نظــر

په حکيم الکوزي بنديز لګول او د هغه د خلاصون په اړه

ډاکتر عبدالقادر ودان

برلن المان

پرون، د جون پنځمه کال 2020، حکيم الکوزي بېرته په خپل کار شروع وکړ، دا يو ښه خبر دئ!

د حکومت دنده به اوس د احصايي اخستل وي او ددې تفکيک کول وې، چې دا دوا د کورونا په تداوۍ کې تر کومه مثبته تمامېداى شي.

دغه پلټنې او احصایې بايد لاندې پوښتنې ته ځواب پېدا کړي:

أېا دلته د پلاڅېبو اېفک، يوازې روانې تسکين او که په رښتيا سره يوه دوامداره مثبته أغېزه موجوده ده؟

څرنګه چې طبابت يو امپېريکي دسڅپلين دي، يانې په احصايو او تجربو ولاړه ده، نو يوازې د احصایې د اخستلو او د تجربو له لارې ددې درملنې د بنديز په هکله تصميم نيول علمي د منلو وړ عمل دئ.

يوازې او يوازې د تجربو او د احصایې د موندنو په بنسټ بيا په هغې باندې بنديز لګول او يا هغه ته دايمي اجازه ورکول معقوليت لري.

پدې خوښ يم، چې په کابل کې مېشت مسؤولين بالاخره دې حقيقت ته غاړه کېښوده او الکوزي ته ېي بېرته د کار اجازه ورکړه.

زه د هغو غريبو او بېچاره افغانانو په خوښئ د خوشحالۍ احساس کوم، چې مفسده حکومت ورته حتا ډېر ابتدايي روغتيايي خدمتونه نشي ورکولئ او کله چې يو څوک پېدا شي، چه هغه رايګان خلکو ته دوا ورکوي او خلک هم ورسره راضي وي او وايي چې روغ شوي دى، په داسې يو شخص بنديز لګول حماقت دئ.

د حکيم الکوزي ابتکار، تداوي او فعاليت هېڅ ډول تجارتي انګېزه نلري، پداسې حال کې چې په اکثرو شخصي او دولتي ادارو او روغتونونو کې د ولس په ناروغۍ او بېچارګۍ لوې تجارت روان دئ:

درملتونونه په هېواد کې د بې کېفيته او خطرناکه دوايي ګانو څخه ډک دي، خو د هغو په ضد حکومت هېڅ ډول اقدام نه کوي. په کابل کې اکثره طبيبان د خپل مسلک څخه لږ او يا هېڅ اګاهي نلري، خو په لوحو يې د هر ډول ناروغي د تخصص ادعا شوې وي، خو حکومت پرې بنديز نه لګوي، ځکه چې دولتي چارواکي او مافيايي ډلې ېې پدې بشري جنايت کې شريک دي. په حکيم الکوځي بنديز لګول بايد له دغې زاويې څخه هم وليدل شي!

که چېرته دا کار مثلاً په المان کې وشي، نو بيا معلومداره، چې د ټسټ او احصایې اخستل بايد لومړيتوب ولري او مخکې له هغې وشي، چې د دوا استعمال ته اجازه ورکړي.

خو افغانستان المان ندی، په افغانستان کې 40 کاله جنګ روان دی، مفسدې، پرديپالې مافيايي کړۍ په قدرت راوستل شوي دي. نو هغه معيارونه چې دلته بايد تطبیق شي، په افغانستان کې ېې تطبيقول لويه تېروتنه ده.

په درنښت،

عبدالقادر ودان

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close