شعـــــرونه

لږې اوبۀ راکه چې؛ وسوځېدم…!!

سپين کوچی

لږې اوبۀ راکه چې وسوځېدم
اوور مې اخیستی دی انسان یم اخر
له ناچارۍ له خپل وطنه تښتم
ستا ګاونډی غریب افغان یم اخر
یم سر بداله سر مې کار نه کوي
چې چېرته تلم،چېرته روان یم اخر
هغه دی ټول یاران مې لولپه شول
زۀ هم تنګ شوی په خپل ځان یم اخر

لږې اوبۀ راکه چې؛
وسوځېدم…!!!

پرون مې هم څو لاس تړلي ورونه
ستا د وحشت خړو څپوو وخوړل
افسوس غوسه راځي په دې خبره
چې هغوی هم خپلو اوبوو وخوړل
نن دا دی بیا څو مسافر لاروي
خپلو نیمګړو ارمانوو وخوړل
چې چېرته تلل او څۀ ورپیښ شول اخر
د یو بل غیږ کې سرو لمبو وخوړل

لږې اوبۀ راکه چې؛
وسوځېدم…!!!

لږې اوبۀ راکه چې وسوځېدم
اوور مې اخستی لا ژوندی یمه خو
که مسلمان نه یې،انسان خو به یې
خیر دی که زۀ یو څوک پردی یمه خو
ماته به هم وې څوک په تمه کور کې
د یو غریب کالۀ بچی یمه خو
د هغوو سوو،لولپه همزولو
په څېر زۀ هم تنکی زلمی یمه خو

لږې اوبۀ راکه چې؛
وسوځېدم…!!!

له وطن لرې،لرې ولې درومې
دومره خو هم نه دي بېکاره ځوانان
نۀ خو له لوږې دلته څوک مړۀ شوي
نۀ پاتي شوي په نهاره ځوانان
مرګ راځي هر چېرته په خپله نېټه
چېرته بیا ځي د مرګ له ډاره ځوانان؟
د ژوند په ورکو،ورکو لارو ورک شول
ډېر زیات کوچیه سپینه یاره ځوانان

لږې اوبۀ راکه چې؛
وسوځېدم…!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x