روغتیا

د ووهان ښار له روغتونونو د کرونا ۳ وروستي روغ شوي ناروغان هم رخصت شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د چین د ووهان ښار روغتیایي چارواکو اعلان کړی چې ددغې ښار په روغتونونو کې د کرونا ویروس هیڅ ناروغ شتون نه لري او ټول ناروغان له رغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د چین دولتي ورځپاڼې (ګلوبل ټایمز) د راپور له مخې په ووهان ښار کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ وروستي درې ناروغان هم له ښه کېدو وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

چینایي چارواکي په داسې حال کې دا ادعا کوي چې په نوره نړۍ کې په ځانګړي ډول امریکا کې هره ورځ سلګونه کسان له کرونا څخه مړه کیږي او زرګونه مثبتې پېښې راپور کیږي.

د چین ووهان هغه ښار دی له کومه ځایه چې د کرونا ویروس د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه خپور شو او نږدې ټوله نړۍ کې یې پرې خلک اخته شول.

د یاد ښار چارواکو لا په اپریل میاشت کې د کرونا د بشپړ مخنیوي خبر ورکړی و، خو هغه ناروغان چې له پخوا په روغتونونو کې بستر وو هم له رغېدو وروسته رخصت شوي دي.

د مۍ میاشتې له ۱۴مې نیټې څخه د جون میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې په ووهان کې ښار کې د دویم وار لپاره نږدې لس ملیونه معاینات ترسره شول، ددغه ښار ټول نفوس نږدې ۱۲ ملیونه ښودل شوی دی. دا معاینات هغه مهال ترسره شول چې په اپریل میاشت کې د کرونا دویمې څپې نښې ښکاره شوې وې.

باید وویل شي چې په چین کې د کرونا وبا له کبله لګېدلي ټول بندیزونه ختم شوي، دفترونه، ښوونځي او سوداګریز مرکزونه په بشپړ ډول پرانیستل شوي دي.

په دغه هېواد کې د کرونا وبا له کبله ټولې ۸۴زره پېښې ثبت شوي دي چې له مخې یې ۴۶۳۸ کسان مړه شوي او نور ټول بیرته روغ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې تر دې دمه د کرونا ویروس (کوویډ-۱۹ ناروغۍ) له ۶.۷ ملیونو زیاتې پېښې ثبت شوي، د ۳۹۳زره کسانو ژوند یې اخیستی او نږدې ۳۰۰زره کسان بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx