نظــر

د کابل خوځنده ممبر شهید شو!

استاد محمد زمان مزمل

د فاجعو په حلاجي کې روان کابل چې د ورځې پکې تر شپو زیات تورتم دی او هره ورځ که مبالغه یې ونه ګڼو پر کابل باندې د یو عزیز یا عزیزې کورنۍ د ماتم څه خیمه نسکوره وي.

وروستۍ فاجعه چې د دوو ساعتونو زیږیدلې امنه پکې زخم او د جراحۍ د عمل عذاب ولید هغه به د یتیمې امنې په زړه د مور بي بي د مرګ سوګ او غم هغه مهال تازه کوي چې ددې خونړي ورځې پر غمجنه جغرافیه یې سر خلاص شي.

پرون همدې د فاجعو کابل د افغانستان د ژوندي خطیب او خوځنده ممبر د شهادت بل او نوی داستان وړاندې کړ او د کابل متدین ښاریان یې د فرخندې د شهادت وروسته د غم پر هغه ټغر کینول چې د تور او تهمت سپیناوی یې د افغان او امریکا په منځکې بله فاجعه ده.

د شهید ډاګټر ایاز قاتل په یوه ړنده فاجعه کې د کابلیانو د سرتاسري خفګان قهرماني وګټله او هغه به د لوی خطیب د وژنو د ټیټ عمل په بدل کې چې د یوه ملت له وژلو برابره ده.

هغه به په دې او بله دنیا کې ددغه نامبارک جنایت مبارکي ته منتظر او امیدوار وي او د چا خوشحالۍ په خاطر.

هغه ورځ مې ښه یاده ده چې ما ددغو عزیزانو په غونډه کې کرزي صیب ته وویل چې که غواړې چې بحران او فاجعې پاته ورسول شي نو له مذهب او مذهبیانو سره د چیړ د ختمیدو لاره همدا ده چې ملا په یو سم اړخ کې ځای په ځای شي.

شهید ډاګټر مې خبره داسې بدرګه کړه چې مزمل صیب وړاندیز ته توجه د یوې پیړۍ پیچلې ماجرا (سیکولرانو او مذهب تصادم) ته حل پیدا کولی شي.

د مدرسې به ډیر فارغ شي له ازهر نه به ډیر نور فارغان راشي ولې د شهید ایاز نیازي ممبر او ځای ډکول به ډیر وخت وغواړي او دا د وزیر اکبر خان له جومات او ممبر یې وپوښتئ.

شعید ایاز په یوه ارستوکراته سیمه کې چې سپیني ماڼۍ ترې د وال سټریټ کار اخست هغه په دغه حساسه سیمه کې د افغاني ریاکارو تکنوکراتانو خوله او منطق پر سکوت او قناعت پټۍ کړ.

شهید ایاز خدای بخښلي په یو داسې حریف ماتونکي منطق ممبر ته خوت او راکوزیده چې له خطیبانو ډک کابل به یې د تللو په تشه تر ډیره ویر ژوندی وساتي.

روح دې ښاد ،دښمنان دې نامراده او لوی خدای دې ترې راضي شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close