نظــر

يو وخت و!!!/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

چې اصفھان یې نصف جھان باله او د فارس امپراطورۍ پلازمینه وہ، خو د افغانستان یو تنکی ځوان له کندھارہ روانیږ‎ي، ھماغه نصف جھان پلازمینه فتح کوي او د گورگین بچیانو څخه پر ھرات او کندھار د شویو مظالمو کسات اخلي!

ایرانی امپراطور ماتې مني او د محمود لښکرکوټ ته د تاج او ښار د کلي گانو د تسلیمولو لپارہ ورځي، د محمود محافظین د ایران شاہ دوہ ساعته منتظر ساتي او ورته وایي: محمود ویدہ دی, ته ھمدلته کینه چې را ویښ شي، ستا د تشریف راوړ‎لو اطلاع به ورکړ‎و!

ایران دا ذلت او سپکاوی چې د افغانستان یو اتلس کلن ځوان را پاڅي او د دوی د غرور او تکبر پوزہ په خاورو کې سولوي، تحمل نه شو کړ‎ای او د شرم او عار احساس یې د پلازمینې د ځای بدلولو ته اړ‎ کړ‎ل؛ د ایران پلازمینه د اصفھان پر ځای تھران وټاکل شو!

یو بل وخت و؛
چې د ایران ځینې نظامي کسان مزار شریف ته د دیپلوماتانو په جامه کې راځي، ھلته د نامالومو کسانو لخوا ووژل کیږ‎ي، ایران غر او پش پیلوي، خپلې قواوې د افغانستان سرحد ته سوق کوي.

د ھغه مھال افغان دولت ھم خپلې ماتې گوډې لښکرې د ایران سرحد ته څیرمه میشتو‎ي خو مشر یې بي بي سي سرہ په مصاحبه کې وایي: که ایران پر افغانستان وبلوسید نو بیا به یې تر اصفھانه پسې اخلو!!

بیا بل وخت راغی؛
چې افغان گوډاگي مشرانو په ډیر ویاړ‎ په تورو کڅوړ‎و کې له ایران څخه پیسې تر لاسه کولې.

او اوس تر ھغې ھم خراب وخت راغی؛
چې د ایران فوځیان مزدور کسبه گر افغان کله په سیند لاھو کوي او کله یې په موټرو کې ژوندي سوځوي خو افغان گوډاگي چارواکي یې ځواب د کمیسیون پر ټاکلو ورکوي!

ای کاش ھماغه رښتینی اتل سر قومندان ژوندی وای تر څو یې ایران ته د اصفھان پورې د ځغلولو ماته یو ځل بیا ور یادہ کړ‎ې وہ.

سرہ له دې چې د ایران د سیاست او اقتدار ځای اوس تھران دی، خو مرحوم ملا صیب ایراني اخوندانو ته اصفھان ور په زړ‎ہ کاوہ، ځکه چې ھلته زوړ‎ تاریخ پروت دی، ځکه چې ھلته افغانانو د ایران د ظالمو واکدارانو د غرور ماڼې را نسکورہ کړ‎ې وہ.

راشه وگورہ فرعونه! دا دوھه د ملنگانو
په دې خاورہ کې خپرې دي، کپرۍ د پاچاھانو
( مرحوم غني خان )

د مرحوم ملا صیب روح دې ښاد وي
____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۶/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close