افغانستانسولې اړوند خبرونه

د حکومت مصالحې شورا لا هم کار نه دی پیل کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او ولس د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته شېبې شماري، د حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتو پر مخ وړونکي ارګان « مصالحې عالي شور» ا تشکیل لا هم بشپړ ندی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د مصالحې عالي شورا د جوړښت پر څرنګوالي کار روان دی او یاده شورا به تر جوړېدو وروسته له طالبانو سره د خبرو چوکاټ ټاکي.

ددې وزارت ویاندې «ناجیه انوري» طلوع نیوز ته ویلي، چې د مصالحې شورا د مطرحه سیاسي شخصیتونو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو د اغېزناکو استازو څخه جوړه شوې،  چې د سولې بهیر په لړ کې به د دغه بهیر بنسټیز ټکي تعیین کړي او پر بنسټیزو مسایلو به څارنه وکړي.

د نوموړې په خبره، دولت د مذاکراتو د جوړېدو او د ځای د همغږي کولو په هڅه کې دی، تر څو په نږدې راتلونکې کې مخامخ خبرې پيل شي.

په ورته وخت کې سیاسي شنونکي وایي، کابل ته د خلیلزاد تازه سفر به د سولې په وړاندې پراته خنډونه تر یو حده هوار کړي او د سولې پروسې ته به چټکتیا ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه «سید اسحاق ګیلاني» په همدې تړاو ازادي رادیو ته ویلي، چې د عبدالله او غني هوکړه لا هم سمه نه ده تکمیل شوې او کابینه نیمګړې پاتې ده، چې له امله یې د سولې پروسه له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافق په بنسټ باید د دوحې د توافقنامې له لاسلیک وروسته د لسو ورځو دننه پنځه زره طالب زندانیان خلاص او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون په برخه کې د یو شمېر محدودیتو د وضع کولو له امله د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ اوږد وخت واخست او بین الافغاني مذاکرات یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړل.

اوس په داسې حال کې، چې دوه زره طالب او ګڼ شمېر دولتي بندیان خلاص شوي، او تمه ده دا لړۍ دوام پیدا کړي؛ یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته هیلي راټوکېدلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close