افغانستان

طالبانو لسګونه دولتي بندیان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د دولتي او طالب زندانیانو د تبادلې په دوام، طالبانو په فراه او نیمروز ولایتونو کې لسګونه دولتي بندیان خلاص او د لارې له خرڅ او نویو جامو سره يې کورونو ته لېږلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «نن یوځل بیا د کابل ادارې ۳۸ تنه عسکر او پولیس د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د اسلامی امارت له بند څخه خوشي شول. یاد کسان د جامو او فی نفر د ۵۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.»

یاد دولتي زندانیان داسې مهال خلاصېږي، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم د زندانیانو د خلاصون له پروسې د څارنې په موخه کابل ته تللی او له تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا هلته مېشت دی.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي ويډيويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د طالبانو تخنیکي ټیم له پلچرخي زندان لیدنه کوي او هلته د شته طالب زندانیانو ستونزې اوري او له ځانه سره یې یادداشت کوي.

بل لور ته د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د اختر په مناسبت د طالبانو تر درې ورځني اوربند وروسته د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون امر ورکړی و، چې تر دې دمه یې نیمایي برخه خلاص شوي او داسې تمې شته، چې ښایي په نږدې راتلونکې د بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې دوام پیدا کړي او  پاتې شمېره طالب بندیان هم خلاص شي.

بیلابیلو سیاسي جهتونو د طالب او حکومتي زندانیانو له تبادلې هرکلی کړی او ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close