شعـــــرونه

رسوم به یې تر داره عشق به وړم/ اسرار عمر

اسرار عمر

رسوم به یې تر داره عشق به وړم
که لمبې وي که انګاره عشق به وړم

سختۍ ډېرې مې بیلتون کې تیرې کړي
بس ده بس انتظاره عشق به وړم

په زندان په زولنو په سختو لارو
د سبحان رضا لپاره عشق به وړم

ښایي ومې مني ما د در ملنګ کړي
تر حجرې د خواږه یاره عشق به وړم

چې د وصل په جامونو یې خړوب شم
تر کوثر او تر دیداره عشق به وړم

چې زرغون په آزادۍ زمونږه چم شي
رنګ په وینو له دې ښاره عشق به وړم

ځان به غېږه کې در ړنګ کړم شهادته
جار زخمي زخمي پرهاره عشق به وړم

خرڅوم به سر او مال اسرار عمره!
ځم د مینې تر بازاره عشق به وړم

اسرار عمر

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close