نظــر

په تور جنریټر؛ چالان نهضتونه!

استاد محمد زمان مزمل

قضیه او تحول:
په ملتونو کې دوه متفاوت حالتونه وي کله یو ملت په سیاسي او اجتماعي لحاظ بدلون او کله کله یو ژور بدلون ته ضرورت لري چې دا حالت د تحول پورې غوټه مقدر دی او معمولا اصلاحګر او نهضتونه څه مذهبي وي،څه مادي راډیکال په همدې موخه جوړیږي او کار کوي.

دویم صورت د یوې عادلانې قضیې حالت دی چې هلته یو هېواد د بل هېواد د تجاوز مورد وګرځي او یا د یو نیرومند هېواد لخوا اشغال شي دا د عادلانه قضیې حالت دی معمولا په هېوادونو کې ملي قیامونه او ملي متحد خوځښتونه پکې را پیدا او حالت بدلوي.

په همدې حساب د تحول په مسئله کې تحول د یو اوږد نفسَ اصلاحګر نهضت کردار ته ضرورت لري او معمولاً تحریکونه او نهضتونه په همدې موخه جوړیږي او پدې صورت کې باید تخمې او ریښې د نهضت د یوه هېواد په داخل کې دداسې افرادو او ټولنو سره تړاو ولري چې کاملا د ملت له متن نه راپیدا او په کار لویدلي وي.

په همدې صورت کې د هېوادو د پولو بهر او بیا د حکومتونو په سلسله کې هر ډول رابطه د نهضت او تحول هر څه په صفر کې ضربوي او چې بیا دغسې وضیعت کې ځینې ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو سره تړاو ولري او بیا تر دې هم بده چې د نهضت او تحول مشران د بهرنیو استخباراتو په ریموټ حرکت کوي او دریږي دا نو هماغه د عنوان د صورت نمونه ده چې نهضت پکې د پردیو استخباراتو یا تور جنریټر په وسیله جوړ او چالانیږي او دا ډول نهضتونه په ملتونو کې د مشکلاتو د ایجاد پرته د هیڅ مشکل د حل وسیله نشي ګرځیدلی ،تېر پنځوس کلن ژوند زموږ ددې خبرې یوه ژوندۍ بېلګه ده چې تحول پکې پړاو په پړاو منفي خوا روان دی او خلکو د پیل الګو نهضتونه ځواب او تحریم کړل.

دویم صورت چې د عادلانه قضیې صورت ده پدې صورت کې مظلوم او اشغال شوي ملتونه حق لري چې د هر چا د بې شرط او قیده همکارۍ ته لاس ور اوږد کړي او خپل جارح دښمن له خپل هېواد او هېواد د هغوی له منګولو وژغوري.

د ثور د کودتاه وروسته حالت او بیا د امین په مرګ د افغانستان اشغال د همدغې عادلانه قضیې یوه بېلګه ده عادلانه قضیو کې د ملتونو ګاونډیانو همکاري په هر صورت ضروري وي،  د امریکا په ازادۍ، د هند په اشغال کې او د افریقایي هېوادونو د ازادۍ په قضیو کې همدغسې هر مظلوم طرف د خپلو ګاونډیانو او د دنیا همکارۍ ته لاس ور اوږد کړیدی خو دا پدې معنا نه چې موږ خپله عادلانه قضیه د پردیو د نیابتي جګړو بستر کړو او ملت پکې د لویو اجنډاګانو رهبر ونلري او ملت پکې په یو غوڅ رهبر راټول نه وي ځکه توضیع شوي
زعامتونه خپله د ګاونډیانو په میزبان بدلیږي لکه زموږ په هېواد کې.

بیا هم د اول صورت په اړه خپلو ځوانانو ته ددې توصیه کوم چې تر څو افغانستان د اشغال نه، نه وي ژغورل شوی د عادلانه قضیې خاوندان یو پدې اړه چې هر هېواد همکاري وکړي همکاري یې تر یو حده د وخت ضرورت ده.

ولې که قضیه د تحول مطرح وي نو هیله ده چې د مکملې ازادۍ پورې د تحول او نهضت په مسئله قوي تجدیدې نظر وکړئ، له زغم کار واخلئ په تورو جنریټرو چالان نهضتونه د خپلو خلکو د مرګ او قتل وسیله مه ګرځوئ تاسې که په هند، افریقا او بیا په افغانستان کې د ځېنو نهضتونو سوابقو ته وګورئ او د اشغالګرو هېوادونو د جنرالانو لیکنې او کتابونه ولولئ پوه به شئ چې زموږ د شرقیانو نهضتونه ډیری یې داسې رهبران پالي چې پخپلو هېوادونو کې رهبران دي ولې په پردیو هېوادو کې د یوې پټې ادارې عادي کارمندان دي، تاسې د روسي جنرالانو کتابونو ته مراجعه وکړئ پوه به شئ چې غر په شرق کې د خپلو کارمندانو نه په کومه سیاسي جادو رهبران جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د هغه کست ، عناد او دښمنی سره چی لیکونکی یی د آزادی او د اسلامی نظام غوښتونکو مجاهدینو(طالبانو) سره لری د غرضی لیکنو په سلسله کی یوه بله غرضی ، بیله سنجشه او بیله تحقیقه مریضه لیکنه . مزمله ! د اسلامی امارت مشران ستاسو بګیل مشر او مشرانو غوندی ندی چی د قاضی حسین احمد او بیا د فضل الرحمن په تور جنریټرانو به چالانه وه او هر ساز چی به یی ورته چالانه کړ په هغه ساز به ورته نڅیدل . که لږ څه عقل او شعور در پاته وی او لږڅه حافظه ولری دا به خامخا… نور لوستل »

حامد

یاره ته هم دیر### انسان یی. مزمل صیب خو دلته د طالبانو تایید او دخپل د اسلامی نهضت مشران زپلی دی!
لژ سه سوچ وکه ## انسانه بیا خبری وکه.

جميل

ليکنه يي يو څو ځله بيا ولولی ګوندی په پوه سی ، که وکولای سی مخکنی او پخوانی ليکنی يی هم ولولی که د پوهی استعداد ولری نور به يي هم ښه وپيژنی او بيځايه ښکنځل به نه راته کوی ، او که تاسی د ليکونکی نظريي منی او تائیدوی يي دا بيا بيله خبره ده تاسی به هم د هغه په شان ياست بيا نو مباحسی او جدال ته اړتيا نسته . 

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x