افغانستان

افغانستان کې ۷۰ تنه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د بې پولې خبریانو ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له وخته تر اوسه لږ تر لږه ۷۰ تنه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کرونا وبا اخته شوي دي.

په هغه راپور کې چې پرون د پنجشنبې په ورځ(۱۵ غبرګولي) ددې ټولنې لخوا خپور شوی، راغلي، چې په کرونا اخته شوو ۷۰ تنو خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو له ډلې څخه ۵۰ تنه یې په کابل کې ژوند کوي.

ددې راپور په بنسټ د کرونا وبا له امله تراوسه په افغانستان کې دوه تنه رسنیز کار کوونکي (نصیر احمد صافی د آریانا نیوز موټر چلوونکی او په ننګرهار کې د ملي تلویزیون خبریال نصیراحمد صافی) مړه شوي دي.

که څه هم د بې پولې خبریالانو ټولنه په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته خبریالانو او د رسنیزو کار کوونکو شمېره د نړۍ په کچه ډیره ښيي؛ خو زیاتوي چې ډیری خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د روغتیايي او مالي امکاناتو د نشتوالي له کبله له درملنې څخه محروم پاته دي.

په راپور کې په کرونا وبا اخته د یو رسنیز کار کوونکي له خولې داسې ویل شوي: «تراوسه د هیڅ یوې دولتي، د خبریالانو او له خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنو لخوا مرسته راسره شوې نه ده، د دولتي مرستو زیاته برخه په فساد او بېځایه لګښتونو کې ضایع کیږي، رسنۍ زیات امکانات نه لري، آن چې ځینې رسنۍ د خپلو همکارانو میاشتني حقوق هم نه شي ورکولای.»

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له جدي ګواښ سره مخ دي، حکومت او د رسنیو د ملاتړ  ټولنې دنده لري چې د خبریالانو د ځان ژغورنې په خاطر یو څه وکړي.

ددې ترڅنګ له خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنې د راپور په یوه برخه کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته هم اشاره شوې ده، چې په خبره یې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷ پېښې ثبت شوي دي.

په دغه ر اپور کې څو ورځې وړاندې د خورشید خصوصي تلویزون د کار کوونکو په موټر بمي چاودنې ته په اشارې سره داسې ویل شوي: «په کابل کې د خورشید تلویزیون د کار کوونکو موټر د بمي چاودنې هدف ګرځېدلی، چې په ترڅ کې یې خبریال ضمیر امیري او د تخنیکي څانګې کار کوونی شفیق الله ذبیح وژل شوي او د مدینه مروت په ګډون څلور تنه نور ټپیان وو.»

د بې پولې خبریانو ټولنې په راپور کې له حکومت نه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د بریدونو او تاوتریخوالي قضیې په مسئولانه توګه وڅیړي، د تورنو کسانو په پیدا کولو او قانوني تعقیب کې غوڅ اقدامات وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close