افغانستان

بغلان کې لسګونه امنیتي ځواکونه طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): له طالبانو سره د دولتي کارکوونکو د یو ځای کېدو د لړۍ په دوام، تازه د دولت لسګونه عسکر، پولیس او اربکیان طالبانو ته ورغلي.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکابل ادارې ۲۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.»

د مجاهد په خبره، طالبانو د تازه راغلیو کسانو هرکلی کړی.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او د مخالفت پرېښودو په صورت کې دولتي کارکوونکوته د طالبانو لخوا د عامې بښنې له اعلان نه وروسته له طالبانو سره د دولتي کسانو د یو ځای کېدو لړۍ تېزه شوې.

هره میاشت سلګونه دولتي نظامي او ملکي کارمندان خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته تسلیمیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close