نړۍ

لیبیا: حکومتي ځواکونو له طرابلس وروسته د ترهونه او بني ولید ستراتيژیک ښارونه هم ونیول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): په لیبیا کې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پيژندل شوي حکومت ځواکونو له ۱۴ میاشتني مقاومت او نښتو وروسته د پلازمینې طرابلس نه وروسته د ترهونه او بني ولید ستراتيژیک ښارونه هم د خلیفه حفتر له ملیشو پاک اعلان کړي دي.

د لیبیا د پوځ ویاند ډګروال محمد «قونونو» نن د شنبې په ورځ اعلان کړی، چې وړمه ورځ یې د طرابلس ښار او نړیوال هوايي ډګر له نیولو وروسته د کودتاچي مارشال خلیفه حفتر ځواکونه په سویل ختیځ کې له «ترهونه» او سویل لویدځ کې د «بني ولید» ستراتيژيکو ښارګوټو څخه هم په شا کړي او دا مهال جګړه د «سرت» ښار څنډو ته رسېدلې ده.

په ورته مهال یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د «سرت» ښار قومي مشرانو د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر له ملګرتیا څخه لاس اخیستی او له جګړې پرته یې مرکزي حکومت ته د نوموړي ښارګوټي د سپارلو وړاندیز کړی دی؛ خو حکومتي ځواکونو ددغه وړاندیز په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سرت د لیبیا په ختیځ ۴۵۰ کیلومترۍ کې پروت د پخواني دیکتاتور معمر القذافي پلارنی ښار دی، چې تر ډیره حده ورکې د قذاذفه قبیله ژوند کوي.

د لیبیا پلازمینې طرابلس هوايي ډګر او یو شمېر سیمې له تیرو څوارلسو میاشتو(اپریل/۲۰۱۹م) راهیسې د حکومت ضد کودتاچي مارشال خلیفه حفتر د ځواکونو په کنترول کې وې، چې د پرلپسې پوځي عملیاتو سربیره نوموړی جنرال د طرابلس ښار په بشپړ سقوط کې پاتې راغلی ؤ.

په لیبیا کې د جګړې د ډګر او ځمکنيو حالاتو د مرکزي حکومت په ګټه یومخ تغیر هغه وکړ، کله چې د تیر۲۰۱۹م کال ډیسمبر میاشت کې د ترکیې حکومت او لیبیا د حکومت ترمنځ د امنیتي او سمندر کې د تیلو د استخراج د همکارۍ تړون له لاسلیک شو، د کوم له مخې چې ترکیې لیبا ته پوځي سلاکاران او بې پيلوټه الوتکې واستولې.

باید وویل شي چې د لیبیا مرکزي حکومت(الوفاق) د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پيژندل شوی، چې د قطر او ترکیې له سیاسي او پوځي ملاتړ څخه برخمن دی؛ خو ددې په مقابل کې د (طبرق وکیلانو) په نوم د کودتاچي مارشال خلیفه حفتر پلوه حکومت بیا د مصر او اماراتو لخوا په رسمیت پيژندل شوی او ددغو دواړو هېوادونو ترڅنګ یې فرانسه، روسیه او یو شمېر نور عربي او اروپايي هېوادونه هم ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx