د نن سرلیکنه

تر غرقولو وروسته د سوځولو مکرر جنایت

نن ټکی اسيا سرليکنه

له تیرو دوو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې د ایران په زاهدان کې پر عمومي شاهراه د افغان مسافرو په لمبو کې ګیر بوږنوونکي انځورونه تر سترګو کیږي.

دا بوږنوونکي انځورونه د هغو بیوزله افغانانو دي چې په خپل هیواد کې د فقر او بیروزګاري له وجې داسې مهاجرت ته مجبوره شوي چې یا په عامو لارو کې ژوندي په اور کباب شي او یا یوه آرام ژوند ته د رسیدو په تمه د سمندرونو په تل کې د کبانو خوراک شي.

دا د هغه بي څښتنه افغانستان اتباع دي چې چارواکي یې په مزو او چړچو کې د نیویارک او واشنګټن د امنیت ساتلو دنده پرمخ بیايي.

تر اوسه لا د هغو پنځوسو افغان مسافرینو کوم چې د ایران سرحدي ځواکونو ژوندي سیند ته غورځولي موضوع نه ده سپینه شوې چې یادو ځواکونو بیا د نورو افغانانو د ژوندي سوځولو جنایت تر سره کړ.

کابل حکومت د دې په ځای چې له ایراني چارواکو څخه د دې فجیع جنایت پوښتنه وکړي په یوه رسمي اعلامیه کې یې د هغو د تبرئه کولو په غرض د افغان مسافرینو لیږد وونکي موټر سوځیدل ترافیکي حادثه ګڼلې نه د ایراني ځواکونو لخوا د هغوي عمدي په نښه کول.

د ایران امنیتي چارواکي ادعاء کوي چې دوي ځکه د افغان مسافرینو لیږدوونکي موټر په نښه کړ چې هغوي یې د توقف خبرداري ته اعتناء و نه کړه.

د ایراني چارواکو دا ادعاء ځکه قانوني توجیه نه لري چې یادو مسافرینو د زاهدان په یوه قانوني شاهراه تګ کاوه نه ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ په غیر قانوني قاچاقي لارو چې د نه توقف په حال کې یې دوي ته د ویشتلو مجوز په لاس ورشي.

د حسن همجواري او اسلامي ورور ولي تقاضا داده چې ایراني چارواکي په داسې حال کې چې مسلمان افغانان د کافر دښمن تر اشغال لاندې دي باید د هغوی حمایت او لاس نیوی وکړي، نه دا چې د هغوی له همدي مظلومیت نه په ناوړه استفادي سره هغوی یاژوندي دریاب ته وغورځوي او یا یې هم په رڼا ورځ د خپل هیواد په شاهراګانو کې وسوځوي.

که نن په رسمي توګه له ایراني چارواکو څخه د دغو مظلومو افغانو د وحشیانه وژلو د پوښتنې څوک نشته خو په راتلونکي کې د یوه مسلمان ګاونډي هیواد له لوري پر افغانانو دغه ډول د بشر ضد جنایتونه د دواړو مسلمانو ولسونو ترمنځ په اړیکو او سلمي تعایش ډیر منفي اثرات پریښودلای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
د ایرانی،پاکستانی،انګریز،امریکا څخه څه ګیله،
وه ،طالیبه ،وه دولته ،هره ورځ تاسو خپل افغانان مسلمانان قتل کوی،
 

غ.حضرت

افغانستان او ایران تر منځ د تاریخی او فرهنګی او مذهبی او اقتصادی او ځمکنی ( ارضی) او ……مناسباتو او تعاملاتو هندسی ته کتنه یو ډیر پراخ بحث دی چی ممکن کتابونه کتابونه په ډک سی. بعضی کړکیچن او مغلق او پیچلی مسائل فقط او فقط د سلیم وجدان او ایمان ( له هر ډول خیرنو تعصباتو او فکری سنګر نیولو پرته) تر سیوری لاندی د تحلیل وړ دی او که دا ډول تحلیل یا تحلیلونه له منصفانه مدار څخه ووځی نو خپل اصلیت به له لاسه ورکی او خوشی فکری انډوخر او مسمومه فضاء به را منځته سی. لومړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close