افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: د بین الافغاني مذاکراتو پیل په حکومت پورې اړه لري، طالبان او امریکا یې د ژر پیل ملاتړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه د افغانستان کړکېچ ته لاره هوارولای شي او دواړه لوري د یادې توافقنامې دژر  پلي کېدو  او بین الافغاي مذاکراتو د پیل ملاتړي دي.

سپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره نېکي هیلې شته او تمه ده د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه به د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې روسیې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې هوکړې هرکلی کړی، او یاد دواړه لوري هم د توافقنامې د  پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل ملاتړي دي «پرته له شکه، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه غوره انګېزې شته، موږ د دوحې له توافقنامې ملاتړ کړی، او باوري یو، چې دا توافقنامه به د افغانستان د وضعیت په حل کې مرسته وکړي،  موږ وینو چې متحده ایالات او طالبان دواړه د توافقنامې د ژر پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړي دي.»

د کابلوف په خبره، د بین الافغاني مذکراتو پيل په دې پورې اړه لري، چې حکومت څومره ژر طالبان بندیان خلاصوي او خپل مذاکراتي ټیم ټاکي.

د نوموړي له قوله، بین الافغاني مذاکرات هغه وخت بریا ته رسېږي، چې ښکېل لوري یو بل ته تمایل وښيي او توافق ته د رسېدو لپاره قوي تعهدات ولري.

کابلوف داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ ګوته حکومت ته نیسي، چې طالبان وایي، د زندانیانو له خلاصون وروسته تیار دي له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې له مخې، باید د مارچ میاشتې په لسمه بین الافغاني مذاکرات پیل وای، خو د حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون په برخه کې د یو شمېر محدودیتونو وضع کولو دا خبرې تر یوې نامعلومې مودې وځنډولې.

دم ګړۍ د طالب او دولتي زندانیانو تبادله دوام لري، د طالبانو یو تخنیکي ټيم د خپلو بندیانو د څار په موخه کابل ته تللی او د افغان سولې لپاره  د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته د لارې هوارولو په موخه د دوحې، اسلام اباد او کابل په سفر وتلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

طالبه مبارک شه روسيه دى هم اوس ډير پلوى کوى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close