په لومړي ځل پر طالب جنګیالیو دوه هوایي بریدونه کړي.»
د نوموړي په خبره، یو برید په فراه او بل کندهار ولایت کې هغه مهال ترسره شوی چې په خبره یې طالبانو د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه ترسره کول.
که څه هم نوموړي په دغو هوايي بریدونو کې طالبانو ته د اووښتو تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د فراه ولایت سیمه ییز مسئولین وايي، چې تیره شپه ددې ولایت مرکز ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۱۶ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې افغان حکومت تردې وړاندې ویلي ؤ، چې د اختریز اوربند له درې ورځو پوره کېدو وروسته یې طالبانو سره نا اعلان شوی اورکم ساتلی دی.
امریکايي ځواکونه په داسې مهال د طالبانو پرضد د هوايي بریدونو د پيل خبره کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تیره اونۍ له طالبانو سره د اختریز اوربند وروسته د تاوتریخوالي دکمښت د دوام خبره کړې وه.
ددې ترڅنګ ولسمشر غني هم وړمه ورځ سردار داود خان روغتون کې د وزیر اکبرخان جامع جومات خطیب مولوي محمدایاز نیازي د جسد لیدلو پرمهال طالبانو څخه غوښتنه کړې وه، چې اختریز اوربند ته دوام ورکړي، ترڅو بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
که څه هم د اختر وروسته د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو څخه د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د جګړې را پورونه ورکول کیږي او دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو خبرونه هم ورکوي خو ګمان کیږي چې دواړه لوري بیا هم د عملیاتو د تیزولو څخه ډډه کوي او د بندیانو د خلاصون پروسې په انتظار دي چې د هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.
حکومت په اختر کې د دوه زرو بندیانو د خلاصون ژمنه کړې وه چې د هغو څخه یې زیات شمیر بندیان خوشي کړي او یو څه لا هم پاته دي، طالبان د خپلو پنځه زره بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي، مخکې تر دې چې د افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
سوله د افغانانو تر منڅ نتیجه ورکولای شی نه له کافرو سره. کافران غواړی چی دلته د جنګ میدان دود وساتل شی ترڅو دوی ته بهانه د پاتی کیدو پیدا شی. د پاکستان هدف خو دادی چی افغانستان کی باید جنګ تر ابده وساتل شی د جنګ د ختمیدو لپاره دی طالبان سوچ وکړی او منطقی لاره دی پیدا کړی کنه نو ورځ تر بلی به### خپل عزت نور هم د ولسونو تر منځ له لاسه ورکړی.
یاره طوطی وروره شکر الحمدالله انسان یی مسلمان یی افغان یی پشتون یی لیک لوست دی هم زده دی نو ته خو دونه فکر وکه چی ده صلح دشمن سوک دی او صلح سنگه ممکنه ده صلح معنا دی منظور چی غنی دی پاچا وی او طالبان دی ورته تسلیم سی؟دا هرکار خو زانته راز لری ده ولسونه مابین کی چی طالب زایی لری هیچ دولت یه نلری هم هاغه ده میگی او اوزی خبره ده چی بزی و میژی ته ویل کونه دی معلوم سوه نو غلام خو معلوم دی او دا هم معلومه ده چی سوک یهود او… نور لوستل »
غلام سخی بکواهی وروره: په ټولو کی در سره موافق نه یم خو اتیا فیصده ستاسو د نظر احترام کوم. آیا طالبان سبب د دی ندی چی امریکایانو ته بهانه پیدا شی چی دلته پاتی شی؟ آیا تا د طالبانو امارت نوه لیدلی چی د یوه تلیفون کولو لپاره به مو ایران او پاکستان ته منډی وهلی؟ د داکتر او شفاخانی، مکتب او پوهنتوننو خو درک هم نه وه. ټول اسلام منحصر وه په ږیره او لنګی کی. راغلو د غنی بابا حکومت ته: غنی دی خپل وچ او پک سر وخوری واضحه خبره ده چی سړی بډاګی دی امریکایانو… نور لوستل »
یاره طوطی وروره ستا سره بحث کول هاغه ده اوبو او آونگ خبره ده گته نکوی حقایق نه وینی حقایق نه منی ستا منظور صلح ده طالبانو تسلیمی ده ؟ عایا ستا وجدان یه قبلوی چی دا پاک مجاهدین دی اشرف غنی ته تسلیم سی ؟ عایا اشرف غنی غیر له دغه چی وایی زه به باچا یمه نور نو چی هر رقم وی صلح کوم مقصد باچا به دی وی نظام به کفری نظام وی او ته او خدایی که به ده غلامی خبره کوی چی ژرا رازی ته او خدایی یوه نمونه را وشیه چی طالبانو دی ده… نور لوستل »
نو طاليب څوک ده ؟ طاليب د غلام غلام ده. د پنجاب اورته ده پنجاب ####. دغه ### امريکا ترومپ په ۱۳ ميلونه ډالره جيب خرڅ او نصوار خرڅ واخيستل. په يرغلګرو يې پيره کوله خپل افغان وروڼه له کلمې سره په چاړه يې سرونه غوڅوي. تر پنجابي لوی ## د ځمکې په سر نسته او طاليب د پنجابي ## کوي.
په تاسي بلا د يهودو او نصاراوو هم وګرزه. تاسي خو د يهودو نصاراوو او د پنجاب ### ياست. تر تاسي ## جټ هم زر ځله شرف لري ### د ځوريدلي افغان ولس دښمنانو. بل املا د هم نه ده سمه ##
پکواهي وروره تا ته چا وویل چي طوطي انسان دی، مسلمان دی، افغان دی او پښتون دی. که انسان وای نوم به یې د انسان وای. که مسلمان وای، نظرونه به یې د مسلمان وای، که افغان وای، د افغانانو په ملاتړ کي به ولاړ وای، که پښتون وای د پښتو اصولو ته به یې درناوی لرلای. هو لیک او لوست یې زده دي چي د هغه بغیر یې دومره فساد نه سوای خپرولای. هر لپړک و چپړک په وروري مه نیسه سبا به یې په میراث باندي دعوه درباندي رااخیستې وي
سوله د افغانانو تر منځ هغه وخت ښه نتيجه ورکولای سی چی دواړی لوری خپلواک وی نه داچی غلامانو غوندی د پردیو په زور او زر راغلی وی او يوازی د خپلو اشغالګرو مالکانو ګټو ته ژمن وی . په رښتيا چی طالبان د کفارو او د منافقينو نه خوښيږی پديچی دواړو ته يي سخته تاريخی ماته ورکړه خو د رښتينو او موئمنومسلمانانو په زړونو کی داسی ځای لری چی وروسته تر اصحابو کرامو چا داسی ځای نه و موندلی ، عرب او عجم ټوله په وياړی او دعاوی ورته کوی . پاکستانی سرنا بيږغه او زړه سویده نور يي… نور لوستل »
ايراني ډيپلوماتانو د طالبانو خلاف د شمال ټلوالې نظامي او مالي مرستې کولې. د قاسم سلیماني په ګډون ډیر لوړ رتبه ايراني افسران افغانستان ته پرله پسې تګ راتګ کاوه. مزار شريف کې د ايران له لسو زيات نظامي چارواکي د شمال ټلوالې په نظامي اکمالاتو بوخت وو چې مزار د طالبانو لخوا سقوط کوي او ايراني نظاميان طا لبانو ته په لاس ورځي. ايران ډیر کوښښ وکړ چې ياد نظاميان د ډپلوماټانو په نوم تیر کړي خو طا لبانو د ايران پر ځای په خپلو عملي موندنو حساب کاوه. ايران چې په سيمه کې ځان اقتصادي او نظامي ځواک… نور لوستل »
عجيب منطق دی، د امريکا او طالبانو تر منځ د سولي سره سره بياهم امريکايان دغسي بريدونه کولای سي، خو طالبان ان له ځانونو دفاع لاهم نه سي کوی، نو دا سوله څه معنا؟
او که برعکس دغه بريدونه طالبانو کړي وای او ۱۶ امريکايي عسکر وژل سوي او څو نور ټپيان وای اوس به امريکايانو، د هغو نړۍ والو متحدينو او د هغو ګوډاګيانو څه شورماشور جوړ کړیوای؟
د غرب بلاک کالونیسټي سابقې ته په کتلو سره هغوئ هیڅ د تړون او قول پایبند نه دي. هغوئ تنها یو اصول پیژني او هغه دا چي څه یې په وسه درسره پوره دي او څه دي د وسه ورسره پوره دي. طالبان که غواړي خپله بریا یقیني کړي نو د شانګهای تړون، خصوصاً د روسیې سره دي د اقتصادي ګټو پر اساس سیاسي توافق وکړي او د خپلو ځواکونو په تکثیر، روزنه، تجهیز، اکمال او تنظیم باندي پانګونه وکړي. په ولایتي مرکزونو کي باید لمړی د دښمن هوایي ډګرونه او د ځواکونو د تمرکز ځایونه تر مرګوني بریدونو لاندي… نور لوستل »